ترکیش ایرلاینز له درې کلن ځنډ وروسته بیا افغانستان ته الوتنې پیل کړې

د ترکیش ایرلاینز الوتکه د سې شنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر ښکته شوه

د ترکیې ملي هوایي شرکت، ترکیش ایرلاینز، د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې نږدې درې کاله وروسته یې افغانستان ته الوتنې بیا پیل کړې دي. دا الوتنې له کابل هوايي ډګر څخه په اله ګوله د امریکايي ځواکونو له وتنې وروسته د رامنځ ته شوې سیاسي ګډوډۍ له امله ځنډول شوې وې.

لومړۍ ترکیش ایرلاینز الوتکه د سه شنبې په ورځ په کابل نړیوال هوایي ډګر کې ښکته شوه چې د ترکیې د بیلابیلو ادارو چارواکو او د افغان حکومت د ځینو لوړ پوړو غړو لخوا یې هرکلی وشو.

افغانستان ته ټولو نړیوالو هوایي شرکتونو خپلې الوتنې وروسته له هغې وځنډولې کله چې پر کابل د اسلامي امارت د ځواکونو د بیا واکمنۍ وروسته د کابل څخه د نړیوالو ځواکونو د پراخې تخليي پر مهال کابل هوايي ډګر  زیانمن شو. دا حالت په اګست ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو له شلو کلونو جګړې وروسته له  دې هیواده وتلو پر مهال رامنځته شو.

ترکیش ایرلاینز چارواکي وايي چې دوی  به په اونۍ کې څلور ځله د سه شنبې، چهارشنبې، جمعې او یکشنبې په ورځو د استانبول او کابل ترمنځ کې الوتنې کوي. د ترکیې سفارت د چارو سرپرست  په کابل کې  وویل: “موږ خوښ یو او ویاړو چې د نږدې درې کلونو وروسته په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د ترکیش ایرلاینز لومړۍ مسافر وړونکې الوتکې ته هرکلی کوو. د ترکیش ایرلاینز د الوتنو بیا پیل زموږ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره د متقابل اعتماد او همکارۍ سمبول دی. دا نوی پیل زموږ د دواړو هیوادونو لپاره یو مهم ګام دی.”

په متحده عربي اماراتو کې میشت هوایي شرکت فلای دوبۍ په نومبر ۲۰۲۳ کې لومړی نړیوال شرکت شو چې افغانستان ته یې د اسلامي امارت دې بیا واکمنۍ په دوره کې  الوتنې پیل کړې. د کابل هوایي ډګر بشپړ فعالیت د افغانستان د خراب شوي اقتصاد د بیا راژوندی کولو لپاره حیاتي ګڼل کیږي.

د فلای دوبۍ سربیره، د افغانستان کام ایر او آریانا افغان هوایي شرکتونه اوس مهال له کابله محدودې الوتنې د دوبۍ، مسکو، اسلام آباد او استانبول په ګډون ځینو ښارونو ته لري .

افغان چارواکو د ترکیش ایرلاینز د بیرته راتګ په اړه خپله مننه او خوښي څرګنده کړه.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند او ترانسپورت وزارت مشاور، غلام جیلاني وفا، د الوتنو د بیا پیل په اړه د همکارۍ پر  هڅو تاکید وکړ. “د ترکیش ایرلاینز بیرته راتګ د دواړو هیوادونو د چارواکو د همکارۍ هڅو یوه بیلګه ده. ” د نوموړي په وینا دا به د افغانانو لپاره د سفر ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کوي.

د کابل نړیوال هوایي ډګر مشر، عبدالهادي محمدي، په دې اړه  وویل”د ترکیش ایرلاینز الوتنو بیا پیل زموږ په هیواد کې د امنیت ښه والي یو نښه ده او نورو نړیوالو هوایي شرکتونو ته یو مثال جوړوي چې تعقیب یې کړي.”

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي