بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

د ژوند مثبت بدلون

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

نن لاس په کار شئ.

یو چینایي متل دی، چې د ونې د کښت لپاره ښه وخت ۲۰ کاله مخکې و. وروستی تر ټولو ښه وخت یې اوس دی.

که تاسو په تمه یاست چې د هغه کار لپاره ټول شرایط تیار شي چې غواړئ ترسره یې کړئ او وروسته یې پیل کړئ، ډاډه اوسئ چې هغه وخت هېڅکله نه راځي.

ډېری وخت مو د هغو کارونو لپاره افسوس کړی چې ترسره کول مو یې غوښتل، خو د یوه لامل له وجې مو نه دی ترسره کړی او هغه فرصت مو له لاسه ورکړی.

راځئ مخکې له دې چې نور هم ځنډ وکړو او بیا پښېمانه شو، له شرایطو څخه شکایت بس کړو، لاس په کار شو او له هغه وخت ګټه پورته کړو چې په اختیار کې یې لرو.

خپل ورځني کارونه لیست کړئ

هره شپه، مخکې له خوب څخه، د سبا کارونه درسره لیست کړئ. په دې کار سره به د راتلونکې ورځې لپاره ګټور پلان جوړ کړی وي او د شپې په اوږدو کې خپل مغز ته دا فرصت ورکوئ چې د سبا کارونه په کټګوریو ووېشئ.

د وخت له منځه تللو ته پام وکړئ

وخت د انسان تر ټولو لویه شتمني ده، چې په ډېره چټکۍ سپمول کېږي. هره ثانیه چې په منفي او بې ګټو کارونو کې تېروئ، په واقعیت کې د هغه عمر بربادول دي چې هېڅکله نه راګرځي.

هر کله مو چې دا احساس وکړو چې په داسې شرایطو یا مجلس کې یاستئ، چې د وخت د له منځه‌تللو لامل کېږي، شرایطو ته بدلون ورکړئ او هغه کارونه پیل کړئ، چې لیست کړي مو دي.

هر کله د یوه ځل لپاره ځان ورغوئ

ټول ژوند یوازې سخت کارونه، مڼډې او په ځمکه لوېدل نه دي. ځینې وخت د ځان راحت کول اړین وي. راوګرځئ او خپل تېر وختونه په لنډ ډول وڅېړئ. د خپل ژوند ټول کارونه وڅېړئ او وګورئ چې د ژوند په سم مسیر کې روان یاست؟

د سمو او ګټورو کارونو لپاره ځان ته آفرین ووایاست او که په کړو وړو کې مو څه کمي او تېروتنه وي، هغه اصلاح کړئ.

دا کار مو د تازه کېدو لامل کېږي، چې تازه شئ او موخې ته د رسېدو لپاره مو انګېزه ډېره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ