مجيب زخمي سو خو پنجاب وګټله.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت

 
د هندوستان پريمر ليګ ۳۲مه لوبه د کينګز ايليون پنجاب او راجستان رويالز ترمنځ وه.
دغه لوبه پنجاب په ۱۲ منډو وګټله.
د لوبي پچه راجستان وګټله او پنجاب ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
د پنجاب لپاره کرکيس ګيل په ۲۲ توپونو ۳۰ منډي وکړلې،لوکیش راهول په ۴۷ توپونو ۵۲ منډي وکړلې،اګروال ۲۶، اشوين په ۴ توپونو ۱۷ او ډيويډ ميلر په ۲۷ توپونو ۴۰ منډي وکړلې.
FB IMG 1555431048048 مجيب زخمي سو خو پنجاب وګټله.
د راجستان لپاره اونادکت ،کلکراني او صودي يوه يوه وکيټه ترلاسه کړه،خو ارچر ډير غوره توپ اچوونه وکړه او په ۴ اوورونو کي يې د ۱۵ منډو په ورکولو سره ۳ وکيټي ترلاسه کړلې.
پنجاب په ۶ وکيټو راجستان ته۱۸۳ منډي هدف ورکړ.
FB IMG 1555438868285 مجيب زخمي سو خو پنجاب وګټله.
د ياد هدف د پوره کولو لپاره راجستان ښه پيل وکړ.
جوز بټلر په ۱۷ توپونو ۲۳ او راهول تريپاتي په ۴۵ توپونو ۵۰ منډي وکړلې.
که څه هم سنجو سامسون ۲۷ او اجینکا رهاني ۲۶ منډي وکړلې خو ټرنر،ګفال او ارچر په صفر منډو وسوځيدله.
سټوارټ بني غوښتل لوبه بیرته کنټرول کړي او د بريا چانس د راجستان په برخه سي.
بني په ۱۱ توپونو ۳۳ منډي وکړلې خو دا د لوبي دبريا لپاره لاهم لږ وې.
د پنجاب لپاره ارش ديپ سينګ په لومړي ځل ولوبيدی او ويې سول کولای چي د IPL په لومړۍ لوبه کي ۲ لوبغاړي وسوځوي.
FB IMG 1555440213492 مجيب زخمي سو خو پنجاب وګټله.
مورګن اشوين يوه،روي اشوين ۲ او محمدشمې هم دوې وکيټي ترلاسه کړلې.
خو مجيب الرحمن ۳ اوورونه ترسره کړه ۲۴ منډي يې ورکړلې او وکيټه يې وانه خيستله.
مجیب د لوبي په لړ کي د ډګر ساتني پر مهال د چپه اوږې پر شاوخوا زخمي سو، خو د لوبي ترپایه نه د لوبغاړو سره او نه هم په لوبغالي کي وليدل سو.
راجستان لوبډله ونه توانیدله چي د پنجاب ټاکل سوی هدف پوره کړي ځان ورسوي نو ځکه پنجاب په ۱۲ منډو ماته ورکړه.
FB IMG 1555440318125 مجيب زخمي سو خو پنجاب وګټله.
د ۲ وکيټو او ۱۷ منډو په کولو سره لوبډلمشر اشوين د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
 
تر دې مهاله په IPL کي پنجاب په ۹ لوبو کي ۵ ګټلي او ۱۰ نومرې لري.
خو راجستان بيا په ۸ لوبو کي ۲ ګټلي او ۴ نومرې لري.