ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کورنی ژوند

ژوند او مینه

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

د مینې خوږ او سپېڅلى غږ اوس د هېچا په زړه ښه نه لګېږي، ځکه دوی له نفرت، کرکو، ناخوالو او بې اتفاقیو سره روږدي شوي دي . د دوی زړونه ټول د لوی نعمت چې هغه د مینې، یووالي او د ورورۍ په فضاء کې ژوند تېرول دي ورڅخه بې برخې دي .

همداسې په خواریو، فقر او نفاق کې د یو بل د وینې تویدنې او جنګونو په ویرناکه فضا کې د ظلم ژوند تېروي، دوی د مینې مخالف کسان دي. دغه خلک مینې ته ځانګړې ارزښت نه ورکوي، تر دې چې دوی ژوند ته هېڅ د قدر په سترګه نه ګوري.

د مینې ژوند په ټولنه کې داسې خوږ وي، چې هېڅکله به هلته خلک له ناخوالو سره مخامخ نشي، نو له دې امله د مینې ژوند کې راز راز خوندونه وي، که مینه نه وي ژوند لکه بې مالګي دی او زړه بې له مینې مړ دی.

شکسپیر وايي چې مينه کول يو عذاب دى، خو له مينې څخه محروم‌والى بيا مرګ دى، ژوند ښکلا او مينه يو له بل سره ډېرې نږدې اړيکې لري، پرته له مينې ژوند بې خونده وي، مينه ژوند ښکلي کوي د ژوند ښکلا په مينې پوري تړلې ده.

که موږ وغواړو، خپل ژوند نور هم ښکلی کولاى شو، کله چې د ټولو په منځو کې مينه وي، نو ژوند مو ډېر ښکلی کېږي.

مينه نه اخیستل کېږي، نه خرڅېږي او نه مطالعه کېږي او نه زده کېږي، بلکې نورو ته ورکول کېږي او درک کېږي.

مینه انسان ته سکون او ډاډ وربښي، او انسان یوه داسې حالت ته رسوي چې دی کولای شي هلته په ځآن باندې اعتماد او نفس باندې باور پیدا کړي، له خپل ځواک څخه په معلومه توګه او د یوه معلوم هدف لپاره ګټه پورته کړي او د هغو خنډونو په مقابل کې چې د ده پر وړاندې ولاړېږي په جرات او مېړانې سره مبارزه کوي او یو رنګه داخلي انقلاب او اوښتون ته ځان او خپل ځواکونه هڅوي.

د مینې دویم پړاو تر وصل وروسته دی چې کله یو انسان په دې وتوانېږي چې له کلونو مبارزې او شخړې وروسته خپل منزل مقصود ته ورسېږي، نو بیا طبیعي خبره ده چې د خوښیو په سمندر کې به ټوپونه وهي او روح به یې د خوښیو په آسمان کې الوت کوي.

هر هغه څوک چې مینه نه پېژني هغه د ژوندانه چارې سره علاقه نه نیسي. د ژوند ښکلې خاطرې په مینې پورې زیات تړاؤ لري، هر هغه څوک چې د خپل ژوند ښې او بدې خاطرې ونه لري په حقیقت کې د زړه مینه ورسره نه وي. که د چا په زړه کې د مینې ښکلې راز پروت نه وي، نو هغه د ټوله نړۍ کوم چې الله تعالی د بندګانو د هوساینې او د ژوند د اړتیا لپاره پیدا کړي دي، هېڅ پام ورته نه اړوي،
که غواړئ په خوشالي مو ژوند تېر شي او ژوند ته ښکلي ښکلي رنګونه ورکړو، نو د مينې په رنګونو يې بايد ښکلي کړو، چې د کرکې په ځای خلکو سره د مینې او رښتونولۍ اړیکه ولرو.

مينه د زړه آواز او د ژوند ښکلا ده مينه د دوو نا اشنا زړونو ترمنځ يو تړون دى مينه داسې شى دى چې هېڅ رقم مرستې ته اړتيا نه لري مينه د جهان له ښکلاگانو ځينې ښکلې ده مينه داسې خوند لري چې د نړۍ هېڅ يو خوند ورته نشي رسېداى.

مينه د ټولو د ژوند لومړنۍ او اخيرنۍ ارمان دى مينه يوه مسابقه ده چې څوک يې گټي او څوک يې بايلي مينه له خوږو څخه خوږه ده، نو مينه وکړئ، مينه سرته ورسوئ او په مينه ژوند تېر کړئ، چې خوشحاله ژوند ولرئ.

هر څوک رښتينې مينېې ته اړتيا لري، لکه څرنګه چې ماشوم هم بې له مينې نه لوييږي، که بې له مينې لوى شي، نو ټولنيزه روحيه به يې کمزوره وې اوکه په مينه لوى شي، نو ډېر خوشحاله او ښکلي ژوند به ولري تر پايه به یې عمر په خوښیو کې وي.

مينه لکه انګور تاک دى چې زموږ په زړونو کې له شاخو تاوېږي، نو د تل لپاره بايد زموږ زړونو کې مينه شته، چې ژوند مو دا غسې ښکلي وي د دې لپاره چې په مينه باندې دنيا اباده ده، مينه له خشونت او جګرې نه مو خلاصوي د جګرې او خشونت سره زموږ ژوند نشي ښکلي کېدلى، که غواري ژوند کې مو دا حالات نه يې، نو په مينه خپل ژوند په مخ بوځئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ