کرکیټ بورډ: د خوست کرکیټ لوبغالي رغنیز کارونه ۹۹ سلنه بشپړ شوي- انځورونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د خوست کرکیټ لوبغالی به په راتلونکو دوو اونیو کي د ۷ زره نندارچیانو لپاره چمتو شي.
افغان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي د خوست په کرکیټ لوبغالي کي د زیاتو نندارچیانو د ځای برابرولو چاري په چټکۍ سره رواني دي.
بورډ وایي، چي اوس یې چاري ۹۹ سلنه بشپړي شوي.
د خوست ولایت په دې کرکیټ لوبغالي کي پخوا درې زره نندارچیان ځایېدل، چي د نوو ځای ناستو جوړولو سره به د ۷ زره کسانو د ناستي ظرفیت ولري.
د زیاتو نندارچیانو د ځای ناستي جوړولو لپاره شرکت ته درې میاشتي وخت ورکړل شوی وو، خو د شرکت د مالي ستونزو له امله دغه رغنیزي چاري د ډېري مودې لپاره ځنډېدلې وي، چي اوس مهال یو ځلي بیا پرې په چټکۍ کار روان دئ.
د افغانستان کرکیټ بورډ اجرائیوي مشر لطلف الله ستانکزي هم څه موده مخکي خوست ولایت ته سفر کړی وو او د یاد لوبغالي د رغنیزو چارو څخه یې لیدنه کړې وه.
لطف الله ستانکزي د شرکت مسئولینو ته سپارښتنه کړې وه، چي په لوبغالي کي د نندارچیانو د ځای ناستي د پراخېدو په موخه ټولي ورسپارل شوي چاري په لوړ کیفیت او ښه توګه ترسره کړي.




 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.