ليکنه: سمیع الله درانی
د کرکټ نړیوالې شورا تازه ویلي، چې د ټېسټ او نورو لوبو پرمهال په نو بالونو او ایل بي ډبلیو اوټ کولو کې تېروتنو ستونزې جوړې کړي دي، ځېنې وخت لوبغاړی اوټ وي؛ خو د ان فیلډ یا مېدان لوبڅار اوټ نه ورکوي؛ ځېنې وخت لوبغاړی اوټ نه وي؛ خو لوبڅار اوټ ورکوي.
په دې دواړو حالتونو کې بالر او توپ وهونکی مایوسه کېږي او د لوبڅار له خوا یې پرېکړې خفه کوي.
د آې پي ایل او نورو لیګونو پرمهال داسې ستونزې جوړې شوي او لوبڅارانو تېروتنې کړي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا اوس ویلي چې غواړي یو نوی سیسټم جوړکړي، چې له ان فیلډ لوبڅارانو سره په اوټ او یا نه اوټ کې مرسته وکړي.
یو ځل په برېسبېن سیمه کې د لوبې پرمهال چې د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ ټېسټ لوبه وه، لوبڅار ۲۱ تېروتنې وکړې.
د توپ وهونکي په پېډ بال ولګېد؛ خو لوبڅار وایډ ورکړ!
یو بالر یوه لوبه کې توپ ترسره کړی، چې توپ د توپ وهونکي په پېډ یا پښه ولګېد؛ بالر په مخامخ امپایر اپییل وکړ؛ خو لوبڅار پرځای د دې چې اوټ ورکړي؛ وایډ یې ورکړ.
له دې سره د فیلډینګ یا ډګرساتنې برخې لوبغاړو په کړس، کړس وخندل او لوبڅار یې مسخر کړ.
تېر کال آې پي ایل کې ملېنګا د بنګلور خلاف لوبه کې نو بال وکړ، چې لوبڅار ورنه کړ او لوبغاړی پرې اوټ شو.
له دې وروسته ویرات کولي سخت غوسه شو او د لوبې رسمي کسان یې وګواښل.
د کرکټ نړیواله شورا اوس لاس په کار ده، چې د هندوستان او ویسټ انډیز ترمنځ د ډېسمبر په میاشت کې نوي اصول رمنځته او وکاروي.
د آې پي ایل چارواکي هم غواړي، چې راتلونکي پړاو کې نوي اصول جوړکړي او د نوبال لپاره ځانګړی لوبڅار وګوماري.
د کرکټ نړیواله شورا به د نوو اصولو په لړ کې د ان فیلډ لوبڅار صلاحیت لږ څه محدود کړي، دوی به مخکې له دې چې لوبڅار لېګ بېفور وېکټ یا ایل بي ډبلیو اوټ ورکړي؛ نو دریم لوبڅار به ریوو چمتو کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویاند هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې هڅه کوو کرکټ کې ستونزې له منځه یوسو او د ډېسمبر په ۶ مه نېټه به نوي اصول د هندوستان او ویسټ انډیز ترمنځ سیریزکې پلي شي.
د کرکټ ماهرین وایي، کله چې لوبڅار د تېروتنې له امله تر انتقادونو لاندې راشي؛ نو لوبڅار ورسره هم اغېزمنېږي؛ خو دې سره سره، د لوبې رسمي سمبالوونکي هم تر انتقادونو لاندې راځي، چې دا چاره کرکټ ګواښي.