د پولارډ په صفر سوځیدل او د ویرات کوهلي غوسه.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

پولارډ چې اوسمهال ښه ټچ او فوم کې دی، د هندوستان پر وړاندې یې یوه شل اوریزه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې خورا ښه توپ وهنه وکړه او د ده فوم د دې علت شو، چې د ویرات کولي قهر او غوسه راوپاروي.
خو ویرات کولي ته هیڅ موقع په لاس نه ورتله، چې په پولارډ خپله غوسه سړه کړي.
بالاخره د ویرات کولي د غوسې لپاره د هند او ویسټ انډیز ترمنځ دوه یمه یو ورځنۍ لوبه کې د چهارشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۸ مه نېټه موقع برابره شوه، چې په پولارډ یې وکړي.
دوه یمه یو ورځنۍ لوبه کې پولارډ په شپږم نمبر د هېټېنګ لپاره راښکته شو، خو احمد شمي د ده هیلي ورژولې او په صفر یې له لوبغالي رخصت کړ، کله چې پولارډ په صفر اوټ شو؛ نو ویرات کولي پرې له غوسې ډکه چېغه وکړه او هغه ته یې وویل انډه خوره ووځه.
په همدې لوبه کې ویرات کولي هم په صفر اوټ شوی و او ښایي چې پولارډ پرې غوسه شوی وي او یا یې هم پرې ریشخند وهلی وي؛ نو ځکه کولي ته هم غوسه ورغلې وه او د خپل غچ په انتظار و.
دا چې دوی دواړه لوبډلمشران دي او دواړه په دې لوبه کې په صفر اوټ شوي وو؛ نو پر یو بل یې ریشخند وواهه او غوسې یې وکړې.

په دریوو یو ورځنیو لوبو کې لومړۍ هغه ویسټ انډیز ګټلې، دوه یمه لوبه بیا په ۱۰۷ منډو هندوستان وګټله او درې یمه لوبه کې هم پولارډ ډېره خطرناکه توپ وهنه وکړه.
هغه په ۵۱ توپونو د ۷ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۷۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او ویرات کولي ته یې د خپل خطرناک هېټېنګ او بېټېنګ ځواک وښوده.
ویرات کولي بیا په همدې لوبه کې په ۸۱ توپونو د ۹ څلوریزو په مرسته ۸۵ منډې وکړې.
په دوه یمه لوبه کې د هند دوه اوپنرانو لوکېش راهول او روهېټ شرما ډېره چټکه توپ وهنه کړې وه، روهېټ شرما ۱۵۹ او لوکېش راهول ۱۰۲ منډې کړې وې.
په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بیا شېمرن هېټمېئر او شی هوپ سلیزې وهلې وې او هند ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړې وه.
ویسټ انډیز او هند د ډېسمبر په ۶ مه نېټه د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړې ده.
چې د شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې هندوستان او د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم دوه د یو پر وړاندې هند خپله کړه.