![Untitled-8 رنګین تجريدي ډیزاین](https://yaraan.com/wp-content/uploads/2024/05/Untitled-8-678x381.jpeg)
ليکنه: سمیع الله درانی
د بنګله دېش کرکټ بورډ د هندوستان د کرکټ د کنټرول له ادارې غوښتي، چې د اسیا یوولس کسیزې غوره لوبډلې لپاره، د نړۍ د غوره یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې دوو شل اوریزو لوبو لپآره اووه لوبغاړي ورکړي.
د بنګله دېش کرکټ بورډ په داسې حال کې له هند څخه د اووه لوبغاړو غوښتنه کوي، چې هندوستان تازه د ویسټ انډیز پر وړاندې د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړې ده.
د هندیانو زیاتې هیلې وې، چې ایم ایس ډوني به د ویسټ انډیز خلاف سکواډ کې واخېستل شي، خو لا هم نه دی اخېستل شوی.
د نړۍ د دوو غوره لوبډلو ترمنځ دوه شل اوریزې لوبې کېږي
د هندوستان د کرکټ بورډ له خوا د نومبر په ۲۶ مه نېټه خبر خپور شوی، چې پکې راغلي، د بنګله دېش کرکټ بورډ ورڅخه غوښتي، چې اووه لوبغاړي ورکړي، ترڅو یې د اسیا ځواکمنه لوبډله کې ولوبوي.
د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په ۱۸ مه او ۲۱ مه نېټه به د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه د دوو غوره لوبډلو کوربنه وي.
د نړۍ یوولس کسیزه غوره لوبډله به د اسیا یوولس کسیزې غوره لوبډلې پر وړاندې دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
تر اوسه د دواړو لوبډلو لپاره نوملړونه یا سکواډونه نه دي اعلان شوي او دغه لوبې کابو څلور میاشتې وروسته کېږي.
د بنګله دېش کرکټ بورډ له هندي بورډ څخه غوښتي، چې ویرات کولي، ایم ایس ډونی، روهېټ شرما، جسپرېت بومرا، هارډېک پانډیا، بونېشور کومار او روېندرا جدیجا ورکړي، ترڅو د نړۍ بلې لوبډلې پر وړاندې مارچ میاشت کې ولوبېږي.
بنګله دېش غواړي دا دوه سیالۍ د دې لپاره ترسره کړي، چې د دې هېواد د پخواني لومړي وزیر شېخ مجیب الرحمن د سلمې کالیزې جشن ولمانځي.
شیخ مجیب الرحمن ته د بنګله دېش د بنسټ اېښودنې پلار ویل کېږي، هغه یو بنګالی سیاست مدار و، چې په ۱۹۲۰ م کال کې د مارچ په ۱۷ مه نېټه زېږېدلی و او د ۱۹۷۵ م کال د اګسټ په ۱۵ مه نېټه وفات شوی دی.
خو اوس هم د بنګله دېشیانو ترمنځ خورا محبوب نوم دی.
د نړۍ د یوولس کسیزې او د اسیا د یوولس کسیزې غوره لوبډلو په منځ کې به افغان لوبغاړي هم وي او راتلونکي کې به ثابته شي.