ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

د ۵۰ کلنې ښځې ښکلا او ځوانۍ د هغې اولادونه له ستونزو سره مخ کړي

ژباړه: عایشه حیدري

نن سبا د هوسا ژوند او بېلابېلو امکاناتو ځوان پاتې کېدل اسانه کړي دي، او په لوړ عمر کې هم ښکلې څېره او ځوان صورت لرل ستونزمنه خبره نه ده. د څېرې د ښکلا او ځوان پاتې کېدو لپاره نن سبا خلک په ځانګړي ډول ښځې له بېلابېلو لاروچارو کار اخلي، ډېری ښځې چې په دوامداره توګه ورزش کوي او په منظم ډول په خپلو خوړو کې له سبو او مېوو څخه ګټه اخلي نسبتاً ځوانې پاتې کېږي، خو ځینې ښځې بیا داسې دي چې د ډېر لوړ عمر لرلو سره سره یې هم څېره تر شل کلنې پېغلې ښکلې وي.

د دغو ښځو له ډلې یوه هم پوسپا ډېوي Puspa dewi ده، چې د نننۍ لیکنې موضوع مو هم د پوسپا ډېوي د ځوانۍ د راز ترڅنګ د هغې د ځوانې څېرې له امله د هغې د زامنو ستونزو ته ځانګړې کړې ده. لیکنه تر پایه ولولئ او په دې اړه مالومات تر لاسه کړئ چې د پوسپا ځوانې څېرې د هغې زامنو ته څه ستونزې پیدا کړي دي.

پوسپا ډېوي د اندونیزیا اوسیدونکې او د یاد هېواد يوه تکړه ژباړونکې ده. پوسپا واده کړی او اوس دوه زلمي زامن لري، مېرمن ډېوي پنځوس کاله عمر لري خو څېره یې د شل کلنې پېغلې له څېرې سره هېڅ توپیر نه لري.

مېرمن ډېوي د شهرت کیسه د هغې د ژوند د ۵۰ کلیزې د لمانځنې له محفل څخه هغه مهال پیل شوه چې د هغې مشر زوی یو کورنۍ انځور پر انسټاګرام خپور کړ، خو دغه انځور دومره مشهور نه شو، وروسته د پوسپا مشر زوی یو ځل بیا خپل او د خپلې ځوانې مور ګډ انځور پر انسټاګرام خپور کړ، دغه انځور د ټولنیزو شبکو پر پاڼو غوغا خپره کړه، هیچا باور نه کاوه چې په انځور کې ولاړه ښځه او نارینه به مور او زوی وي. هر چا به ورته ویل چې تاسو دواړه کوژدن شوي یاست او یا ښځه او مېړه یاست. خو کله چې دغه ځوان هلک د خپلې مور عمر پر خپل انیسټاګرام خپور کړ او وې ویل چې پوسپا ډېوي یې مور ده، خلکو ډېر حیرانونکي غبرګونونه وښودل او د هغه د انسټاګرام پاڼې ته بې شمېره پیغامونه واستول شول، او لا هم چا باور نه کاوه چې دغه ځوانه مېرمن دې پنځوس کاله عمر او دوه زلمي زامن ولري.

دا چې خلکو پوسپا ډېوي د هغې د مشر زوی مېرمنه بلله نو د پوسپا لوی زوی ته اندیښنه پیدا شوه، ځکه هغه د خپلې مور ترڅنګ په ازاده توګه نه شو ګرځېدلای.

وروسته تر دې چې د پوسپا د خپلې ځوانې څېرې له کبله شهرت تر لاسه کړ د اندونیزیا وګړو او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د هغې مینوالو له هغې دا پوښتنه کوله چی څنګه په دومره لوړ عمر کې دومره ځوانه څېره لري؟

پوسپا ډېوي د خپلو مینوالو په ځواب کې د خپلې ځوانې د راز په اړه وویل، چې هغې هېڅکله د ښایست تر لاسه کولو لپاره او یا د ځوان څېرې درلودلو لپاره جراحي نه ده کړې، او د هغې ځواني ارثي ده ځکه چې د هغې مور او نيا هم په لوړو عمرونو کې ځوانې څېرې درلودې، هغه زیاتوي چې د وراثت ترڅنګ د هغې د ځوانۍ راز په طبیعي خوړو کې هم دی، ځکه چې هغه تل له طبیعي خوړو څخه ګټه اخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ