د ژوند انقلاب د خدای حکمت دی

ژباړه: نسیمه محمدي

ژوند ډېر ساده دی، له هماغه لاس څخه چې یې اخلو، بېرته یې له هماغه لاسه ورکوو.
د ځان په اړه چې هر ډول فکر/ اندېشه ولرو، راته په واقعیت بدلېږي.
زه باور لرم، هر څوک زما په شمول، د ټولو هغه څیزونو لپاره چې په ژوند کې رامنځته کېږي، مسوول دي.
هر فکر/ خیال چې زموږ له ذهن څخه تېرېږي، راتلونکې مو جوړوي.
د خپل او نورو د ژوند په اړه که هر ډول عقیده ولرو، زموږ لپاره په واقعیت بدلېږي. کاینات موږ د هر فکر سره چې لرو یې په بشپړه ملاتړ کوي.
خپل قدر/ ارزښت باندې پوه شئ، چې دا دېته ورته عبارات:
«نارینه باید و نه ژاړي» یا «ښځینه عاید او ګټه نشي ترلاسه کولای»، محدوده کوونکي عقاید دي، چې باید په ژوند کې یې څنډې او اړخ ته کړو.
د ځواکمن کېدو ټکی تل، د حال په شېبه کې دی.
ټولې هغه پېښې چې تر اوسه مو په ژوند کې تجربه کړي، د افکارو محصول دی، چې پرون، میاشت، کال، لس کاله، څلوېښت کاله… یا له دې وړاندې مو کارولي.
که باور وکړو که ونه کړو، موږ خپل افکار او خیالونه ټاکلي. هر هغه څه چې زموږ په باور کې دي، په واقعیت بدلېږي. بډایه او په غټ زړه باید فکر وکړو.
د انسان ټولې ناروغۍ د هغه له فکر سرچینه اخلي، یانې زموږ افکار دي، چې په وجود کې ناروغۍ پیدا کوي:
سردرد؛ د ځان او نورو څخه د انتقاد په دلیل.
زکام: د ذهني ګډوډیو د شتون په خاطر.
د مفاصلو درد: مینې او ګرمې غېږې ته د اړتیا په خاطر.
د وینې فشار: د اوږد‌مهاله عاطفي ستونزو له امله، چې ناحله پاتي.
تایراید: د ستونې بعض، چې انفجار یې نه دی کړی.
سرطان: د ځان او نورو د نه بښنې په خاطر.
ام- اس: د اوږدمهاله عصبانیت او کینې ساتلو په وجه.
شکر/ ډیابټ: د افسوس خوړولو په خاطر.
راځئ خپل فکرونه پاک او ووینځو؛
نور وبښو، ځان وبښو، ډېره مینه وکړو.
لږه ګیله/ شکایت وکړو، پرېمانه وخاندو او خوښ و اوسو.
او پوه شو زموږ افکار ډېر غښتلي او اغېز‌ناک دي او ډېرې حیرانوونکي اغېزې پر ځای پرېږدي.
لوئیز هې شفای درون
یوې مېرمنې ډاکټر ته وویل:
نه پوهېږم ولې خفه یم او ځان بدمرغه ښځه ګڼم.
ډاکټر وویل: باید د ښار پنځه تنه تر ټولو نېکمرغه کسان پیدا کړې او د هغوی څخه یې د خوشبختۍ په اړه واورې. مېرمن لاړه او د څو اونیو وروسته راغله، خو اصلاً خفه نه وه.
ډاکټر ته یې وویل: د هغه پنځه کسانو پیدا کولو لپاره، د پنځوسو کسانو په لټه وګرځېدم، چې فکر مې کاوه، تر ټولو نېکمرغه دي، خو کله مې چې د هغوی د ژوند کیسې واورېدې، نو پوه شوم چې زه تر ټولو نېکمرغه یم.
نېکمرغي یو احساس دی او حتماً د پیسو سره لاس ته نه راځي.
نېکمرغي د ژوند څخه رضایت او د شته شیانو لپاره یې شکر ایستل دي، نه افسوس خوړل د هغه لپاره چې نه یې لرو.
پروردګاره شکر…
پوهېږئ پر خدای باور یانې څه؟
سلیمان(ع) له مېږي وپوښتل:
د یو کال په اوږدو کې څومره خوراک کوې؟
مېږي وویل: درې دانې
نو هغه یې په یوه قوطۍ  کې کېښود…
او درې دانې یې هم ورسره کېښودې!!!
یوکال وروسته….
سلیمان(ع) قوطۍ خلاصه کړه او ویې لیدل، چې یوازې یوه نیمه دانه یې خوړلې!!
په حیرانتیا یې وپوښتل، ولې؟
مېږي وویل: کله چې زه آزاد وم، ډاډه وم چې خدای زما روزي راکوي او هېروي مې نه…
خو کله چې تا زه په دې قوطۍ کې کېښودم، وېرېدم چې ما به هېر کړې! نو په خوړلو کې مې احتیاط وکړ تر څو وکولای شم یوکال بل له پاتې دانې تغذیه وکړم!!!
خدای پاک فرمايي: د ځمکې پر مخ هېڅ ژوندی موجود نشته، مګر دا چې روزي یې د خدای په غاړه ده..
کبانو خدای ته د سمندر له طوفان/ یون شکایت وکړ، سمندر آرام شو او هغوی د ښکاریانو ښکار شول!!!
د ژوند یون/ انقلاب د خدای حکمت دی.
له خدایه باید آرام زړه وغواړو نه، آرام سیند
زړه مو تل آرام….
شکسپیر وايي:
زه تل خوشحاله یم، پوهېږئ ولې؟
د دې لپاره چې له هېچا؛
د څه لپاره تمه نه لرم،
تمې تل زیان اړوونکې وي.
ژوند لنډ دی…
نو د ژوند سره مینه وکړه…
خوښ اوسه… او وخانده… یوازې د ځان لپاره ژوند وکړه او…

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.