ليکنه: مدثر دعوت
پوره ۷۳ کلونه وړاندي ډان براډمن په ۱۹۴۸ز کال کي خپلي وروستۍ ټيسټ لوبه کي ۶۹۹۶ منډي پوره کړې.
خو نن سټيوسميت په هغومره ۱۲۶ اننګزونو کي ترهماغه منډو ورواوښتی او ۷۰۰۰ منډي يې تر بل هر لوبغاړي ژر په ټيسټ کي پوره کړې.
سميت يوولسم اسټرالياوی او پنځوسم نړيړال کريکټر دی چي په ټيسټ کي ۷۰۰۰ منډي پوره کوي خو د چټکو منډو ريکارډ يې په نړيواله سطه لومړی سو.
۳۰ کلن سميت په ۱۲۶ پاړيو کي ۷۰۰۰ منډي پوره کړې چي تر ده وړاندي دا ريکارډ د انګليستاني لوبغاړي ويلي هامونډ سره وو چي په ۱۳۱ لوبو کي يې ۷۰۰۰ منډي پوره کړي وې.
وارنر ۱۰ کلونه وړاندي د ليګ سپينر توپ اچوونکي په حيث نړيوال کريکټ پيل کړ خو پدې وروستيو ۶ کلونو کي يې دومره دپام وړ توپوهنه کړې چي اوسمهال د کريکټ نړيوالي شورا له لوري د ټیسټ کريکټ د توپوهني په درجه بندۍ کي لومړی مقام لري.
هغه توپوهونکي چي په ټیسټ کي يې ترټولو تيزي ۷۰۰۰ منډي پوره کړي:
۱_ اسټرالياوي سټيوسميت په ۱۲۶ پاړيو کي
۲_ انګلينډي ويلي هامونډ په ۱۳۱ پاړيو کي
۳_ هندوستاني وريندرسيواګ په ۱۳۴ پاړيو کي
۴_ هندوستاني سچن ټنډولکر په ۱۳۶ پاړيو کي
۵_ ويسټ انډيزي ګرافيلډ سوبرز،سريلانکايي کمارسنګکارا او هندوستاني ويرات کهولي په ۱۳۸ پاړيو کي.
۶_ هندی سونيل ګواسکر او ويسټ انډيزی ريچارډ په ۱۴۰ پاړيو کي.
په ۱۱ اسټرالياوي لوبغاړو کي ريکي پونټينګ په ۱۴۵ او متيو هيډن په ۱۴۲ لوبو کي ۷۰۰۰ منډي پوره کړي.
سميت د ټيسټ په يوه لوبه کي تر ټولو ډيري ۲۳۹ منډي کړي،همدارنګه نوموړی په ټيسټ کي ۲۶ سليزي او ۲۷ نيمه سليزي لري چي په ۶۴ اوسط سره لوبه کوي.