افغانستان ته د شل اوریز سیریز، بري څه ګټه ورسوله؟!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: سمیع الله درانی
یوه ګټه یې دا شوه، چې د دې سیریز بري ټول افغانان خوښ کړل او هغه هېوادوال چې د لوبډلې ماتو خواشیني کړي وو، بېرته یې د خوښۍ مُسکاوې وکړې.
بله ګټه یې دا وه، چې ځېنو ځوانو لوبغاړو ځان وښوده، چې کولای شي، د نړۍ بهترینې شل اوریزې لوبډلې یعنې ویسټ انډیز خلاف هم ښه پرفامېنس یا کارکرده ګي وکړي.
د نوین الحق توپ اچونه د ویسټ انډیز پر وړاندې بالکل په زړه پورې وه، په ځانګړي ډول وروستۍ لوبه کې یې په توپ اچونه پوره کنټرول درلود.
666 افغانستان ته د شل اوریز سیریز، بري څه ګټه ورسوله؟!
د نوین الحق په لوبه کې بل مثبت ټکی دا و، چې ډېر ډاډه لوبېده، په څېره کې یې د توپ وهونکو پر وړاندې هیڅ وېره نه برېښېده او بالکل یې ذهني لوبه کوله.
اخوا د رحمان الله ګُربز وروستي اننګز هم ځوانو لوبغاړو پورې د هېوادوالو هیلې ورغوټه کړې او د هېواد د کرکټ راتلونکي ستوري یې مثبت راڅرګند کړل.
afg gurbaz افغانستان ته د شل اوریز سیریز، بري څه ګټه ورسوله؟!
که څه هم د شل اوریز سیریز پیل د ابراهیم ځدران لپاره په زړه پورې نه و؛ خو بیا یې هم د لومړي ځل لپاره په نړیوالو لوبو کې د ملي لوبډلې ملاتړ وکړ.
د دې لوبغاړو سربېره د مجیب الرحمن توپ اچونه باندې مونږ پوره باوري شو، چې دی د نړۍ په کچه یو هوښیار بالر دی، ځکه په دومره کم عمر کې د هندوستان له اشوېن څخه ښه توپ اچونه کوي.
د ده درې ډوله وېرایټیانې، لېګ برېک، اف برېک او کېروم بال درې واړه یې په خپل ځای بریالي دي.
د کریم جنت توپ اچونه او توپ وهنه بیخي په زړه پورې وه، د نړۍ په کچه یې د پنځه وېکټو اخېستونکو بالرانو کې نوم ثبت کړ.
بله برخه یې:
دا وه د لوبغاړو د لوبو برخه، بله برخه یې لوبغاړو ته د اې سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې فایده ده، رحمان الله ګربز تر دې دمه په دوو شل اوریزو لوبلړیو کې برخه اخېستې ده، د بنګله دېش او زِمبابوې خلاف درې اړخیز سیریز کې او د ویسټ انډیز خلاف په تازه پای ته رسېدلي سیریزکې؛ نو د کمو لوبو له کبله یې د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې نوم نشته.
که د ډېسمبر میاشت کې د کرکټ نړیواله شورا تازه درجه بندي کوي؛ نو د ګربز نوم به د سلو ( ۱۰۰) غوره توپ وهونکو په نوملړ کې شاملېږي.
د نوین الحق نوم به د شل اوریزو لوبو په بالرانو کې راڅرګندېږي.
نجیب الله ځدران یوه لوبه کې نیمه سلیزه ووهله او هغه به هم په رېنکېنګ د مخکې تګ شاهد وي.
بل پلو د افغانستان لوبډلې ته د دې سیریز په بري سره بېرته موقع پېدا شوه، چې سریلانکا له اووم مقام څخه اتم مقام ته وروسته کړي.
ranking 18 افغانستان ته د شل اوریز سیریز، بري څه ګټه ورسوله؟!
یوه میاشت وړاندې افغان لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې اووم نمبر خو؛ کله چې سریلانکا له پاکستان سیریز وګاټه؛ نو سریلانکا ترې مخکې شوه.
سریلانکا بیا اسټرالیا ته په اسټرالیا کې لوبلړۍ وبایلله او افغان لوبډلې اوس ویسټ انډیز مات کړ.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ په نومرو کې ۳ توپیر دی، نو دا درې نومرې اوس افغانستان د ویسټ انډیز خلاف ترلاسه کړې او سریلانکا به په نوې درجه بندۍ کې له افغان لوبډلې وروسته کېږي او اووم ځای به بېرته افغانستان ترلاسه کوي.
سریلانکا په شل اوریزو لوبو کې ۲۳۸ نومرې لري او افغانستان ۲۳۵ نومرې لري؛ چې نوې درجه بندۍ کې به ترې زمونږ لوبډله مخکېږي.
بله فایده یې د مېن اف د مېچ ایوارډ، مېن اف د سیریز ایوارډ او د سیریز د ګټونکو ایوارډونه دي، چې افغانستان ته ورکړل شول.
icc about afg افغانستان ته د شل اوریز سیریز، بري څه ګټه ورسوله؟!
د کرکټ نړیوالې شورا هم په خپله وېب پاڼه د افغان ځوانو لوبغاړو ستاینه کړې ده، د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي، چې د افغانستان ځوان لوبغاړي وځلېدل او سیریز یې وګاټه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.