غور کې تاریخي جام منار سیلابونو د نړیدو له ګواښ سره مخ کړی دی

په غور ولایت کې وروستي سخت بارانونو او سېلابونو د تاریخي جام منار ته جدي خطر پیښ کړی، او وېره شته چې کېدای شي دا منار ونړېږي. دا منار د غور ولایت له مرکز فیروزکوه څخه تقریباً ۷۰ کیلومتره ختیځ لور ته پروت دی.

د جام منار د غوري دورې یوه بې ساري وداني بلل کېږي او د نړۍ تر ټولو پخوانۍ د خښتو منار دی. دا منار ۶۴ متره لوړوالی لري او ۸۳۴ کاله مخکې جوړه شوې دی. دا منار نه یوازې د افغانستان د بډایه کلتوري میراث یو سمبول دی، بلکې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د یونیسکو نړیوال میراث په لېست کې هم شامل شوې ده. دا منار په پیچلې او ماهرانه توګه د خښتو کارولو او د کوفي لیکونو له امله مشهور دی، چې په هنر او معمارۍ کې د غوري واکمنۍ د پیاوړتیا څرګندونه کوي. داسې باور دی چې هغه مهال دا د یو جامع جومات منار و چې جومات او شا او خوا ودانۍ یې له منځه تللي او ترې یوازې دا منار پاتې دی.

د غور ولایت سیمه‌ییزو سرچینو یاران ته ویلي چې وروستيو بارانونو او له کبله یې راوتلو سېلابونو د منار شاوخوا محافظتي دېوالونو ته زیان رسولی او اوس اوبه د منار شاو او خوا بنسټ ته رسیدلي دي.

په ۲۰۱۸ کال کې، کله چې دا منار په ورته توګه د سیلابونو له ګواښ سره مخ شو، نو هغه مهال افغان حکومت وویل چې د جام  منار د ژغورولو لپاره اقدامات کوي، خو وروسته معلومه نه شوه چې څه اقدامات یې وکړل.

د ملګرو ملتونو د کلتوري میراثونو ادارې  یونیسکو هم په ۲۰۱۹ کال کې دوه میلیونه افغانۍ د منار د بیا رغونې لپاره ځانګړي کړې.  خو دا مهال د منار شا او خوا رسیدلي اوبه ښيي چې ددې تاریخي منارې د ژغورنې لپاره هیڅ اساسي هڅه نه ده شوې، او ښايي ورته ځانګړې شوې بودیجې یا د افغان چارواکو او یا د نړیوالو سازمانونو د مامورینو جیبونو ته لاره کړي وي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، طالبانو هم  هوډ څرګند کړ چې د جام منار د خوندیتوب لپاره به ګامونه پورته کوي خو تر اوسه د طالبانو د حکومت له خوا هم ددې تاریخي ودانۍ د خوندیتوب لپاره د کوم اقدام خبر نه دی ورکړل شوی.

د کلتوري میراثونو د ساتنې کورنیو او نړیوالو فعالانو او لرغونپوهانو په پرله‌پسې توګه د جام منار د خوندیتوب لپاره د بیړنیو او چټکو اقداماتو غوښتنه کړې. خو د منار لېرې موقعیت، د سیمې ستونزمنه جغرافیه او روان سیاسی اړي ګړي په دې برخه کې د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

د سېلابونو په سملاسي ګواښ سربېره،  جام منار په تېرو کلونو کې له نورو ننګونو سره هم مخ وو، چې په دې کې لوټ مار او په وړاندې یې بې پروايي شاملي دي.

نړیوال سازمانونه او د کلتوري میراث ملاتړي د جام منار د خوندي کولو لپاره د همغږې شویو هڅو غوښتنه کوي. دوی ټینګار کوي چې د دې ځایونو ساتنه یوازې د یوې ودانۍ ساتنه نه ده، بلکې د افغانستان د تاریخي هویت او کلتوري دوام ساتنه ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.