سعودي د حرمین الشریفین ترمنځ چټک اورګاډی فعالوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

سعودي چارواکي وايي، د مکې معظمې او مدینې منورې ترمنځ به په همدې کال کې یو چټک اورګاډی فعال کړی. د چارواکو په وینا د ” حرمین چټک اورګاډی “ به د سعودي عربستان ددې دوو سپېڅلو ښارونو ترمنځ سفر په ډراماتیکه توګه راکم کړي.
ددې پروژې مشر محمد عبدالحافظ فدا د الجزیرې عربي ورځپاڼې ته ویلي ” په همدې کال کې به ددې دواړو ښارونو خلک او هغه زیارت کوونکې چې د حج او عمرې لپاره دې دوو ښارونو ته سفر کوي، ددې نوې چټک اورګاډي له اسانتیا ګټه واخلي.“
ښاغلي فدا ددې اورګاډې د فعالیت د پیل دقیقه نیټه ونه ښودله، خو د حرمین د اورګاډې دا پروژه یې په منځني ختیځ کې یوه له لویوو پروژو وبلله. نوموړې وویل ددې اورګاډي له فعالیت سره به د مکې معظمې او مدینې منورې ترمنځ د سړک پر سیسټم د ترافیکو فشار تر ډیره راکم شي.
د سعودي ددې دواړو ښارونو ترمنځ زیات تګ راتګ او پر سړګونو ګڼه ګوڼه د ګڼو ترافیکي پېښو سبب کیږي چې د ښاغلي فدا په وینا ددې چټک اورګاډې د پروژې په پیل سره به ترافیکي پېښې هم ډیرې راکمې شي.
چارواکي وايي دا چټک اروګاډی به له جدې او په ربیع کې د پاچا عبدالله له سوداګریز مرکز تیریږي او په ساعت کې د درې سوه کیلومتره په سرعت به د مکې او مدینې ترمنځ سفر دوو ساعتونو ته راکم کړي.
اورګاډې به پنځه سټیشنونه لري، مکه، مدینه، جده، ربیع او د پاچا عبدالعزیز نړیوال هوايي ډګر. ددې پروژې مشر وايي، زیارت کوونکي او ځايي خلک به د اورګاډې په دې نوې سیستم کې د مکې معظمې او مدینې منورې د ښارونو ترمنځ د بل هر ترانسپورت په نسبت کمې پیسې ورکوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.