څلوېښت آسانه تګلارې، چې دنننۍ آرامتیا او بریا ته مو رسوي

ژباړه: عطامحمد میاخېل

نن هر څوک په خپل ژوند کې د دنننۍ آرامتیا په لټه کې دی، خو دې موخې ته رسېدل یوازې یوه هیله ده. نننۍ ټکنالوژي او پرمختګ زموږ لپاره ژوند ډېر آسانه کړی دی، خو تر هر وخت زیات په اروایي فشار (سټرس) باندې اخته شوي یو او آرامتیا زموږ له ذهن او جسم څخه کډه کړې ده. د بریالي کېدو لپاره دنننۍ آرامتیا او خوشالۍ ته اړتیا لرو.
د دې لپاره، چې په خپلو کارونو کې بریا ته ورسېږو، اصلي شرط یې په ژوند کې د آرامتیا او خوشالۍ لرل دي. هرمن کین (Herman Cain) وایي: “بریا د خوشالۍ راز نه دی، بلکې خوښي او خوشالي د بریا راز ده. هر کار چې ترسره کوې، ورسره مینه ولرې، نو هرومرو به بریالی شې.
خو څنګه د بریالي کېدو لپاره خوشالۍ او دنننۍ آرامتیا ته رسېدای شو؟
هر کار روزنې او مهارت ته اړتیا لري، د خوشاله اوسېدو لپاره یې هم باید لاره پیدا کړئ. ډېرې زیاتې لارې شته چې موږ ته را زده کوي، چې څنګه په ورځینو سختو او له اروایي فشار ډکو شرایطو کې، خپله آرامتیا وساتو. د دې لیکنې په دوام د آرامتیا موندنې په موخه څلوېښت لارو باندې رڼا اچول کېږي.
دا کارونه ډېر سخت او عجیب نه دي او موږ ته دا را زده کوي، څومره په آسانه توګه کولای شو کوچنیو لاسته‌راوړنو او ورپسې سترو خوښیو ته ورسېږو. یوازې باید په خپل ژوند باندې تمرکز وکړئ او په دې لاره کې رښتیني و اوسئ.

۱ ـــ د قرآن عظیم الشان تلاوت غوږ ونیسئ

د هر قاري (د قرآن عظیم الشان حافظ) تلاوت ته چې غوږ نیسئ، توپیر نه کوي، یوازې بسنه کوي، چې د هغه قاري له غږ څخه ډېر زیات خوند اخلئ او په تاسو باندې ښه اغېزه کوي او آرامتیا دربښي.

۲ ـــ ژوره ساه اخیستنه او ساه ایستنه ولرئ

آرامتیا د رسېدو لپاره یوه چټکه او آسانه لاره، ژوره ساه اخیستنه او ساه ایستنه ده، کله چې په خپلې ساه اخیستنې او ساه ایستنې باندې تمرکز کوئ، مغز مو هم د ساه اخیستنې او ساه ایستنې په ډول ممترکز کېږي او په بدن کې د وینې رسېدنې چاره په ښه توګه ترسره کېږي. نو د بدن دنننی غړي په ښه توګه خپلې دندې ترسرولای شي.

۳ ـــ پلی مزل وکړئ

په تازه هوا کې قدم وهل، ستاسو لپاره ژوند ښکلی کوي او د ذهني آرامتیا سبب کېږي، نو کله وخت قدم ووهئ او له تازه هوا څخه خوند واخلئ.

۴ ـــ له طبیعت څخه خوند واخلئ

له کور څخه بهر شئ او د طبیعت له ښکلا څخه ګټه واخلئ. د الوتونکو غږونو ته غوږ ونیسئ او خپل ځان ته آرامتیا ډالۍ کړئ.

۵ ـــ کورنی څاروی ولرئ

که د کورني څاروي څښتن یاست، له هغه سره د لوبو کولو لپاره یو وخت ځانګړی کړئ؛ ځکه د ورځنیو اروایي فشارونو د له منځه وړلو لپاره یوه ښه او اغېزمنه تګلاره ده. د کورني څاروي په لمس کولو او دغه راز له هغه سره د وخت په تېرولو سره کولای شئ، ټولې شخړې او لانجې له ځانه لرې کړئ او آرامتیا ته ورسېږئ.

۶ ـــ منظم و اوسئ

ګڼه ګوڼه او ګډوډي د اروایي فشار او سردرګمۍ سبب ګرځي، نو پاک او منظم اوسئ، چې له ذهني آرامتیا سره مو ډېره زیاته مرسته وکړي.

۷ ـــ حقیقت ومنئ

د حقیقت منل د دې سبب ګرځي، چې دنننۍ آرامتیا ته ورسېږو. باید دا ومنئ، چې په دې نړۍ کې ډېر داسې څیزونه شته، چې زموږ له اختیار څخه بهر دي، نو هر هغه څه چې کنټرولی نه شو، باید وې زغمو او وې منو.

۸ ـــ حواس مو راټول کړئ

په خپلو پنځه ګونو حواسو باندې تمرکز وکړئ، کله چې حواس مو ګډوډ شي، ذهن به مو د دې فرصت ونه لري، چې په اندېښنو او ستونزو باندې تمرکز وکړي.

۹ ـــ له خپل ځان سره مینه وکړئ

کله چې له خپل ځان سره مینه ولرئ، نو ذهني آرامتیا ته رسېږئ او د لا ډېرې هوساینې احساس به وکړئ، په دې کار سره په خپل ځان باندې باور مو زیاتېږي، د نه خوندیتوب احساس به ونه لرئ او په پای کې دنننۍ آرامتیا مو لا پسې زیاتېږي.

۱۰ ـــ له خپل ځان سره رښتینی و اوسئ

باید چلند مو د خپلو احساساتو او افکارو پربنسټ وي. کله چې له کومې ستونزې سره مخ کېږو، لکه څنګه چې فکر کوو، چلند نه کوو. باید وکولای شو د خپلو غوښتنو او جبر (د نړۍ د غوښتنو) ترمنځ توازن رامنځته کړو او غوره ټاکنې ولرو. د دې دواړو سببونو ترمنځ د توازن رامنځته کول، د دې سبب ګرځي، چې ذهني آرامتیا ته ورسېږو.

۱۱ ـــ ډېر وخاندئ

په خندېدلو سره کولای شئ، د ژوند ښکلاګانې ووینئ، خندېدل تاسو له اروایي فشار او اندېښنې څخه لرې کوي او د هغو هورمونونو د آزادېدو سبب ګرځي، چې په پای کې په تاسو کې د خوښۍ او خوشالۍ احساس زیاتوي.

۱۲ ـــ بې تمې مینه وکړئ

له خپلو شاوخوا خلکو سره مینه وکړئ او د بدیل تمه یې هم مه لرئ. که د کومې تمې پر بنسټ له کوم چا سره مینه ولرئ. د تمې نه پوره کېدل مو، د خپګان او کینې احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي. دا احساس زموږ ذهني آرامتیا له منځه وړي او موږ په تشویش او خپګان باندې اخته کوي.
۱۳ ـــ خپلې روغتیا ته پام کوئ  
خپله روغتیا وسنجوئ او پر خپل ځان پام وکړئ. هر څنګه چې له خپل ځان سره چلند وکړئ، نړۍ به هم له تاسو سره هماغه ډول چلند وکړي، نو پر خپل ځان  مهربانه و اوسئ او هر څه ته چې غواړئ، لاسرسی پیدا کړئ.

۱۴ ـــ خپل ژوند و ارزوئ

ډېره ښه ده چې د خپل ژوند کیفیت وسنجوئ؛ له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ، چې له خپلې دندې سره مینه لرئ؟ بریالی واده مو درلوده؟ ژوند مو په سم تګلوري باندې روان دی؟ د خپل ژوند په اصلاح او ارزونې سره، ذهني آرامتیا ته ورسېږئ.

۱۵ ـــ د خپل ځان لپاره یوه موخه ولرئ

که په خپل ژوند کې موخه ولرئ، نو تګلوري ته د دوام ورکولو لپاره به اړینه انګېزه ولرئ. باید خپلې موخې په هوښیارانه او سمه توګه وټاکئ.

۱۶ ـــ لږ نرم او انعطاف‌منونکی واوسئ

باید په ژوند او له ستونزو سره په مخامخ کېدو کې نرم و اوسئ. سختو افکارو ته بدلون ورکول آسانه دي، تر دې چې وغواړئ هغه سخت شرایط، چې د آیډیاوو د څرګندېدو په مخکې مو خنډ ګرځېدلي. بدلون ورکړئ.

۱۷ ـــ د تېر په اړه فکر مه کوئ

د تېرې او راتلونکې په اړه اندېښنه مه کوئ، یوازې له اوس څخه خوند واخلئ، باید په شېبه کې ژوند وکړئ او اجازه مه ورکوئ، چې تېرې او راتلونکې اندېښنې مو ژوند تریخ کړي، ځکه له تشویش او خپګان پرته به بله پایله ونه لري.

۱۸ ـــ اندېښنې ته اجازه مه ورکوئ، چې تاسو ته راشي

هر فرد په ورځ  کې له ۳۰ څخه تر ۷۵ زره ځله فکر کوي، چې ۸۰ سلنه یې ناڅاپي او تصادفي دي. نباید اندېښمنونکی فکر وکړئ، ځکه چې یوازې له ذهن څخه مو آرامتیا لرې کوي.

۱۹ ـــ خپل ځان کم مه ګنئ

په ژوند کې باید مدعي و اوسئ، تاسو هم د نورو په څېر حق لرئ، چې خپل نظر څرګند کړئ، که په ژوند کې بې ادعا فرد واوسئ، نو هر څه به مو په زیان تمام شي، البته مدعي اوسېدل په دې مانا نه دي، چې تاسو د نورو په پرتله ډېر زیات لومړیتوب لرئ، بلکې په دې مانا دی، چې خپل ځان کم ونه ګڼئ او ډېر هم د خپلو شاوخوا خلکو اطاعت کوونکی ونه اوسئ.

۲۰ ـــ د خپل زړه خبره وکړئ

له دې چې فکر مو په خوله راوړئ، وېره مه لرئ، په دې کار سره په یوه پرېکنده فرد باندې بدلېږئ، باید په دقیقه توګه وپوهېږئ، چې له ژونده څه غواړئ او د څه څیز په لټه کې یاست، کله چې پوه نه شئ، څه غواړئ، نو کومه لاسته‌راوړنه به هم ونه لرئ.
۲۱ ـــ لږ  خپل ځان ته وخت ځانګړی کړئ
باید خپل ځان ته لږ وخت ځانګړی کړئ، په هغو کارونو پسې لاړ شئ، چې د خوښۍ او خوشالۍ سبب مو ګرځي، چې ژوند درته آسانه شي. ډېره ښه ده، چې په خپل ژوند کې توازن رامنځته کړئ.

۲۲ ـــ خوشاله او تازه و اوسئ

خوشاله او له انرژۍ ډک واوسئ، خو چاته زیان مه رسوئ، خپلو لېوالتیاوو ته رسیده ګي وکړئ او ژوند د خپل ځان لپاره په یوې بوختیا باندې بدل کړئ. خپل دننني ماشوم ته د لوبو کولو اجازه ورکړئ، چې ذهني آرامتیا ته ورسېږئ.

۲۳ ـــ هر نه کنټرولېدونکی شی خوشې کړئ

ډېر زیات داسې څیزونه شته، چې بدلون نشئ ورکولای، هرڅومره هڅه چې هم وکړئ، بیا یې هم باید خوشې کړئ، نو باید وکولای شئ، دا څیزونه پیدا او خوشې یې کړئ.
۲۴ ـــ بې دلیله خپل ځان مه رټئ
کله چې تل د خپل ځان د رټلو په حال کې واوسئ، یوازې له ځانه ذهني آرامتیا لرې کوئ. د رټڼې احساس ښایي ستاسو د انګېزې سبب شي، چې په سم تګلوري باندې حرکت وکړئ، خو بیا هم نباید ځان ورټئ، د خپل ځان د رټلو لامل پیدا کړئ، چې ډاډه شئ، پر خپل ځان مو بېځایه فشار نه دی راوستی.

۲۵ ـــ منندوی و اوسئ

په ژوند کې د ټولو نعمتونو او شته څیزونو لپاره شکر کول، ستاسو د دنننۍ آرامتیا سبب ګرځي. باید منندوی واوسئ او کله وخت له خپلو شته څیزونو څخه خپل ځان ته یادونه وکړئ.

۲۶ ـــ له ماتو څخه عبرت واخلئ

هر فرد په خپل ژوند کې له ماتې سره مخ کېږي، خو باید وکولای شئ له خپلې ماتې څخه درس او عبرت واخلئ، د ماتې په اړه سم لید، ستاسو د زړورتیا د ډېرېدو سبب ګرځي. ماتې ستاسو کمزوري نه ښکاره کوي، بلکې په دې مانا دي، په کومه لاره چې روان وئ، ناسمه وه.

۲۷ ـــ ښې او سالمې اړیکې ټینګې کړئ

له نورو سره اړیکه د هر چا لپاره خوندوره ده، نو څومره ښه ده، چې هغوی په خپلو خوښیو کې شریک کړو او ذهني آرامتیا ته ورسېږو.

۲۸ ـــ خپل محدودیتونه پیدا کړئ

که له خپلې هوسا او خوندي سیمې څخه بهر نه شئ، هېڅکله خپل واقعي استعدادنه نه شئ موندلای.

۲۹ ـــ له ځانه منفي احساسات لرې کړئ

په ورزش کولو، د بوختیاوو په څارلو او هر هغه څه چې تاسو ته د خوشالۍ احساس درکوي، له منفي احساساتو څخه به لرې شئ. منفي احساسات کولای شي، ستاسو د اروایي فشار (سټرس) او ناورغۍ سبب شي، نو غوره ده، چې له خپل ژوند څخه یې لرې کړئ او خپل ځان ته خوشالي ډالۍ کړئ.

۳۰ ـــ ډېره بېړه مه کوئ

کله وخت اړتیا نه شته، چې ټول کارونه همدا نن ترسره کړئ، نو په خپل ځان باندې فشار مه راولئ، زغم ولرئ او له خپل ژوند څخه خوند واخلئ.

۳۱ ـــ ډېر زیات بایدونه او نبایدونه مه لرئ

بایدونه او نبایدونه یوازې د دې سبب کېږي، چې په خپل ځان باندې ډېر زیات فشار احساس کړو او هېڅکله دنننۍ آرامتیا ته ونه رسېږو، نو هر باید په «خپله هڅه کوم» باندې بدل کړئ. له خپل ژوند څخه خوند واخلئ او د خپل ژوند لپاره ځانګړی چوکاټ ولرئ.

۳۲ ـــ مهرباني وکړئ

مهرباني زموږ په ذهن باندې فوق العاده اغېزه لري. کله چې له کوم چا سره مینه کوو، نو هغه مینه او محبت موږ ته د زړه ځواک را بښي.  
۳۳ ـــ له پرتله کولو څخه لاس واخلئ
وګورئ چې تاسو د څه څیز په لټه کې یاست او هېڅکله پرتله مه کوئ. هر فرد په خپل ژوند ګې بېلګه لري، چې هغه څاري، نو هر څه چې تجربه کوو، په فرد پورې منحصر دی. خپل ځان له هیچا سره مه پرتله کوئ او د خپل ژوند په تګلوري باندې تمرکز وکړئ.

۳۴ ـــ پر خپلو وړتیاوو باور ولرئ

له خپل ځان سره په خبرو کې له مثبتو او انرژي لرونکو جملو څخه کار واخلئ. کله چې خپل ځان ته ووایئ: «هر خنډ چې زما په تګلوري کې وي، د لرې کولو لپاره یې یوه لاره پیدا کوم.»، ذهني آرامتیا ته رسېږئ. په خپل ځان باندې باور وکړئ او تل ووایئ، چې هر څه سمېږي.

۳۵ ـــ لږ پیسې پس‌انداز کړئ

ډېره ښه ده چې په خپل ځان کې د پس انداز کولو عادت رامنځته کړئ. فکر وکړئ، چې پوروړي یاست او باید هره میاشت یې ورکړئ، نو هره میاشت باید د یاد پور لپاره یوه اندازه پیسې بېلې کړئ. له یوې مودې وروسته به وګورئ، چې ډېرې پیسې مو پس انداز کړي دي. له دې تګلارې څخه د تل لپاره ګټه واخلئ، چې مالي بریا ته ورسېږئ.
۳۶ ـــ لږ قناعت وکړئ
پیسې نېکمرغي نه راوړي، باید په خپل ژوند کې قناعت ولرئ، دا هماغه څه دی، چې تاسو دنننۍ آرامتیا او تل پاتې خوند ته رسوي.

۳۷ ـــ د راتلونکې په اړه فکر وکړئ

راتلونکې ته یو لید ولرئ. آیا راتلونکې اوونۍ به ورته احساس ولرئ؟ آیا اوسني شرایط به مو په راتلونکي ژوند باندې اغېزه ولري؟ ژوند له هغه احساس او فکر څخه ستر دی، چې نن یې لرئ، هغه کسان چې دا خبرې مني، ښه راتلونکې به ولري، نو راتلونکې ته په لید او په ژوند باندې په تمرکز کولو سره، ذهني آرامتیا ته ورسېږئ.

۳۸ ـــ خپل افکار مدیریت کړئ

افکار مو د ژوند کیفیت رامنځته کوي، له خپل ځان سره خبرې وکړئ؛ هماغه ډول، چې تر ټولو غوره دوست مو له تاسو سره خبرې کوي. منفي افکار یوازې له ژوند څخه مو خوند اخلي او له تاسو سره هېڅ مرسته نه کوي.

۳۹ ـــ خپلو باورونو ته ارزښت ورکړئ

په خپلو موخو او باورونو پسې لاړ شئ او په خپل ځان باندې باور وکړئ. کله چې خپل ځان ته د نورو د نظر او تمې پر بنسټ بدلون ورکړئ، د ذهن له آرامتیا څخه به لرې پاتې شئ.

۴۰ ـــ په کافي اندازه ویده شئ

ستاسو بدن ۸ ساعته بشپړ خوب ته اړتیا لري. کله چې ستړي او بې خوبه یاست، هېڅ کار به په سمه توګه ترسره نه شي.

په پای کې…

ژوند تل د بدلون په حال کې دی او باید په خپلو زهرجنو افکارو باندې پام وکړئ. ډېری کسان په منفي افکارو سره خپل ځان ځوروي، نو اندېښنو او منفي افکارو ته ډېره کمه توجه وکړئ او د ژوند په ښکلاګانو باندې تمرکز وکړئ. دا هماغه څه دی، چې تاسو ذهني آرامتیا او په پای کې بریا ته رسوي.          
  

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ