پخواني ولسمشر حامد کرزي او افغان کرکټ ستوري راشد خان کابل هوايي ډګر کې سره کتلي دي

په عکس کې حامد کرزی او راشدخان سره ناست ښکاري

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړي راشد خان سره کتلي دي.

دا کتنه داسې مهال په کابل هوايي ډګر کې شوې ده چې پخواني ولسمشر حامدکرزي ته له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته له افغانستان څخه بهر د سفر اجازه ترلاسه کړې او د کرکټ افغان ستوری راشد خان چې له څلور کلن ځنډ وروسته هېواد ته ستون شوی و هلته له څو ورځو تیرولو بیرته د شل اوریز جام سیالیو کې د ګډون لپاره ویسټ انډیز ته د سفر مخه کړې دی.

دې دواړو مخکښو افغانانو  پخواني ولسمشر حامد کرزي او کرکټر راشد خان تر سفر وړاندې په کابل هوايي ډګر کې سره کتلي دي.

حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي: “نن د افغانستان پخواني ولسمشر جناب محترم حامد کرزي د خپلې درملنې لپاره المان ته روان شو او راشدخان د نړیوال جام سیالیو ته لاړ.”

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د واک ته د طالبانو تر بیا ځلي ستنیدو وروسته له خپلې کورنۍ سره کابل کې پاتې دی.

حامد کرزي ته نږدي سرچینو یاران ته ویلي چې نوموړي ته په تیر یو کال کې د جرمني، چین او ایران په شمول د ځینو هېوادونو له خوا د سفر بلنې ورکړل شوې وې خو د امارت د چارواکو له خوا  د سفر اجازه نه وه ورکړل شوې.

دې سرچینو ویلي چې اوس  پخواني ولسمشر حامد کرزي اجازه ترلاسه کړې چې د سترګې د یوې وړې جراحي عملیاتو لپاره جرمني ته سفر وکړي.  حامد کرزی د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۳ م کال کې جرمني او انګلستان ته  سفر کړی وو.

راشد خان بیا افغانستان کې له څو ورځو تیرولو وروسته بیرته په سفر ځي.

د کرکټ نامتو افغان ستوری راشد خان بیا تر څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته د تیرې شنبې مې ۱۸ مه افغانستان ته ستون شو.  د افغانستان کرکټ بورډ افغانستان ته په تیرو څلورو کلونو کې د راشد خان نه ستنیدل د هغو د لوبو بوخت مهال ویش وباله.

راشد خان په کابل کې د کرکټ بورډ د رسنیو برخې سره په یوه مرکه کې ویلي چې په دې دوو ورځو کې چې یې وطن کې تیرې کړې، خپل پلرني ټاټوبي ننګرهار ته ولاړ او همدارنګه یې په کابل کې خپل مینه وال او دوستان ولیدل .

راشد خان، د افغانستان کرکټ ستوری، د ځوانو کرکټرانو او ملاتړ کونکو له خوا په تود هرکلي سره مخ شو. هغه ته د ګلونو ګېډۍ ورکول کېږي او په سره غالۍ باندې ولاړ دی په داسې حال کې چې د ګلونو پاڼې پرې شیندل کېږي. ځوان کرکټران چې په خپلو رنګین یونیفورمونو کې دي، د خوښۍ او ستاینې په حالت کې شاوخوا ولاړ دي.

هغه د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې له دوو ورځو تیرولو وروسته بیرته ویسټ انډیز ته روان شو چیرې چې به د کرکټ په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې کیپیتاني وکړي.

 د افغانستان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ وویل چې نور افغان  لوبغاړي لا دمخه په دې نړیوال جام کې د ګډون لپاره ” د کربین سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته ورسېدل، چېرې به چې دوی د یادو سترو سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه لس ورځنی تمریناتي کمپ ترسره کړي.”

About یاران سپورت 1 Article
ياران سپورت د یاران د هغو داوطلبو سپورتي خبریالانو ډله ده چې د یاران لپاره د سپورت او لوبو په ځانګړې توګه د کرکټ او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبو په اړه خبرونه او معلومات چمتوي کوي.