۳ افغان لوبغاړي د پاکستان ليګ لپاره په معتبره کټګورۍ کي وړاندي کيږي!

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د پاکستان سوپرليګ لپاره ۳ افغان لوبغاړي په پلاتينوم کټګورۍ کي بولۍ ته وړاندي کيږي.
محمدنبي، راشدخان او مجيب الرحمن هغه لوبغاړي دي چي د PSL بولۍ ته به د ۲۸ بهرنيو لوبغاړو په ګډون وړاندي سي.
د پاکستان سوپرليګ بولۍ چي د ډسمبر میاشتي په لومړۍ اونۍ کي ترسره کيږي په ۵ کټګوريو کي ورته لوبغاړي وړاندي کيږي.
FB IMG 1573544335770 1 ۳ افغان لوبغاړي د پاکستان ليګ لپاره په معتبره کټګورۍ کي وړاندي کيږي!
د ټولو کټګوريو د لوبغاړو نوملړ به د رواني مياشتي تر ۲۱مي نيټې وړاندي اعلان سي.
لا تر اوسه د سروزرو، سپينو زرو،الماسو او ايمرجينګ کټګوريو د لوبغاړو ليست ندی اعلان سوی.
دا بولۍ د ۲۰۲۰ز کال پاکستان سوپرليګ لپاره د پاکستان په لاهور ښار کي ترسره کيږي.
د پلاټینوم په کټګوري کي د نړۍ معتبر لوبغاړي انتخاب سوي.
FB IMG 1573652786980 ۳ افغان لوبغاړي د پاکستان ليګ لپاره په معتبره کټګورۍ کي وړاندي کيږي!
د افغانستان څخه مجيب الراحمن،محمدنبي او راشدخان.
د اسټراليا څخه ډان کريسټين، کريس لين او بين کټينګ.
د انګلستان څخه معين علي،عادل راشد،هري ګرني،اليکس هيلز، کريس جوردن،ليام پلنکيټ او جيسن رای.
د نيپال څخه سنديپ لاميچن او د نيوزلينډ څخه کولين منرو.
د سويلي افريقا څخه هاشم املا،کولين انګرام، ډيل سټاين، ريلي رسو،جی پي ډومني او عمران طاهر.
د سريلانکا څخه انجيلامتيوز او ټيسارا پريرا.
د ويسټ انډيز څخه کارلوس براټويټ،ډواين براوو،ايوين ليويس،سونيل نارين او کيرن پولارد شامل دي.
هره لوبډله کولای سي چي د ۱۵ څخه تر ۱۸ لوبغاړي رانيسي.
74582980 194544444906880 117579969588101120 n 1 ۳ افغان لوبغاړي د پاکستان ليګ لپاره په معتبره کټګورۍ کي وړاندي کيږي!
او هره لوبډله کولای سي د تير پړاو ۸ لوبغاړي د ځان سره وساتي.
يوازي په پلاټينوم کټګورۍ کي ۳ افغان لوبغاړي کټګورۍ ته وړاندي کيږي چي د پاته څلور کټګوريو ليست کي به هم په ډيرشمير افغان لوبغاړي موجود وي.
خو دا لا تر اوسه مالومه نده چي د افغانستان کريکټ بورډ به خپلو لوبغاړو ته په پاکستان ليګ کي د لوبيدو اجازه ورکړي او که يا.