ليکنه: سمیع الله درانی
د نومبر په ۲۴ مه نېټه د عربي متحده اماراتو لس اوریز لیګ پای ته ورسېد؛ دې لیګ کې د لسو په
شا او خوا کې افغان لوبغاړي هم په اته لوبډلو کې لوبېدلي.
د دې سیالیو پایلوبه د نومبر په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ وشوه، په دې فاینل کې مرټا عربیئنز لوبډله، چې سږ کال ورسره حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران ولوبېدل، اتلولي یې وګټله او د لومړي ځل لپآره مرټا عربیئنز لوبډلې د دریم پړاو لیګ د اتلولۍ جام هسک کړ.
پایلوبه کې دیکان ګلاډيئټرز لوبډله، چې سږ کال ورسره شهزاد محمدي او ظاهر خان ولوبېدل، ۸۸ منډې جوړې کړې.
شهزاد محمدي په ۷ توپونو د درې څلوریزو په ملتیا ۱۴ منډې وکړې.
مرټا عربیئنز لوبډلې دا هدف د اتم اوور په دوهم د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او دیکان لوبډلې ته یې په ۸ وېکټو ستره ماته ورکړه.
نجیب الله ځدران د اتم اوور په دوهم توپ هسکه شپږیزه ووهله او ټارګېټ یې پوره کړ.
د کرکټ په تاریخ کې د رن اوټونو تازه هېټرېک
د لس اوریز لیګ د پایلوبې په وروستي اوور کې چې ملېنګا ترسره کړ، په څلورم، پنځم او شپږم توپونو رن اوټونه په پرله پسې ډول ترسره شول.
لومړی رن اوټ د بېن کټېنګ و، چې د وروستي اوور په دریم توپ چادوېک والټن ترسره کړ، چادوېک والټن د مرټا عربیئنز لوبډلې وېکټ ساتونکی و، ده په وېکټ ډایرېکټ هېټ یا مستقیم ګوزار وکړ او وېکټې یې وویشتې، ورسره جوخت بېن کټېنګ رن اوټ شو.
دویم رن اوټ د لومړۍ پاڼۍ د وروستي اوور په پنځم توپ چادوېک والټن ترسره کړ؛ هغه دا ځل نان سټرایک وېکټ وویشته او مېګل پرېټوریوس رن اوټ شو.
دریم رن اوټ بیا د اسټرالیایي فواد احمد و، ده توپ اف لوري باندې ولوباوه، یوه منډه یې وکړه، دوهمه منډه یې کوله، چې والټن وېکټې له ترو وروسته سټمپ کړې او دریم رن اوټ هم وشو.
له دې اوټونو سره بیا مبصر او په لوبه تبصره کوونکي ډېني مورېسن چېغې کړې، چې د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل د رن اوټونو هېټرېک وشو.
تاسې به هم له دې وړاندې تر اوسه په کرکټ کې درې پر له پسې رن اوټونه نه وي لیدلي او هېټرېک به نه وي شوی.