راشدخان: زه په پاکستان کي نه بلکي جلال آباد کي یم!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړي راشدخان آرمان ویلي، چي په پاکستان کي نه بلکي په جلال آباد کي دی.
ملي سپورټ وايي، چي راشدخان ورته یو ږغیږ پیغام لېږلی او ورته ویلي یې دي، چي په جلال آباد ښار کي له خپلي کورنۍ سره یو ځای اوسي.
ملي سپورټ وايي، هغه ټولي اوازې بې بنسټه دي، چي ګواکي راشدخان آرمان دي پېښور کي وي.
ملي سپورټ یې په اړه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي:

« راشد خان څو شېبې مخکې ملي سپورټ ته په يوه غږيږ پيغام کې وويل:
زه جلال اباد کې له خپلې کورنۍ سره يوځای اوسم او هغه اوازې ټولې بې بنسټه دي چې ګواکې راشد خان پېښور کې دی.»


یو شمېر رسنیو داسي خبرونه خپاره کړل، چي راشدخان آرمان څه موده مخکي پېښور ته تللی، اختر یې هلته له خپلي کورنۍ سره تېر کړی او اوس هم هلته اوسي.
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلو پر لوبغاړو له وخته ـ وخته دا نیوکي کیږي، چي دوی پاکستان کي کورونه لري.
د کرکیټ بورډ د اُصولو سره سم د ملي ټیم ټول لوبغاړي باید هیواد کي اوسي نه بهرنیو هیوادونو کي په تېره بیا پاکستان کي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.