بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

د نېکمرغۍ او بدمرغۍ نښې او لاملونه

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

ځینې کارونه دي چې په ترسره کولو یې څوک هم نېکمرغۍ ته بیایي او هم بدمرغۍ. دا چې هغه کوم، دي دلته یې لیکو.

نېکمرغۍ ته

۱ـ انسان باید د دنیا په اړه پرهېزګاره وي او د اخرت لوري ته رغبت لرونکی وي.

۲ـ په ټول همت او ځواک سره د الله تعالی عبادت تر سره کول او د قران‌کریم ډېر زیات تلاوت په تدبر سره ترسره کول.

۳ـ له اړتیا سره سم او ضرورت پر مهال خبرې کول او له ډېرو خبرو څخه ځان ساتل.

۴ـ پنځه واړه لمونځونه په پابندي (جماعت) سره په پوره ډاډ او سکون سره ادا کول.

۵ـ له هر ډول حرامو او متشبهاتو څخه ځان ژغورل.

۶ـ له نیکو خلکو سره مجلس او ناسته ولاړه درلودل.

۷ـ عاجزي کول او له هر ډول غرور او تکبر څخه ځان وژغورو.

۸ـ د فرضي زکات تر څنګ صدقه ورکول او غریبانو سره مرسته.

۹ـ د الله تعالی پر مخلوقاتو باندې رحم کول، او له هر ډول زور زیاتي څخه ځان ساتل.

۱۰ـ خلکو ته ښېګڼه او نفع رسول.

۱۱ـ د مرګ یادول او د دغه اوږد سفر لپاره هر مهال تیاری ترسره کول.

بدمرغۍ ته

۱ـ د مال بې کچه مینه، (جمع کولو، ذخیره کولو او د مال حرص زیاتوالی) او د عمر زیاته برخه د دنیا په حصول کې لګول.

۲ـ له دې نړۍ سره مینه کول، د شهواتو او لذتونو څخه خوند اخیستل او هغه نړۍ هېرول.

۳ـ په وینا کې فحش خبرې او غیبت ترسره کول.

۴ـ په لمونځونو کې سستي کول، او د لمانځه نه کولو هېڅ پروا نه ساتل.

۵ـ له ګمراه او خرابو خلکو سره ناسته ولاړه ترسره کول.

۶ـ بد اخلاقي او له خلکو سره بد چلند کول.

۷ـ کبر کول او پر ځان، مال او جایداد باندې فخر کول.

۸ـ خلکو ته ښېګڼې او خیر رسولو څخه د خلکو منع کول.

۹ـ هېڅکله پر نورو مخلوقاتو رحم نه کوي، نو ځکه خدای هم پر دوی رحم نه کوي همدا کار هم د بدمرغۍ سبب کېږي.

۱۰ـ بخیلي کول، هېڅکله نه غواړي بل څوک له ده څخه مخته لاړ شي تل یوازې د ځان په هکله فکر کوي.

۱۱ـ د مرګ هېرول، فکر کوي یوازې همدا نړۍ ده او بس.

نو که موږ داسې کړنې ترسره کړو چې سمې وي، د نېکمرغۍ سبب کېږي او خرابې یا د اسلام خلاف کړنې ترسره کړو، د بدمرغۍ سبب مو جوړېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ