ډيويډ وارنر په ۲۰ اووريز سيريز کي ناسوځيدلی پاته سو!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
د اسټراليا او سريلانکا ترمنځ د ۳ شل اووريزو لوبو سيريز پايته ورسيدی.
سريلانکا د سيريز يوه لوبه هم ونه ګټله او د اسټراليا له لوري کلين سويپ سوه.
ډيويډ وارنر د اسټراليا لپاره د غوره اوپنر دنده اجرا کړه او ويې سول کولای په هره لوبه کي ځانګړې توپوهنه وکړي او خپله لوبډله بريا ته ورسوي.
د ۳ لوبو په سيريز کي د سريلانکا يو توپ اچوونکی پدې ونه توانيدی چي حد اقل يوځل هم ډيويډ وارنر وسوځوي يايې هم د نيمه سليزي څخه راوګرځوي.
FB IMG 1572609539379 ډيويډ وارنر په ۲۰ اووريز سيريز کي ناسوځيدلی پاته سو!
ډيويډ وارنر د سريلانکا په وړاندي لومړۍ لوبه کي سليزه ووهله په دويمه لوبه کي يې ۶۰ منډي وکړې او په دريمه لوبه کي يې ۵۷ ناسوځيدلي منډي وکړې،او ويې سول کولای چي په نړيوال شل اووريز کريکټ کي ۲۰۰۰ منډي پوره کړي.
نوموړی ۳ واړه لوبو کي غوره لوبغاړی اعلان سو، همدارنګه وارنر د سريلانګا په وړاندي د سيزيز د غوره لوبغاړي جايزه هم وګټله.
FB IMG 1572609522666 ډيويډ وارنر په ۲۰ اووريز سيريز کي ناسوځيدلی پاته سو!
هيره دي نه وي چي تر يو کلن بنديز وروسته دا لومړی نړيوال ۲۰ اووريز سیریز دی چي ډيويډ وارنر پکښې ولوبيد.
ډيويډ وارنر په روان ۲۰۱۹ز کال کي په ۲۲ شل اووريزو لوبو کي په ۷۰.۷۵ اوسط سره ۱۱۳۲ منډي کړي چي ۲ سليزي لري.
FB IMG 1572610237399 ډيويډ وارنر په ۲۰ اووريز سيريز کي ناسوځيدلی پاته سو!
نوموړي د نړيوال شل اووريز کريکټ په ۷۳ لوبو کي ۲۰۰۹ منډي کړي چي ۱۵ نيمه سليزي او يوه سليزه لري.