د افغانستان او ویسټ انډیز لوبه، د بري چانس د چا زیات دی؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: سمیع الله درانی
افغانستان او ویسټ انډیز ۶ یو ورځنیو لوبو کې مخ شوي دي، چې درې لوبې افغانستان او دوه ویسټ انډیز ګټلي دي او یوه لوبه د باران له امله بې پایلې شوې ده.
د چهارشنبې په ماسپښین یوه بجه به افغان لوبډله خپله اوومه لوبه کې له ویسټ انډیز سره په لکناو سیمه کې مخ شي.
د کرکټ بورډ په وېنا دا لوبې په افغانستان کې د ملي تلویزیون لوبو چاینل خپروي.
د نننۍ لوبې په اړه بشپړ جزیات، بري چانس، د لوبغاړو انډول، د لوبې انداز او نورو په اړه دلته لږ رڼا اچوو.

د افغانستان لپاره به په بالېنګ کې ډېر موثر رول درې سپېن بالران ادا کړي، راشدخان، مجیب الرحمن او محمد نبي له افغانستان سره باقاعده یا ریګولر توپ اچوونکي دي.
دوی به ځکه زیات بریالي وي، چې درې واړه خورا مشهور او د تجربو څښتنان دي او د هندوستان پیچونه بیا د سپېن بالېنګ لپاره ډېر مساعد دي.
بل پلو دوی درې واړه د آې پي ایل لوبو پرمهال د هندوستان په ټولو ویشتن ځایونو بلد شوي او کولای شي، چې ویسټ انډیز ته په خپله بهترینه توپ اچونه ستونزې جوړې کړي.
مجیب الرحمن په نوي توپ درې ډوله توپ اچونه کوي، چې لیګ برېک ګوګلي، اف برېک او کېروم بال یې خورا خطرناک دی.
په نوي توپ د ده توپ اچونه ځواکمنه او د توپ وهونکي لپاره ملا ماتوونکې ده.
اووم، اتم او له لسو په پورته اورونوکې بیا د محمدنبي توپ اچونه د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده.
دی بیا کیڼ لاسي توپ وهونکي ډېر ژر سوځوي.

راشدخان بیا په زوړ توپ خطري توپ اچونه کوي، چې د نړۍ مشهور توپ وهونکي د هندوستان په ویشتن ځایونو بیټ کولای شي.
بل پلو که یوولس کسیز نوملړ کې د فسټ بالېنګ په برخه کې نوین الحق واخېستل شي، نو لا به ورسره بالېنګ برخه پیاوړې شي.
محمدنبي، راشدخان او قېس احمد بیا په سي پي ایل لیګ کې د ډېرو ویسټ انډیزي لوبغاړو لاین سره بلد دي او هم یې کمزورۍ ورته معلومې دي، که افغان لوبغاړي له هوښیارتیا کار واخلي نو کولای شي، چې ویسټ انډیز مات کړي او سیریز وګټي.
د لوبغاړو پرتله :
که ویسټ انډیز کیڼ لاسی ایوین لیویس لري، افغانستان بیا کیڼ لاسی بې رحمه توپ وهونکی حضرت الله ځاځی لري، که لس اورونو سرکل یا دایرې پورې ځاځی په سټرایک پاتې شي په یواځې ځان نیمه سلیزه یا له دې بره منډې جوړولی شي.
لیویس او ځاځی دواړه اوپنر توپ وهونکي دي.
که ویسټ انډیز په مېډل یا منځنۍ برخه کې د هیټ لپاره کيڼ لاسی توپ وهونکی شېمرن هېټمېئر لري، افغان لوبډله بیا توپاني کیڼ لاسی توپ وهونکی نجیب الله ځدران لري.
که ویسټ انډیز کیرون پولارډ په څېر الراونډر لري، افغان لوبډله بیا له تجربو ډک الراونډر محمدنبي عیسی خېل لري.
که ویسټ انډیز د وېکټې درولو لپاره شی هوپ لري، افغان لوبډله بیا د تخنیک څخه ما امال رحمت شاه زرمتی لري.
که ویسټ انډیز سونېل امبرېس لري، مونږ بیا جاوېد احمدي لرو، چې ځواب کې به ترې کم نه وي.
که ویسټ انډیز ځوان لوبغاړي شېفرډ، برېنډن کېنګ او هایډېن والش لري، افغانستان بیا ابراهیم ځدران، شرف الدین اشرف او اکرام علي خېل لري.
همدارنګه نوین الحق هم خورا ښه توپ اچوونکی دی.
نو که د لوبغاړو انډول ته وګورو افغان لوبډله ترې هیڅ کمه نه ده، بلکې لا مشهور لوبغاړي په افغان لوبډله کې شته او لوبېږي.
نو زمونږ لوبډله مُرال، تخنیکي لوبې، ځواکمنې او متوازنې ډګرساتنې، ښه پلان او همغږۍ ته پوره اړتیا لري.
ویسټ انډیز په نړیوال جام کې له افغان لوبډلې سره مخ شو؛ خو افغان لوبډلې ته یې په ۲۳ منډو ماته ورکړه.

خو د ۲۰۱۸ م کال په وروستیو کې افغانستان بیا ویسټ انډیز ته د نړیوال پنځوس اوریز جام غوراوي سیالیو پایلوبه کې ماته ورکړه او اتلولي افغانستان وړې وه.
د ویسټ انډیز احتمالي لوبډله
لیویس، برېنډن کېنګ، شی هوپ، نیکولاس پوران، شېمرن هېټمېئر، کېرون پولارډ، جېسن هولډر، روسټن چېس او یا هم کاري پېري، کیمو پال، شېلډن کاټرېل او هایډېن والش.