دریم لوبڅار ته د نو بال د چېک کولو صلاحیت او مسئولیت ورکړل شو.

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: سميع الله درانی
د کرکټ په اوږدو کې د لوبغالي له لوبڅارانو ډېرې تېروتنې شوي او لا دا لړۍ روانه ده؛ تر اوسه فرانټ فوټ نو بال مسئله په درست ‌ډول نه ده حل شوې.
د اسټرالیا او پاکستان په ټېسټ لوبو کې په یوه ورځ لوبڅار ۲۱ نو بالونه نه وو ورکړي او دې چارې د کرکټ منتقدینو ته لا لاره خلاصه کړه، چې په کرکټ انتقادونه وکړي.
د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه د کرکټ ماهرینو د لوبڅار پر چال چلند نیوکې وکړې.
یو ځل یوه ټېسټ لوبه کې په تېره نومبر میاشت کې بالر توپ وکړ، د توپ وهونکي په پېډ ولګېد، بالر اپیل وکړ خو لوبڅار پر ځای د دې چې ایل بي ډبلیو اوټ ورکړي؛ وایډ یا پراخ بال یې ورکړ.
دې سره لوبغاړو په لوبڅار وخندل او په لوبغالي کې یې له خندا ځانونه پر ځمکه وغورځول.
دې چارې د کرکټ نړیواله شورا هم مجبوره کړه، چې د نوبال غم وخوري.
اوس د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې دریم لوبڅار ته یو بل ستر مسئولیت ورپه غاړه شو؛ هغه د نوبال د چېک او ورکولو یا نه ورکولو پرېکړه ده.
د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر په وروستیو کې ویلي وو، چې د نوبال نښه کول به د یو بل لوبڅار کار شي؛ بالاخره یې د ډېسمبر په ۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دریم لوبڅار به په دقیق او بشپړ ډول نو بال څاري.

د دریم لوبڅار لپاره د نو بال چېک کولو مسئولیت د ډېسمبر په ۶ مه نېټه د ویسټ انډیز او هندوستان سیریز کې په رسمي ډول وسپارل شو او له دې وروسته به پلی کېدونکی وي.
د هندوستان او ویسټ انډیز ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو سیریز د ډېسمبر په ۶ مه نېټه د جمعې په ورځ په هندوستان کې پیل شو.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي « که چېرته بالر نو بال وکړي او د لوبغالي لوبڅاران پرې پوه نه شي او ور یې نه کړي، دریم لوبڅار به توپ چېک کوي او بیا به پرې د مېدان له لوبڅارانو سره خبرې کوي، د مېدان لوبڅاران به تر هغې د نو توپ پرېکړه نه کوي، ترڅو چې ورته دریم لوبڅار پوره پرېکړه نه وي اورولې».
کله چې د دریم لوبڅار له خوا د نوبال دقیقه پرېکړه وشوه، بیا د لوبغالي لوبڅار نو بال ورکوي.

نو اوس ګورو چې ایا له دې چارې سره به د کرکټ په ډګر کې د نوبال ستونزه حل شي او کنه؟