یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د وینې د لوړ فشار لرونکو دپام وړ ټکې

لومړی: ددرملو له کارولو وړاندې باید د خپل ژوند تګلاره سمه کړو، چې باید لاندې ټکو ته پام وکړو.
۱: دوزن کمول ستاسو فشار ۷/۳ درجې راکموې او آن لږ وزن کمول هم ستاسو دفشار او دزړه ناروغیو ګواښونه کموې.
۲: تمرین کول: لږ ترلږه د ورځې نیم ساعت ازاد تمرین لکه تیز مزل دفشار، چاغوالي اودزړه د ناروغیو د کمیدو لامل کېږې.
۳: د مالګې کمول: دخوړو د مالګې کمول (۶ ګرامه په ورځ کې) ستاسو فشار پنځه درجې کموې.
۴: دالکولو کمول: هغه وګړې چې د ورځې درې ځلې الکول څښې( یوه معیارې څښنه ۱۴ ګرامه ایتانول لرې) فشار ېې په کافې اندازه لوړ وي که څښاک کم کړې نو فشار ېې هم په کافې اندازه کمېږې.
۵: داسي خواړه چې دترکاریو او میو اندازه ېې ډیره او دشحمیاتو اندازه ېې لږه وې په اته اونیو کې ستاسو اوچت نورمال او لږ لوړ فشار کنترولوي.
دوهم: په کال کې یو ځل دویني غوړ چک کړئ. کولسټرول مو له ۲۰۰ ملې ګرامه او تریګلسرایډ مو له ۱۵۰ ملې ګرامو څخه کم وساتئ.
دریم: په ۴-۲ کلونو کې ضرور یو ځل دزړه ګراف واخلئ.
څلورم: که چېرې د لوړ فشار سره د شکرې ناروغي هم لرئ نو خپل فشار له ۱۳۰/۸۰ څخه کم وساتئ خو له ۱۲۰/۷۰ څخه باید ښکته نه وي.
پنځم: که چېرې د پښتورګو ستونزې هم لرئ نو دفشار سره تر ټولو ډېر پام وکړئ.
شپږم: په زړو خلکو کې درمل په نیماېې اندازه او پام وکاروئ او فشار هم په پام راښکته کړئ.
اوم: خپل درمل او پرهېز په منظم ډول ترسره کړئ.
اتم: هیڅ وخت له خپلې ناروغۍ مه بې غوره کېږئ او پدې ونه غولېږئ چې ستاسو ناروغي له منځه تللې ده.