لیکنه : عبدالله عادل
شراف الدین اشرف د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ځوان لوبغاړی دی چي د ۱۹۹۵ کال د جنوري میاشتي په لسمه نېټه د افغانستان په کندز ولایت کي زېږېدلی دی او دا مهال ۲۴ کلن دی.
اشرف الراونډر دی چي په ښی لاسه توپ وهنه او په کیڼ لاس باندي ورو ورتوډوکس توپ اچونه کوي.
د محمدنبي ځایناستی جوړېده مشکل دي خو نا ممکن ندي ، د کرکټ ډیری مبصرین او د کرکټ لوبي مینوال شراف الدین د محمدنبي ځایناستی ګڼي خو باید ووایو چي دا مهال د نوموړي تر څنګ قیس احمد او شاهد کمال ته هم د محمدنبي د ځایناستي جوړېدو هیله تر سترګو کیږي.
کورنی کرکټ :
اشرف د ۲۰۱۸ کال په جولای کي د غازي امان الله خان یو ورځنیو سېالیو پر مهال د امو نهنګانو لوبډلي لپاره په دوولس ویکټو سره مخکښ توپ اچونکی وو چي په پای کي دښې او هر اړخیزه کارکردګۍ له امله د تورنمینټ غوره لوبغاړی ونومول سو.
د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کي هغه د لومړي پړاو افغانستان پریمیر لیګ (APL) لپاره د پکتیا په لوبډله کي غوره سو او هلته هم ښه وځلېد.
نړیوال کرکټ:
هغه په لومړي ځل د ۲۰۱۴ کال د جولای په میاشت کي د زیمبابوې خلاف لوبو ته په افغان ملي لوبډله کي راڅرګند سو او هلته یې خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.
وروسته د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کي د کرکټ نړیوالي شورا د شل اوریزو لوبو نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کي د افغان لوبډلي برخه وګرځېد او خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه یې د نیدرلنډ خلاف ترسره کړه.
د ۲۰۱۹ کال په فبروري میاشت کي هغه د ایرلینډ خلاف یواځنۍ ټسټ لوبي ته په افغان لوبډله کي واخستل سو خو ونه لوبېد.
په افغان ۱۹ کلنه لوبډله کي:
شراف الدین اشرف د ۲۰۱۴ کال د ځوانانو په نړیوال جام کي د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلي برخه وو کومي لوبډلي چي په یاد جام کي د اسټرالیا او سرېلانکا غوندي قوي لوبډلي ماتي کړې.
یو ورځنۍ لوبي:
اشرف د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره تر اوسه ټولټال ۱۵ لوبي ترسره کړي او د توپ وهني په برخه کي د یادو پنځلس لوبو له جملې یې په نهو انننګزو کي توپ وهنه کړې چي ۵۳ منډي یې جوړي کړي او یوه لوبه کي یې زیاتي منډي ۲۱ دي دوه شپږیزي ، دوه څلوریزي یې وهلي او دوه یې کېچونه ترلاسه کړي.او په همدا یو ورځنیو لوبو کي یې د توپ اچوني په برخه کي یوولس ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کي یې ښه توپ اچونه د ۲۹ منډو په بدل کي د دریو لوبغاړو اوټ کول دي. په یوه اور کي یې د منډو ورکولو اوسط ۴.۲۹ دی .
شل اوریزه لوبي:
اشرف په اته شل اوریزو لوبو کي ۲۸ منډي جوړي کړي او یوه شپږیزه ، یوه څلوریزه یې وهلې او یو کېچ یې نیولی او د توپ اچوني په برخه کي یې په اتو لوبو کي پنځه ویکټي ترلاسه کړي.په یوه اور کي یې د منډو ورکولو اوسط ۸ دی.
فرسټ کلاس لوبي:
شراف الدین په ۱۶ فرسټ کلاس لوبو کي د توپ وهني په برخه کي ۴۶۲ منډي جوړي کړي ، یوه لوبه کي یې زیاتي منډي ۱۲۵ دي یادو لوبو کي یوه سلیزه او دوې نیمه سلیزي لري.او همدا ډول په فرسټ کلاس لوبو کي د توپ اچوني په برخه کي په لس لوبو کي ۵۷ ویکټي لري چي غوره توپ اچونه یې د ۳۸ منډو په ورکړي سره د اوو لوبغاړو اوټ کول دي.
لیست اې لوبي:
ځوان لوبغاړی اشرف په ۳۵ لیست اې لوبو کي لوبېدلی چي د توپ وهني په برخه کي یې ۳۸۵ منډي جوړي کړي او یوه لوبه کي یې تر ټولو ډیري منډي ۵۶ دي . او په همدا ۳۵ لوبو کي یې د توپ اچوني په برخه کي ۳۸ ویکټي ترلاسه کړي.
شراف الدین اشرف ځوان لوبغاړی دی او ددې وړتیا لري چي د افغان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ځان ګټور ثابت کړي خو دا به ورته ځکه ستونزمنه واوسي چي دا مهال د افغانستان په لوبډله کي راشد خان ، مجیب الرحمان او قیس احمد تر سترګو کیږي چي د افغانستان د ورو توپ اچوني برخه یې سمبال کړې او شراف الدین هم د توپ وهني په پرتله د توپ اچوني وړتیا زیاته لري خو که پر توپ وهنه زیاته کار وکړي امکان به ولري چي د محمدنبي په نشتون کي د هغه ځای ډک کړي.