فبروري 26, 2021

ښه ملګری؛ ژوند د ملګري په څېر دی

لیکنه: خالد دانشيار سيدي

موږ تل وايو چې ژوند يوه لوبه يا ننګونه ده. آيا تاسې له ژوند سره د ملګري په څېر چلند کړی؟ يو ځل يې حتمي هڅه وکړئ.
ژوند له تاسې سره هر هغه څه کوي، لکه څه چې يوه ملګری کوي. ځينې وخت خپګان او ځينې وخت خوښي راکوي. ځينې وخت موږ ته ډېره مينه راکوي او ځينې وخت د پښېمانۍ احساس راکوي. ځينې وخت راسره جنګ کوي او ځينې وخت خوند او ارامي راکوي. موږ ټول له ژوند سره ډېره مينه لرو، لکه څنګه چې يې له ملګرو سره لرو.
موږ تل غواړو چې له هغو ملګرو سره پاتې شو چې درک کوي مو او موږ هغوی درک کوو. که چېرې موږ خپل ژوند هم له داسې ملګرو په څېر جوړ کړو نو ژوند به مو ښکلی وي. له ملګري سره لوبې کولی شو. کولی شي ويې نمانځو.
که چېرې ژوند د غوره ملګري په څېر جوړ کړئ، نو تاسې ته به د خوند اخیستلو شېبې درکړي. مګر ستوزه دا ده، چې موږ ژوند نه پېژنو. موږ د هغه څه ستاينه نه کوو چې ژوند يې راکوي. موږ له ژوند سره يوازې منډې وهو، مګر هېڅکله نه درېږو او پوښتنه ترې نه کوو چې ژونده! ته څه غواړي؟
ژوند د لويو شيانو غوښتنه نه کوي. يوازې د لږ وخت غوښتنه کوي چې پاملرنه يې وکړئ. په بدل کې ډېره مينه، ارامي او خوښۍ درکوي.

د خپل غوره ملګري (ژوند) څخه نور څنګه خوند اخیستلی شو

ژوند چې مو په کوم ډول دی، قبول يې کړئ

که چېرې تاسې رښتينی ملګری غواړئ، په کوم ډول چې دی قبول يې کړئ، نو که چېرې ژوند ته د ملګري په څېر ګورئ، لومړی قبول يې کړئ. تل په خپل ژوند انتقاد مه کوئ. ژوند ښکلی او په زړه‌پوری دی. د ژوند ستاينه مو وکړئ او ژوند تاسې ته هغه څه درکوي چې څه تاسې ترې غواړئ.

طبيعت د ژوند ښکلا ده

په ورځني ژوند کې وقفه واخلئ. د اونۍ په ورستيو کې مو له د ښار له ګڼې ګوڼې څخه لېرې سفر پلان کړئ. يو ارام ځای ته ځان ورسوئ. هغه ځای ته لاړ شئ، چېرې چې تاسې او د طبيعت ښکلا وي. په چمن يا باغ کې په لوڅو پښو مزل وکړئ. حتماً به د ارامۍ احساس وکړئ.

ژوند وايي، ډېرې لوبې وکړئ

ځان ته مو د ماشومتوب وخت راياد کړئ. په کوچنيوالي کې مو داسې کومه ورځ راغلې چې تاسې پرته له لوبو تېره کړي وي؟ اوس څه راپيښ شوي؟ له خپل ژوند څخه لوبې مه لېرې کوئ. لوبو ته وخت ورکړئ. ژوند به له تاسې مننه وکړئ چې بدن ته مو انرژي ورکړه.

ژوند وايي، با جرات اوسه

کله څنګه چې موږ لويږو، وېرې ته په ذهن کې ځای ورکوو. حتا موږ د خپل غوره ملګري (ژوند) څخه وېره لرو. داسې کارونه وکړئ چې تاسې وېروي. دا به ستاسې ژوند بيا اختراع کړي. داسې کارونه وکړئ چې پکې وېره وي، يو ځل مو چې وېره تېره کړه، تاسې ژوند لا ښه پيلوئ.

ژوند وايي، د خپلې خوښې کارونه مو تعقيب کړئ

په خپل اضافي وخت کې مو څه ته زړه کېږي چې ويې کړئ؟ نه غواړم چې ځواب مو دا وي، چې په اضافي وخت کې غواړم تلويزون وګورم، آرام وکړم او يا خوب وکړم. زما ګرانه، د مړينې وروسته د خوب لپاره کافي وخت لرې. ژوند تل وايي، وېښ اوسه او هر هغه څه لاسته راوړه چې تاسې يې هيله لرئ.
مه واياست چې تاسې کوم شوق نه لرئ. لوبې، ليکل، لوستل او ورته کارونه مو خوښ دي؟ ويې کړه. دا کار به ستاسې ژوند ته تغذيه ورکړي.

موسکا د ژوند ډالۍ ده

ډېره موسکا کوئ، دا د انسانانو لپاره په ژوند کې يوه غوره ډالۍ ده. يوه موسکا مو شاوخواته خوښي خپروي. کله چې موږ موسکا کوو، ژوند له موږ سره مينه کوي. يو چا ډېر ښه ويلي، که ژوند تاسې ته د درد سل وجې درکوي، تاسې هڅه وکړئ، ورته وښاياست چې تاسې د موسکا کولو لپاره سل وجې لرئ.

ورځ راونيسئ

معنا دا چې د هرې شېبې څخه مو ګټه پورته کړئ. يو ځل چې ورځ يا شېبه تېره شوه، بېرته يې نشئ راګرځولی. څومره چې تاسې کولی شئ، له هرې شيبې ګټه پورته کړئ او خوند ترې واخلئ.

ژوند وايي، ځان وپلټئ

موږ هر يو بې مثاله پېدا شوي يو. خپل انفراديت مو وپلتئ. خپلې وړتياوې وپلټئ. په دې کاینات کې خپل ماموريت پېدا کړئ. يو ځل چې تاسې د ژوند رښتينی هدف وموند، بيا ژوند به مو بدل شي.

د ژوند له مزل څخه مو خوند واخلئ

اهداف وټاکئ، او پر مخ لاړ شئ. لکه څنګه چې درته منزل اهميت لري، په ورته ډول دې مزل ته هم اهميت ورکړئ. اصلي خوښي د هدف ترلاسه کولو کې نه، بلکې په ترسره کولو کې موندل کېږي، نو د خپل ژوند سفر څخه مو خوند واخلئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*