ژوند له خوندورو مطالبو ډک کتاب دی

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

ژوند د الله تعالی له طرفه تر ټولو لويه ډالۍ ده، چې موږ ته يې د ځان‌پيژندنې لپاره راکړې ده.
ژوند له نن پرون او سبا څخه عبارت دی. بايد له پرون، نن او سبا څخه ګټه واخلو، ځکه ژوند دقيق تصمیم ته وایي. دا تصمیمونه هره شېبه، ورځ، میاشت  یا هم په کال کې بدلېدلای شي، نو موږ ته بویه چې سمه پړېکړه وکړو او له دې نعمته پوره ګټه واخلو.
ژوند ډېرې موخې لري چې هغو ته د رسېدلو لپاره ممکن له ډول ډول خنډونو سره مخ شو، خو حوصله به نه بایلو، ستونزو ته به پرانیستې غېږ ورځو، چې خپلو موخو او برياوو ته ورسېږو.
د ژوند بله موخه تقوا او پرهېزګاري ده. یانې دا چې تل باتقوا او خپل رب ته ژمن واوسو.
ژوند د انسانيت لوی درس دی، چې هر څوک يې په ډېره ښه ټوګه اخیستلای شي، نو دا په انسان پورې هم اړه لري چې ښه درس ورڅخه اخلي که بد.
ژوند کاميابي نه ده، بلکې يوه مبارزه ده. د ژوند له ناخوالو سره باید تر هغو مبارزه وکړو، چې یو څه لاس ته راوړو او خپل حق ترلاسه کړو.
ژوند د ستونزو يوه داسې لړۍ ده چې له هيلو ډکه ده، نو موږ ته نه ښایي چې په ژوند کې ناهيلي شو.
ژوند يوه ډرامه ده، هر لوبغاړی یې له خپلې خوښې سره سم تمثیلوي، خو بريا د هغه چا په برخه کېږي چې ښه تمثيل وکړي.
ژوند مينه ده. څوک يې د پلار څوک يې د مور، څوک يې د خور او ورور او یا هم د خپلې مينې/ میَن په سترګو کې ګوري.
ژوند روانې اوبه دي چې بېرته نه راګرځي. څومره چې پر مخ ځي، هغومره عمر کمېږي، نو بايد د خواږه عمر هره لحظه غنیمت وګڼو، خوند ترې واخلو او پرېنږدو چې بې ځایه او بې خونده تېره شي.
نو ژوند ته ټاکلی تعريف نشو ورکولای. هر څوک له خپل لیدلوري ورته ګوري، چا ته ښايسته، چا ته بدرنګ، چاته خوږ، چاته تریخ، خو په ټوله کې ژوند ښکلی دی!
که ژوند کول غوارئ، نو د توپ په څېر اوسئ. ليدلي به مو وي، توپ چې څومره کلک پر ځمکه لوېږي، هغومره لوړ ټوپ وهي.
تل بايد ژوند په دوو کلمو خلاصه کړو؛ له ښو شېبو خوند اخيستل او پر بدو صبر کول.
ژوند کې لوړې او ژورې راځي. په لوړوالي کې غرور او په ژوره کې همت له لاسه ورنکړو.
ژوند يو کتاب دى!
ژوند ته که له هر اړخه وگورو، ښکلى دى.
خو هغه ژوند تر ټولو ښه دی، چې مينه پکې وي. بې مینې ژوند بې مالګې دېګ دی. نو تل هڅه وکړئ چې مینه وکړئ!
له خپلې کورنۍ، له ملګرو، ټولګیوالو او په ټوله کې له انسانیت سره.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ