سمیع الله درانی
د اسیا ایمرجېنګ جام سیالۍ چې د اته لوبډلو په ګډون د نومبرپه ۱۴ مه نېټه د څلورو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۱ مه نېټه یې دوهمه نیمه پایلوبه د بنګله دېش ایمرجېنګ او افغانستان ایمرجېنګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
بنګله دېش د ټاس په ګټلو سره افغان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، افغان لوبډلې په پنځوس اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د دروېش رسولي د غوره ۱۱۴ منډو په مرسته ۲۲۸ منډې وکړې.
رسولي په ۱۲۸ توپونو د ۷ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۱۱۴ منډې وکړې.
رسولي داسې مهال په منځنۍ برخه کې توپ وهنې ته راغی، چې سمیع الله شینواری، عبدالمالک، شاهدالله کمال، شوکت زمان او مُنیر احمد کاکړ په ۶۹ منډو کې سوځېدلي وو.
د بنګله دېش لپاره درې وېکټې حسن محمود او درې وېکټې سومیا سرکار واخېستې.
بنګله دېش لپاره اوپنرانو خورا چټک او مثبت سټارټ واخېست؛ نعیم په ۱۷ منډو وسوځېد؛ خو سومیا سرکار بیا ۶۱ منډې وکړې.
ون ډاون کې لوبډلمشر نجم الحُسېن شنټو ۵۹ چټکې منډې وکړې، دی هم د عبدالواسع له خوا رخصت کړل شو.
په څلورمه وېکټ بیا یاسرعلي او عفیف حُسېن بیا ۷۵ منډې ملګرتیا وکړه او لوبډله یې بري ته ورسوله.
عفیف ۴۵ ناسوځېدلې او یاسرعلي بیا ۳۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
بنګله دېش په ۳۹ اعشاریه ۵ اورونوکې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ او افغان لوبډله یې په ۷ وېکټو او لس اورونو ماته کړه.
افغانستان په څلور لوبو کې دوه وبایللې او دوه یې وګټلې او په څلورو غوره لوبډلو کې حساب شوه.
هند د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۲۰ مه نېټه پاکستان ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ورسېد.
پآکستان او بنګلادېش تر اوسه لوبه نه ده بایللې او دواړو لوبډلو څلور، څلور لوبې ګټلي دي.
د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۳ مه نېټه دواړه لوبډلې د اتلولۍ لپاره لوبغالي ته ښکته کېږي.
د اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو تاریخچه
د اسیا ایمرجېنګ جام سیالۍ لومړی ځل په ۲۰۱۳ م کال کې ترسره شوې وې، چې اتلولي یې هند ګټلې وه او پاکستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړې وه.
دوهم ځل په ۲۰۱۷ م کال کې ترسره شو، چې سریلانکا یې اتلولي وګټله او پاکستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړې وه.
دریم ځل په ۲۰۱۸ م کال کې ترسره شو، چې سریلانکا یې اتلولي وګټله او هند ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.
او ۲۰۱۹ م کال کې یې څلورم پړاو دی، چې د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۳ مه نېټه به یې اتله لوبډله معلومه شي.
دوې مخکښې لوبډلې د اتلولۍ لپاره مقابله کوي.