په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

افغانستان د اسټرالیا او ویسټ انډیز کوربتوب کوي

سپورټ یاران

د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي چې افغانستان به له ۲۰۲۱م نړیوال شل اوریز جام څخه وړاندې د اسټرالیا او ویسټ انډیز کوربه‌توب وکړي.
یادې وېبپاڼې لیکلي، چې د دریو واړو هېوادونو کرکټ بورډونو مسوولینو په دې اړه خبرې کړي او راتلونکي کې به د دغو لوبو لپاره دقیقه نېټه او لوبغالی هم په ډاګه شي.
د ۲۰۲۰م نړیوال جام د کورونا ویروس له امله لغوه شو، تمه وه دا چې دا جام د اکټوبر له ۱۸ مې د نومبر تر ۱۵ مې نېټې په اسټرالیا کې ترسره شوی وای، خو دغه جام ۲۰۲۱م اکټوبر او نومبر میاشتو ته وروسته شو.
افغان لوبډله خپل هوم ګراونډ یا کورنی کرکټ لوبغالی په هند کې لري او ښایي چې ویسټ انډیز او اسټرالیا هم راروان کال په هندوستان کې له افغان لوبډلې سره لوبې وکړي.
دریو واړو لوبډلو ځکه له نړیوال جام څخه وړاندې د درې اړخیز شل اوریز سیریز په اړه خبرې کړي، چې د ۲۰۲۱م نړیوال شل اوریزجام هم په هندوستان کې ترسره کېږي، چې افغانستان، ویسټ انډیز او اسټرالیا یې د مخکښو لوبډلو په لړ کې شاملې دي.
۲۰۲۲م کې د شل اوریز جام لپاره بیا اسټرالیا ته کوربه‌توب ورکړل شوی دی او د ۲۰۲۳م نړیوال پنځوس اوریز جام کوربتوب بیا د هندوستان دی.
د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي، چې د افغان کرکټ بورډ سرپرست اجرایه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي ویلي، چې دا به یو درې اړخیز یا ټریانګولر سیریز وي، چې افغانستان، اسټرالیا او ویسټ انډیز لوبډلې به پکې شاملې وي.
له دې وړاندې له افغانستان سره د زِمبابوې کرکټ بورډ پنځه شل اوریزې لوبې د کورونا ویروس له امله لغوه کړې وې.
د افغانستان د کرکټ بورډ ډایرېکټر او غوراوي کمېټې مشر انډي مولز ویلي، چې دوی هیله لري، له اسټرالیا یوه ټېسټ لوبه هم وکړي او په دې اړه د اسټرالیا تایدي مهمه ده.
د مولز په خبره دغه ټېسټ لوبه که تاید شي نو د نومبر په ۲۱ مه نېټه به د اسټرالیا په پېرت ښار کې ترسره شي.