ليکنه: مدثر دعوت
د اسيا ايمرجينګ کپ سيالۍ نن سهار پيل سوې.
په لومړۍ لوبه کي پاکستان وکولای سوه چي افغان لوبډلي ته په ډيري اسانۍ سره ماته ورکړي.
د لوبي پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د توپوهني پريکړه وکړه.
افغان توپ اچوونکو د ۴۲،۲ اوورونو په لوبولو سره په ۱۰ ويکټو يوازي ۱۳۸ منډي وکړې.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کي ترټولو ډيري منیراحمد کاکړ ۴۱،بهيرشاه محبوب ۱۷ او وحيدالله شفق ۱۶ منډي وکړې.
د پاکستان لپاره احمدبټ او خوشدل شاه دوې دوې همدارنګه عمرخان يوه ويکټه او محسن خان ۴ ويکټي ترلاسه کړې.
د ۱۳۹ منډو هدف پاکستان په ډيري اسانۍ سره پوره کړ.
د پاکستان لپاره په توپوهنه کي عمر يوسف ۳۸، روحيل نذير ۵۳ منډي وکړې.
افغان توپ اچوونکو نجات مسعود او عبدالواسع يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
بل خوا بیا د افغانستان او پاکستان د لوبي ترڅنګ نن په ايمرجينګ کپ کي څو نوري لوبي هم ترسره سوې.
هندوستان په ۷ ويکټو نيپال ته، بنګلديش په ۹ ويکټو هنکانګ ته همدارنګه عمان په ۴ ويکټو سريلانکا ته ماته ورکړه.
افغان لوبډله په روان جام کي دويمه لوبه د رواني مياشتي په ۱۶مه نيټه د عمان او دريمه لوبه په ۱۸مه نيټه د سريلانکا سره لري.