پاکستان تر ۱۰ کلن ځنډ وروسته د ټیسټ کريکټ کوربتوب کوي.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
وروسته له ۱۰ کلونو پاکستاني مينوال ټيسټ کريکټ په خپل کور کي ننداره کوي.
د پاکستان کريکټ بورډ اعلان وکړ چي سريلانکايي لوبډله چمتو ده ترڅو راتلونکې ډسمبر مياشت کي د ۲ ټیسټ لوبو لپاره پاکستان ته راسي.
سريلانکايي لوبډله مياشت وړاندي هم پاکستان ته تللې وه او هلته يې شل اووريزي او يو ورځنۍ لوبي ترسره کړې.
SL celebrating پاکستان تر ۱۰ کلن ځنډ وروسته د ټیسټ کريکټ کوربتوب کوي.
پاکستاني مينوال له ډيره وخته پدې هيله او ارمان وه چي په خپل کوربتوب نړيوالي لوبي ترسره کړي پداسي حال کي چي افغان کريکټ بورډ ته يې هم کال وړاندي وړانديز کړی وو خو افغان کريکټ بورډ رد کړ.
سويلي افريقا، بنګلديش او سريلانکا هغه لوبډلي دي چي تر اوسه يې په پاکستان کي په وروستيو کلونو کي يو ورځنۍ او شل اووريزي لوبي کړي.
د سريلانکا کريکټ بورډ دا خبر تائيد کړی نو داسي بريښي چي د ټیسټ لپاره يې ورتګ حتمي دی ځکه د کريکټ نړيوالي شورا هم دا خبر تائيد کړی.
IMG 20191114 123156 پاکستان تر ۱۰ کلن ځنډ وروسته د ټیسټ کريکټ کوربتوب کوي.
لومړۍ ټیسټ لوبه د ډسمبر مياشتي په يوولسمه نيټه پيليږي او په ۱۵مه نيټه پایته رسيږي.
همدارنګه دويمه ټيسټ لوبه د ډسمبر مياشتي په ۱۹مه نيټه پيليږي او په ۲۳مه نيټه پايته رسيږي.
IMG 20191114 120249 1 پاکستان تر ۱۰ کلن ځنډ وروسته د ټیسټ کريکټ کوربتوب کوي.
دا دواړي لوبي به د راولپنډي او کراچي لوبغالو کي ترسره سي.
پاکستانۍ لوبډله اوس په اسټراليا کي ده او د اسټرليا سره يې لاهم ټيسټ لوبي پاته دي.