سنګاکارا د مېرېلېبن کرکټ کلب لوبډله رهبري کوي.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د سریلانکایۍ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او کیڼ لاسی توپ وهونکی سېنګا کارا چې اوسمهال په کرکټ نړیواله شورا کې دنده لري، نېت لري چې د ایم سي سي یا مېرېلېبن کرکټ کلب لوبډله رهبري کړي او پاکستان ته سفر وکړي.
پاکستان چې لس کاله وروسته د سریلانکایۍ کرکټ لوبډلې د ټېسټ لوبو کوربتوب کوي؛ نو په ۲۰۲۰ م کال کې به د ایم سي سي لوبډلې کوربتوب وکړي.
د مېرېلېبن کرکټ کلب مشر سېنګا کارا ویلي، چې پاکستاني کرکټ بورډ د کرکټ په برخه کې ډېر امنیتي ګامونه اخېستي او دا هڅې د دې لامل شوي، چې یوه لسیزه وروسته کرکټ بېرته پاکستان ته په تدریجي ډول ورستون شي.
د سېنګا کارا په وېنا « زه خوشحاله یم، چې د مېرېلېبن کرکټ کلب لوبډله رهبري کوم، زه به د دې لوبډلې لوبډلمشري په غاړه واخلم».
مېرېلېبن کرکټ لوبډله به د ۲۰۲۰ م کال په فبروري میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي او په خپل لوبیز سفر کې به له پاکستانۍ لوبډلې سره شل اوریزې لوبې وکړي.
د مېرېلېبن کرکټ کلب اجرایوي مرستیال ګای لېوېنډر ویلي، چې «پاکستانۍ لوبډله په خپل کور دننه د لوبې لوږې وهلې او په دې هڅه کې ده، چې په کور دننه یې په لوبو کولو سره دا لوږه ختمه شي».

اجمل شهزاد به د مېرېلېبن کرکټ کلب لوبډلې روزونکی وي او سېنګا کارا به یې لوبډلمشري وکړي.
د دې سیالیو لپاره به د پرانېستې غونډه د پاکستان د لاهور ښار په اېچېسن کالج کې وشي.
د پاکستاني کرکټ بورډ مشر وسیم خان ویلي، چې اوسمهال پاکستان د کرکټ لپاره تر نورو هېوادونو ښه امن ځای دی.
پاکستان اوس په دې هڅه کې دی، چې د نړۍ په کچه له نورو کرکټ بورډونو سره خبرې وکړي، ترڅو په دې هېواد کې لوبو ته زړه ښه کړي او نړیوال کرکټ بېرته پاکستان ته راوړل شي.
سریلانکایۍ لوبډله اوسمهال په پاکستان کې ده او د دوو ټېسټ لوبو لپاره یې لوبې روانې دي، لومړۍ ټېسټ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي شوه او پاکستاني توپ وهونکي عابد علي پکې په خپله لومړۍ لوبه کې د سلیزې وهلو ریکارډ جوړ کړ.
دواړه لوبډلې نن خپله دویمه ټېسټ لوبه پېلوي او ښایي د ډېسمبر تر ۲۲ مې نېټې پورې به وغځېږي.