نظر پوښتنه؛ رحمن الله ګربز ملي لوبډلي ته تر شهزاد محمدي ګټور دی!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

افغان مینوال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز په ملي لوبډله کي تر ۳۳ کلن شهزاد محمدي ګټور بولي.
ستاسو په نظر اوسني وخت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلي غوره ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز او که محمد شهزاد دی؟
دا هغه پوښتنه وه، چي د افغانستان ملي سپورټ چینل پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي خپره کړې وه او مینه والو خپل نظرونه ورکړي وه.
ملي سپورټ وايي، چي ۵۲،۵ سلنو مینه والو رحمن الله ګربز ملي لوبډلي ته غوره ویکټ ساتونکی بللی. ۳۸،۹ سلنو مینه والو محمدشهزاد ملي لوبډلي ته غوره ویکټ ساتونکی بللی، خو ۸،۹ سلنه مینه والو بیا ملي لوبډلي ته دواړه ویکټ ساتونکي غوره بللي دي.
دا سپورټ وايي، چي دې پوښتني ته تر دې دمه ۹۰۱ کسانو ځواب ویلی دی او دا سلنه له دې نظرونو رایستل شوې.

افغان کرکټ ملي لوبډلي ته شهزاد محمدي له یو کلن ځنډ وروسته یو ځلي بیا راستون شوی، خو په ملي لوبډله کي د هغه پر ځای دې یوه کال کي د ځوان ویکټ ساتونکي او د پیل لوبغاړي رحمن الله ګربز څخه ګټه اخیستل کېده.
رحمن الله ګربز ته په لوبډله کي د شهزاد محمدي پر ځای ونډه ورکړل شوه او د ملي لوبډلي لپاره یې خورا ښې لوبي ترسره کړې، چي د شهزاد محمدي په پرتله یې اوس د بورډ، روزونکو، لوبغاړو او مینوالو اعتبار خپل کړی.
رحمن الله ګربز او شهزاد محمدي اوس د ۲۲ کسیزي ملي لوبډلي سره یو ځای د کابل په کرکټ لوبغالي کي په تمرینونو بوخت دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.