اې پي ایل کې د لوبغاړو د اخیستو په اړه د نبي، راشد او شهزاد څرګندونو بېلابیل عکس العمل رامخې ته کړي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغان کرکټ لوبډلې د پياوړي الرونډر محمد نبي عیسی خېل ژوندۍ ویډیو په فیسبوک کې د کرکټ د مینوالو بېلابیل عکس العملونه راپارولي دی.
کرکټ پال، مینوال او شنونکي وایې، محمد نبي عیسی خېل د کرکټ بورډ د چارواکو په خوله د بورډ دچارواکو ملاتړ کړی.
په یوه ژوندۍ ویډیو کې د محمد نبي عیسی خېل تر څنګ افغان سلو توپ اچوونکی راشد ارمان، ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي او الرونډر لوبغاړی سمیع الله شینواری لیدل کیږي چې په افغان پریمیر لیګ یې خبري کړي دي.
ویډیو د محمد نبي عیسی خېل له پاڼې په ژوندۍ بڼه خپرېده او په خبرو او بنډار کې ورسره راشد ارمان او شهزاد محمدي هم برخه لرله.
محمد نبي عیسی خېل په خپله د ویډیو پیل وکړ، په پيل کې د یوه مینوال د پوښتنې په ځواب محمد نبي په پیل کې ومنله چې تېزه توپ اچوونه کې لا هم ستونزه شته، د دولت ځدران او وفادار مومند د ټپي کېدو خبره یې تازه کړه.
ترې وروسته یې له مینوالو د پيلیدونکي اسیایې جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا لپاره دعا وغوښتله.
په همدغه ویډیو کې نبي عیسی خېل د راتلونکي افغان پریمیرلیګ په جوړیدو د افغان کرکټ بورډ ستاینه کړې او د بورډ له شته مشرانو یې مننه کړې چې یې د بورډ چارې په ښه شکل سره پرمخ بیولي دي.
په دغه ویډیو کې محمد نبي عیسی خېل وایې، دا چې ځینې لوبغاړي نه دی اخیستل شوي په لوبډله کې یې ځای نه جوړیده.
راشد ارمان، شهزاد محمدي او محمد نبي عیسی خېل په دغه شرېکه ویډیو کې وایې هر لوبډلې د خپلې اړتیا اړوند لوبغاړي اخیستي او هغه لوبغاړي چې نه دي اخیستل شوي د لوبډلو څښتانانو او دوی ورته په ټیمونو کې مناسب ځای نه دی موندلی.
راشد ارمان بیا د کرکټ د یو شمیر شنونکو هغه خبرې په دغه ویډیو کې رد کړي چې ګواکې لوبډلې د کرکټ بورډ په خوښه جوړې شوي او د لوبډلو په جوړېدو کې د لوبډلو د مالکانو او لوبغاړو رول کم وه.
دوی په غیرې مستقیم ډول هغه لوبغاړو ته تسلیت ورکړی چې په افغان پریمیر لیګ کې نه دي اخیستل شوي.
دغه شرېکه ویډیو شاوخوا نیم ساعت دوام کوي، پکې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې شوي چې ډېره به یې د(اې پي اېل) پر سر وروستیو راولاړو شویو خبرو او ناندریو ته ځانګړې شوې.
محمد نبي عیسی خېل وایې، هر لوبغاړی یو ایجنټ لري چې نړیوالو لیګونو کې د هغه په اخیستلو کې د لوبغاړو مرسته کوي.
عکس العملونه څه دي؟
بلخوا د کرکټ شنونکي وایې، دغه درې واړو لوبغاړو د کرکټ بورډ په فرمایش خبرې کړي او په خبره یې په دغه کار سره به لوبغاړي هغه ځای چې د مینوالو په زړونو کې پیدا کړی له لاسه ورکړي.
دغه ډله وایې، د نبي عیسی خېل او نورو لوبغاړو خبرې په غېرې مستقیم ډول د ملي لوبډلې د پیلیز لوبغاړي نورعلي ځدراڼ د تېرې ورځې د خبرو پورې مربوطې دي.
په دغه ویډیو کې دغه لوبغاړي په افغان پریمیر لیګ کې د خپل منیجر شېراغا همکار ستاینه کوي خو نورو ترې وړمه ورځ سر ټکولی و.
یو شمېر لوبغاړو وړمه ورځ په افغان پریمیر لیګ کې د دوې د نه اخیستلو په تړاوو د خپل حق غوښتلو خبرې په ټولنیزه مېډیا کې راپورته کړې.
شاپور ځدراڼ، نورعلی ځدراڼ، روښان بارکزی او څو نورو لوبغاړو د کرکټ بورډ د هغه توپیري چلند څخه پرده پورته کړه چې د لوبغاړو سره کړې.
دغو لوبغاړو په ټولنیزه مېډیا کې پوسټونه وکړه او کرکټ مینوالو ته یې په یوه ویډیو پروګرام کې د کرکټ بورډ د ناوړه کړنو د برسېره کولو ژمنه ورکړه چې تر اوسه یوازې نورعلي ځدران ویډیو پر فیسبوک خپره شوه چې پکې د اې پي ایل او یو شمېر لوبغاړو سره د کرکټ بورډ په چلند غږیدلی و، خو نورو لوبغاړو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.
د لوبغاړو د نه اخيستلو په تړاوو کرکټ بورډ په خپله صفحه لا له وړاندي سپناوی ورکړی و او لیکلي یې وه چې د لوبغاړو اخیستل د لوبډلو د مالکانو پورې اړوند دی او دوې پکې هېڅ رول نه لري خو د کرکټ مینوالو له سختو نېوکو وروسته میرویس اشرف او حشمت الله شهېدي دوو لوبډلو ته ورکړل شوه او نورو لوبغاړو په تړاوو هم وویل شوه چې ژر به دوی هم په نورو لوبډلو تقسیم شي.
قسیم هلال د کرکټ یو پوه د کرکټ بورډ چارواکي په بې غورې تورنوي او وایې چې د بورډ مشران اوس غواړي چې خپلې تېروتنې د لوبغاړو په خولو سمې کړي.
دی وایې دا چې راشد ارمان او محمدنبي عیسی خېل په کرکټ کې زیات مینوال لري نو بورډ هم غواړي چې د کرکټ مینوال هم د دوی په خبرو ارام کړي او خپلې کړې تېروتنې پټې کړي.
د ده په خبره د لوبغاړو دغه لویدلي حرکتونه نه یوازې دا چې د خلکو په وړاندي د لوبغاړو مینه کموي بلکې د هېوادوالو په زړونو کې د کرکټ مینه هم رژوي.
هلال زیاتوي، لوبغاړو یو فرمایشي ژوندۍ ویډیو کړې او پکې د کرکټ بورډ د مشرانو پر تېروتنو د پردې اچولو هڅه شوي.
د کرکټ یو بل پوره عبدالرزاق صافي وایې، د کرکټ بورډ پلوه لوبغاړو، کرکټ بورډ مخالف لوبغاړو او کرکټ بورډ تر منځ خبرې لا نورې تودېدونکي دي.
دی دا هر څه د کرکټ په زیان ګڼي او وایې که یې مخه ونه نیول شي نو د کلونو خوارې د خوارو سره خوارې شي او افغان کرکټ مینوال به یو ځل بیا پردیو لوبډلو ته د لاسونو د پړکولو لپاره پاتې شي.
د لوبغاړو او کرکټ بورډ تر منځ ناندرۍ وروسته له هغې راولاړې شوې چې یو شمېر مهم لوبغاړي په اې پي ایل په سیالیو کې وانخیستل شوه او کرکټ بورډ یې رسنیو ته د ټپي کېدو خبرونه ورکړي وه.
خو له ډلې یې نور علي ځدران په یوه خپرې کړې ویډیو کې ویلي چې رک روغ دی خو کرکټ بورډ ترې ناورغ جوړ کړی.