هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
که څه هم دا حقيقت دي چې نړيوال جامونه د لوبډلي په واسطه ګټل کېږي،خو يو لوبډلمشر د لوبي په ګټلو کې مهم رول لري.
که چېرې يوه لوبډله ټول نړيوال جام په خپل نوم کوي نو دلته يوازنی کس لوبډلمشر دی چې څنګه وکولای سي لوبه په خپل واک کي واخلي او دمخته تګ لپاره زمينه برابره کړي.
ځيني داسي حالتونه دلوبې په وخت کي راځي چي يوه لوبډله ترپوره فشار لاندې وي ،خو يو لوبډلمشر دتوپ اچوونکو او توپ وهونکو په انتخاب سره کولای سي چې لوبه په بل اړخ واړوي او دده لوړ مرال همېش د لوبغاړو په ښې لوبي کولو دلالت کوي.
د لوبغالي دکنټرول سره سره لوبډلمشرانو په خپل غوره توپ وهنې او توپ اچونې سره خپل لوبډله تربريا پوري رسولې ده.
نړيوال جامونه يوازي ۵ لوبډلو ګټلي دي.
راسئ خبر سو چې څنګه لوبډلمشران توانېدلي، ترڅو دخپلي ښې لوبې او پريکړي په اغېز لوبډله دنړيوال جام بريا ته ورسوي.
۱ـ کلايب لوييډ (۱۹۷۵&۱۹۷۹)
images 2019 06 27T080011.258 هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!
کلايب لوييډ دوه ځلې پرلپسې ويسټ انډېزۍ لوبډله په خپلې غورې لوبډلمشرۍ سره دنړيوال جام تربريا ورسول.
که څه هم ده يوه غوره لوبډله درلودل اړتيا يې نه وه چې ځان ترفشار لاندي راولي اوکولای يې سول هره لوبډله ډېر ژر له منځه يوسې خو دده مشرتوب او غوره لوبه ډېرځلې ددې لامل وو چې ويسټ انډيز به بريا ته رسيږي.
په ۱۹۷۵ز کال نړيوال جام پايلوبه کې ويسټ انډيز د اسټراليا په وړاندي په ۵۰ منډو کي ۳ لوبغاړي (ډينيس ليلي،جيف تامسن، او ګيري ګيلمور) له لاسه ورکړي وه.
خو لوييډ وکولای سول په ۵۸ توپونو ۱۰۲ منډي ترسره کړي او په ۶۰ اوورونو کې خپله لوبډله د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۱ منډو ته ورسوي.
لوييډ وکولای سول چې په خپلي غوره لوبډلمشرۍ سره د اسټراليا توپوهنه کنټرول کړي.
اسټراليا په ۱۲ اوورونو کي د ۱ وکټي په زيان يوازي ۳۸ منډي کړي وې،چي په پايله کې ويسټ انډيز په ۱۷ منډو د اسټراليا څخه لوبه وګټل،او نړيوال جام يې پورته کړ.
په ۱۹۷۹ز کال نړيوال جام کي کي ويسټ انډيز تر نيمه پايلوبي پوري هيڅ لوبه نه وه بايللې.
په نيمه پايلوبه کي ويسټ انډيز اوپاکستان سره مخ سول او پاکستانۍ لوبډلي غوښتل ترڅو د ويسټ انډيز د ۲۹۴ منډو هدف ته ځان ورسوي.
مجيدخان او زهيرعباس غوره ملګرتيا پيل کړې وه،هر توپ اچوونکی يې جلا جلا ټکوی او لوييډ يې په ويره کي اچولی وو،چي وروسته د اوبوڅيښلو دمه سول.
لوييډ دا مهمه وګڼل چې توپ اچوونکي بايد د عباس د توپ اچوونې په وړاندي خپله تګلاره بدله کړې ځکه دعباس قوي نقطه آپ سټمپ وو او توپ اچوونکي هم ورته په همدې نقطه کې توپ اچوونه کول،خو د لوبډلمشر په مشوره توپ اچوونکي توپ د لېګ سټمپ په لورې واچوی اوعباس يې په ۹۳ منډو وسوځوی.
پاکستانۍ لوبډله په ۲۵۰ منډو کې ټوله وسوځېدل په داسي حال کي چي په ۱۷۶ منډو کي يې يوازي يوه وکټه له لاسه ورکړې وه.
ويسټ انډيز ددويم ځل لپاره نړيوال جام پايلوبي ته ستنه سول،هلته د کوربه لوبډلي انګليستان سره مخ سول،خو د لوييډ غوري لوبډلمشرۍ وکولای سول چې انګلستان ته په خپل کورکي ماتې ورکړي او جام د دويم ځل لپاره ويسټ انډيز ته يوسي.
۲ـ کپيل ديو ( ۱۹۸۳)
images 2019 06 27T080214.315 هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!
هندوستان وکولای سول چي د ۱۹۸۳ز کال نړیوال جام په خپل نوم کړي،او ويسټ انډېزۍ لوبډله د دريم پرلپسې نړيوال جام وړلو څخه راوګرځوي.
د زيمبابوې په وړاندي هندۍ لوبډلي په ۱۷ منډو کي ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي وه،خو لوبډلمشر کپيل ديو وو چي په ۱۳۸ توپونو يې ۱۷۵ منډي ترسره کړلې او لوبه يې د زيمبابوې څخه په ډېري اسانۍ سره وګټل.
په پايلوبه کي هندوستان نړۍ حيرانه کړل،د نړۍ ترټولو دډيرو مينوالو لرونکې لوبډله ويسټ انډيز يې په ۱۳۸ منډو کي راوګرځول او دې ته يې پرې نه ښودل چې د دوۍ ۱۸۳ منډو هدف ته ځان ورسوي.
کله چې ويو ريچارډ غوښتل ويسټ انډېزۍ لوبډله په چټکۍ سره د ۱۸۳ منډو هدف ته ورسوي، د کپيل ديو له لوري په نه اټکلېدونکي ډول کېچ کړل سو.
ډېری کسان پدې باور دي چي دنړيوال جام همدا غوره کېچ ددې لامل سو چې ويسټ انډيز بايد داځل دنړيوال جام دګټلو څخه لاس پريوي،هندوستان دکپيل ديو په غوره لوبډلمشرۍ سره وکولای سول د ۱۹۸۳ز کال نړيوال جام وګټی.
۳ـ الان بارډر (۱۹۸۷)
images 2019 06 27T080347.574 هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!
په ۱۹۸۰ز کلونو کي وروسته ترهغې چي د اسټراليا ډېر تجربه لرونکي او پياوړي لوبغاړي تقاعد سول ياده لوبډله کمزورې مالومېدل،خو الان بارډر دخپلي ځواني لوبډلي سره هڅکله خپل مرال له لاسه ورنه کړ.
کوربه لوبډلو هند اوپاکستان ډېر زيات تشويق کوونکي او ملاتړي درلودل،خو بارډر او لوبډلي يې په پوره زيار او هڅو سره وکولای سول چې نړيوال جام وګټي.
د ټورنمينټ په پيل کي اسټراليا هند ته په يوه منډه ماتې ورکړل،چي تر نورو ۴ لوبو ګټلو وروسته د نيمه پايلوبي لپاره په لاهور کي دپاکستان سره مخ سول،اسټراليا دغه لوبه په ۱۸ منډو وګټل،او د پايلوبي لپاره د کلکتې د ايډين ګارډينز لوبغالي ته يې د انګلستان دماتولو په موخه حرکت وکړ.
که څه هم بارډر په پايلوبه کې ډېري منډي ونه کړلې ،خو دلته مهمه دا وه چې څنګه يو لوبډلمشر بايد وتوانېږې چي له خپل فکرڅخه کار واخلي او لوبه خپل لورې ته واړوي.
داسي مالومېدل چي انګليستان کولای سول د اسټراليا ۲۵۴ منډو هدف ته په اسانۍ سره ځان ورسوي،خو بارډر پخپله د توپ اچوونې پرېکړه وکړل.
میک ګاټينګ، ډېره ښه توپ وهنه کول خو بارډر وسوځوی،همدا وکټ ددې لامل وسول چي انګلستان په پايلوبه کي اسټراليا ته په ۷ منډو لوبه بايلول.
بارډر دخپلې ځواني لوبډلې سره يوځای د ۱۹۸۷ز کال نړيوال جام لوړ کړ.
۴ـ عمران خان ( ۱۹۹۲)
images 2019 06 27T080539.833 هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!
پاکستان په تعجب اور ډول وکولای سول چې دعمران خان د غوري لوبې په خاطر نړيوال جام وګټي.
پاکستان خپلي هيلي له لاسه ورکړي وې ،په ۹۳ منډو کي يې خپل ډېر تکړه لوبغاړي له لاسه ورکړي وه،خو دلته يوڅوک وو چي لاهم يو اندازه باور پرې کېدی او دمينوالو هيله دده څخه وه.
عمران خان د توپ اچوونې ترڅنګ توپوهنه هم کول، دنيوزلينډ په وړاندي يې په ۳۷ توپونو ۶۰ منډي ترسره کړلې او لوبډله يې په نيمه پايلوبه کي بريا ته ورسول.
لوبډلمشر عمران خان په پايلوبه کي ۷۲ منډي ترسره کړلې،چې دده په غوره توپوهنې سره د لوبډلي منډي ۲۴۹ ته ورسېدې،او پاکستان ته يې د ۱۹۹۲ز کال نړيوال جام راوړ.
۵ـ ارجونا راناټونګا (۱۹۹۶)
images 2019 06 27T080735.448 هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!
په ۱۹۹۶ز کال نړيوال جام کي سريلانکا دنورو وختونو څخه متفاوته وه.
غوره توپوهنه،غوره توپ اچوونه ،ښه ډګرساتنه،او د ارجونا راناټونګا په غوره لوبډلمشرۍ کي د ښو پلانونو او تګلارو پايله دا وه چې پياوړو او نه ماتېدونکو لوبډلو ته ماتې ورکړل.
په نيمه پايلوبه کي د سريلانکا دواړه اوپنران په لومړي اوور کي وسوځېدل خو بيا هم دنورو لوبغاړو په ښه ځلېدلو سره يې هندوستان ته ماتې ورکړل.
تر پايلوبې مخکي لوبډلمشر ارجونا اسټرالياوی توپ اچوونکی شېن ورن ښه مطالعه کړ.
اسټراليا ۲۴۱ منډي وکړلې خو راناټونګا دخپلو لوبغاړو سره ښه پيل وکړ،سپنران يې ټارګيټ وګرځول او د اراويندا په سليزې سره يې ياد هدف ته ځان ورسوی.
شېن ورن په ۱۰ اوورونو ۵۸ منډي ورکړلې، ارجونا په خپله وروستۍ منډې سره سريلانکا ته نړيوال جام يووړ.
۶ـ سټيو واح ( ۱۹۹۹)
images 2019 06 27T080900.275 هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!
په ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام کي د اسټراليا کرکټ لوبډلې د نوي لوبډلمشر سټيو واح ترمشرۍ لاندې ښه پيل ونه کړ.
اسټراليا خپلي دوې ګروپي لوبي پاکستان او نيوزلينډ ته وبايللې،خو سوپر سيکس ته يې لار وموندل.
وروسته ترهغې چي زيمبابوې او هندوستان ته يې ماتې ورکړل،داسي مالومېدل چي نور نو اسټراليا د ټورنمينټ څخه وزي،ځکه په ۴۸ منډو کي يې دسويلي افريقا په وړاندي ۳ لوبغاړي سوځېدلي وه،اوهدف هم ۲۷۲ وو.
خو لوبډلمشر لوبډله بيرته راوګرځول په ۱۱۰ توپونو يې ۱۲۰ منډي ترسره کړلې او سويلي افريقا ته يې په نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړل.
په پايلوبه کي اسټراليا په ډېري اسانۍ سره په ۸ وکيټو پاکستان ته ماتې ورکړل او د ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام يې په خپل نوم کړ.
۷ـ ريکي پونټينګ ( ۲۰۰۳& ۲۰۰۷)
images 2019 06 27T081014.680 هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!
د کلايب لوييډ په څېر ريکي پونټينګ يوازنی لوبډلمشر دی چې خپله لوبډله يې دوه ځلې دنړيوال جام ګټونکې کړېده.
دپونټينګ په لوبډلمشرۍ کې د ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام يوه لوبه هم اسټراليا ونه بايلل.
په هماغه ټورنمينټ کي پونټينګ ۴۱۵ منډي ترسره کړلې چې دريم ترټولو ډېري منډي کوونکی وو.
دهندوستان په وړاندي يې په پايلوبه کي په ۱۲۱ توپونو ۱۴۰ منډي ترسره کړلې اوخپله لوبډله يې په ۵۰ اوورونو کي ۳۵۹ منډو ته ورسول،انډيا هماغه لوبه په ۱۲۵ منډو بايلول او نړيوال جام اسټراليا وګټی.
پونټينګ وکولای سول چي په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام کي هم خپله لوبډله سرته بوزې پداسې حال کي چي هرچا دافکر کوی چې ويسټ انډيز به دغه جام وګټي.
اسټراليا خپل ټولې ۱۱ لوبې وګټلې او په ۱۲ لوبه يې څلورم نړيوال جام هم په خپل نوم کړ،او دنړۍ تر ټولو بريالۍ لوبډله په نړيوال جام کي اعلان سول.
پوينټينګ په دې نړيوال جام کي د يوې سليزې او څلور نيمه سليزو په مټ د ۵۳۹ منډو په ترسره کولو دريم ډېري منډي کوونکی لوبغاړی سو،
۸ـ مهيندرا سینګ ډهوني( ۲۰۱۱)
images 2019 06 27T081221.589 هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!
په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کي هندوستان،سريلانکا اوبنګلدېش دنړيوال جام کوربه توب کوی.
هندوستان ته دا ترټولو ښه چانس وو چې ددويم ځل لپاره يې نړيوال جام ګټلی وای،ځکه ويشتن ځايونه يې دخپل هيواد وه ياهم اسيا يي وه ،خو مهندراسينګ ډهوني ددغه خوب د رښتيا کولو لپاه پوره هڅي کولې،پداسي حال کي چي ډهوني په ۲۰۰۷ز کال کي هم په خپلې لوبډلمشرۍ کي شل اووريز نړيوال جام ګټلی وو.
وروسته ترهغې چي هندوستان دپايلوبي په پيل کي درې وکټي له لاسه ورکړلې ډهوني داپرېکړه وکړل چي خپله لوبغالي ته راکښته سي او ديولوبډلمشر په حيث خپل مسؤ‎ليت ادا کړي،پدې وخت کي هندوستان ۱۶۰ منډو ته اړتيا درلودل ترڅو لوبه وګټي.
ډهوني پرسريلانکايي توپوهونکو بې رحمانه توپوهنه پيل کړل اوپه ۷۹ توپونو يې ۹۱ منډي ترسره کړلې،د ګاتم ګمبير د ۹۷ منډو په مرسته ډهوني په شپږيزې سره په ۴۹ اوور کې نړيوال جام په خپل نوم کړ.
۹ـ مايکل کلارک (۲۰۱۵)
images 2019 06 27T081519.713 هغه لوبډلمشران چي پخپلي وړتيا يې نړيوال جامونه ګټلي!
د ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام په اسټراليا او نيوزلينډ کي ترسره کېدی چې دنورو لوبډلو ترڅنګ افغان کرکټ ملي لوبډله هم په لومړي ځل پکښې ولوبېدل،ښې لوبي يې ترسره کړلې په پايله کي يې سکاټلنډ ته هم پکښې ماتې ورکړل.
په هرصورت،مايکل کلارک وکولای سول چي د پنځم ځلې لپاره هم نړيوال جام د اسټراليا په نوم کړي.
که څه هم لوبډلمشر پخپله په دې ټورنمينټ کي ډېري منډي ترسره نکړلې خو په خپل غوره مديريت سره يې وکولای سول چي يوازې يوه لوبه دنيوزلينډ په وړاندي وبايلي،په داسي حال کي چي دهمدې لوبي غچ يې هم بيرته په پايلوبه کي واخيستی.
اسټراليا په کوارټر پاينل کي پاکستان ته او په نيمه پايلوبه کي يې هندوستان ته ماتې ورکړل، او دنيوزلينډ سره پايلوبي ته ووتل.
په پايلوبه کي اسټرالیا وکولای سول تر څو په ۱۸۳ منډو کي دنيوزلينډ ټوله لوبدله راټوله کړي،دې هدف ته د رسېدو لپاره لوبډلمشر دخپلې وروستۍ لوبې په حيث ۷۴ منډي ترسره کړلې،په يوښه حالت کي يې نړيوال کرکټ ته الوداع وويل،خو دپنځم ځل لپاره يې نړيوال جام د اسټراليا په نوم کړ او په جګ سر له لوبغالي ووتی.