بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

پنځلس مثبت عادتونه، چې د ژوند کیفیت مو ښه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د هر چا خوښېږي، چې په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې بریا ته ورسېږي. غوره ده، چې په ډېر دقت سره، د هغه څه په اړه  چې غواړئ ور ورسېږئ او هغه کار چې خوښېږي مو ترسره یې کړئ، فکر وکړئ او په پروګرام جوړونې سره خپلو موخو ته د رسېدو لپاره مخ پر وړاندې لاړ شئ. د دې لیکنې په دوام په پنځلس هغو اغېزناکو عادتونو باندې رڼا اچوو، چې ستاسو د شخصي او کاري ژوند د کیفیت د ښه کېدا سبب ګرځي.

۱ ـــ په هغه برخه کې، چې غواړئ پرمختګ وکړئ، ډېره مطالعه ولرئ

آیا خوښېږي مو، چې په یوه ځانګړي مهارت کې پرمختګ وکړئ؟ په اړه یې مطالعه وکړئ او دغه راز په اړه یې ډېر زیات فکر وکړئ، هغه کتابونه ولولئ، چې پوهه مو زیاتوي.      که د پایلې او لا ډېرې اغېزمنتیا په لټه کې یاست، نو مطالعه کولو ته ځانګړی پام وکړئ، ځکه په مطالعې سره هر څه مو په ذهن کې پاتې کېږي.

۲ ـــ مهربان واوسئ

په نورو باندې مهربان او زړه خوږی واوسئ او دا ځانګړتیا د خپل ځان لپاره په یوه عادت باندې بدله کړئ، هڅه وکړئ، چې ډېر کم غوسه شئ او په خپل ځان کې دا باور رامنځته کړئ، چې د عاقلانه او د زړه خوږي له مخې چلند کول، ډېری وخت له ځانه سره ښه پایله لري. دا تفکر او چلند له تاسو سره مرسته کوي، چې په اسانه توګه له نورو سره اړیکه ټینګه کړئ.

۳ ـــ د خپلو شاوخوا خلکو خبرو ته په ډېر دقت سره غوږ ونیسئ

د نورو خبرو ته په فعاله توګه غوږ نیول، یو ارزښتمن کار دی. ښایي کومه مهمه خبره له خولې څخه بهر نه شي، خو باید خپل پام مقابل لوري ته ښکاره کړئ. هره خبره او خبرې اترې په دې جملې سره پای ته ورسوئ: «څنګه کولای شم، چې له تاسو سره مرسته وکړم؟». هغه وخت مو دې ته پام کېږي، چې همدا یوه ساده جمله څومره له نورو سره ستاسو د اړیکې په ښه والي باندې اغېزه لري. کله وخت په کاري اړیکه کې د حل لارې پیدا کول اسانه کار دی، خو که واقعاً د مقابل لوري خبرو ته غوږ نیسئ، نو دا کار ترسره کوئ.

۴ ـــ په خپلو ورځنیو کارونو باندې فکر وکړئ

که واقعاً غواړئ، چې پرمختګ وکړئ او خپلو موخو ته ورسېږئ، نو باید په دې باندې پوه شئ، چې څنګه کولای شئ پرمختګ وکړئ. یوازینۍ لاره د دې لپاره چې پوه شئ، څنګه پرمختګ وکړئ، دا ده، چې فکر وکړئ او له خپله ځانه وپوښتئ، چې کوم کارونه اړین دي، باید ترسره شي.

۵ ـــ هغو کسانو ته، چې درته مهم دي، ډېر زیات پام وکړئ

که اړیکه مو له کوم چا سره له منځه تللې ده، نور مهمه نه ده، چې په اړه یې د فکر څه بڼه لرئ. زموږ ټولو په شاوخوا کې داسې کسان شته، چې له هغو سره مینه لرو او راته مهم دي. ځان غوښتنه پرېږدئ او دې افرادو ته ډېره زیاته پاملرنه وکړئ، ځکه دا افراد ستاسو د کارمندانو، شریکانو او مدیرانو په ژوند کې ډېر مهم رول لري او هغو ته نه پاملرنه کولای شي، له هغه فرد سره ستاسو اړیکې ته زیان ورسوي.

۶ ـــ له نورو سره مل شئ او پرمختګ وکړئ

له هغو کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ، چې تاسو ته پرمختګ درکوي، باید په دې باندې پوه شئ، چې تر ټولو غوره شخصي پرمختګ د نورو په وسیله ترسره کېږي. که له هغو کسانو سره، چې ستاسو په څېر کار کوي وخت تېر کړئ، نو له هغوی سره خپل ځان د ودې په حال کې وینئ، ډېر ژر له دې، چې وغواړئ ټول کارونه په یوازې توګه ترسره کړئ.

۷ ـــ له شاوخوا خلکو سره مو اړیکې ته ډېر زیات ارزښت ورکړئ

دوامداره اړیکه، هغه مهم څیز دی، چې د یوې ګټورې اړیکې په ټینګښت کې ډېر زیات ارزښت لري. کله نا کله په یوه مناسب وخت کې یوه ساده ستړي مه شي، کولای شي ستاسو لپاره یوه اوږد مهالې کاري اړیکه رامنځته کړي.

۸ ـــ د مکافاتو او مجازاتو سیسټم ولرئ

د مکافاتو او مجازاتو سیسټم د هغو کسانو لپاره، چې غواړي خپل بد عادتونه پرېږدي، ډېر اړین دی. کله وخت یوه ډالۍ یا یوه لنډه مهالې سزا کولای شي د اغېزناکو بدلونونو د رامنځته کېدو سبب شي.

۹ ـــ له ښو کارونو څخه ملاتړ وکړئ

ځینې کسان داسې عادت شوي دي، چې تل پټکې وکړي او یا هم وډونګېږي او دا یې له یاده وځي، چې کله وخت اړینه ده، د نورو له ښو کارونو او خدماتو څخه مننه وکړي. دمګرۍ هغو ښو کارونو ته، چې نورو ستاسو لپاره ترسره کړي دي، لږ فکر وکړئ او د هغوی له خدماتو څخه قدر داني وکړئ.

د یوې مناسبې ډالۍ ورکړه، نه یوازې ستاسو ارزښت پېژندنه ښکاره کوي، بلکې کولای شي د دې سبب شي، چې نور له تاسو سره ښه اړیکه او دغه راز ستاسو په اړه ښه احساس ولري.

۱۰ ـــ له خپل ځان سره رښتینی واوسئ

کله وخت یوازې خبرې کول نه شي کولای، چې کوم بدلون رامنځته کړي. اړینه ده، چې د خپل پرمختګ او لوړتیا لپاره یو کتاب چمتو کړئ او هغه هر ځای ته له خپل ځان سره یوسئ او ووایئ: «زه د دې لپاره د هڅې په حال کې یم، چې تر ډېره په شېبه کې ژوند وکړم.» تر دې چې موبایل را واخلئ او خپلو دوستانو ته دا ډول پیغام واستوئ: «زه په شېبه کې د ژوند کولو لپاره د هڅې په حال کې یم».

۱۱ ـــ له خپل د خوښې وړ افرادو څخه الهام واخلئ

نورو ته د انګېزې د رامنځته کولو، له هغوی څخه د الهام اخیستلو یا حتا د ورځنیو یاددښتونو لپاره کتل، چې څنګه کولای شئ په سفر کې خپل تګلوري ته دوام ورکړئ، کولای شي ګټور وي.

۱۲ ـــ د خپل پرمختګ کچه وسنجوئ

زما یو له روزونکو څخه ویل: «که نه شئ کولای، چې خپل پرمختګ اندازه کړئ، اصلاً د خپل پرمختګ په لټه کې مه اوسئ.» او ډېر زیات وخت یې مصرف کړ، ترڅو یې زه په خپله موخه باندې پوه کړم.

تاسو د خپل پرمختګ د اندازه کولو لپاره یوه لاره پیدا کړئ، دا هغه لاره ده، چې تاسو خپلو موخو ته رسوي، البته په دې شرط، چې تاسو په هماغه لاره باندې حرکت وکړئ او له خپلې لارې څخه کوږ نه شئ.

۱۳ ـــ پایښت د بریا راز دی

په یو مخیز ډول نه شئ کولای، چې پرمختګ وکړئ، بلکې بریا په تدریجي توګه تر لاسه کېږي. پایښت هغه څه دی، چې د مانا لرونکو بدلونونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، البته هماغه څه دی، چې د ډېری کسانو لپاره سخته ده. تاسو نه شئ کولای، چې په یو مخیز ډول بدلون رامنځته کړئ او په هغه کې ثابت قدمه پاتې شئ. د خپل ځان پرمختګ ورځنی تمرین او د ژوند یو سبک دی.

۱۴ ـــ تل له خپل ځانه غوره کړنې ښکاره کړئ

که غواړئ چې خپل ژوند ښه کړئ، نو باید له خپل ځان څخه غوره کړنې ښکاره کړئ او هڅه وکړئ، چې هر څه په خپل مناسب ځای کې یې کېږدئ. په دې حالت کې، د اعتبار ترلاسه کول نباید ستاسو د ټولو ښو کارونو انګېزه وي. د اعتبار له ترلاسه کولو سره ډېره زیاته مینه او لېوالتیا، د دې سبب ګرځي، نه یوازې خپلو خیر ښېګڼه غوښتونکو موخو ته په رسېدو کې ماتې وخورئ، بلکې شخصیت مو هم د نورو پر وړاندې زیانمن شي.

۱۵ ـــ نور تایید کړئ

تر ټولو غوره کار، چې کولای شئ د یوه ښه او وړ کار سره  په مخامخ کېدو کې یې ترسره کړئ، دا دی، چې ووایئ: «ډېر ښه کار و» یا «ډاډه یم، چې نور به ستاسو له دې کار څخه قدرداني وکړي». تاییدول او له نورو څخه قدرداني کول ډېر ښه کار دی او د یوه مثبت چلند د بنسټیز کېدو او په یوه ښه عادت باندې یې د بدلېدو سبب ګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ