پوهنه خوندیتوب ځوانان او زده کړې روغه سټه

هغه څه چې له امله یې ځوانان بې لارې کیږي

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

داسې ډېر عوامل دي چې د هغه په ترسره کولو ځوانان بې لارۍ ته ځي، لکه:

۱ـ د دیني جذبې کمزورتیا او د ایمان کمښت، کله چې زموږ ایمان کمزوری وي، نو موږ پر ځان هم حاکمیت نشو درلودلای.

۲ـ د بچو په تربیه کې د مور او پلار کمزورتیا، د هر اولاد په روزنه کې مور او پلار رول لري، ځکه دوی باید خپل اولادونو ته ډېره پاملرنه وکړي.

۳ـ له بد اخلاقو او مفسدو سره ملګرتیا کول، لکه یو متل دی کوم چا سره چې اوسې په خوی به د هغو شې، نو ملګري هم زموږ ژوند کې اړین رول لري داسې ملګري باید وټاکو چې د ښو اخلاقو څښتن وي.

۴ـ ځوانانو باندې پاملرنه نه کول چې دا کار د دې سبب کېږي چې دوی خپل کور کې له کورنۍ سره د بیګانګۍ او یوازیتوب احساس وکړي.

۵ـ ځوانانو ته ډېر ارامه او هوسا ژوند برابرول، هر څه چې له کچې ډېر شي خرابېږي، نو باید په هر کار کې تعادل ولرو.

۶ـ ځوانان وزګار او بې کاره پرېښودل، که دوی بېکاره وي نو نورو خواته یې پام اوړي.

۷ـ له مشهورتیا سره مینه او په چټکتیا سره مالدارۍ ته رسېدل.

۸ـ د مراهقې (۱۳ او ۱۴) کلنۍ په حالت کې خپل بچي بې سرنوشته پرېښودل.

۹ـ له ځوانانو سره د شهوت پوره والی او د واده کولو ستونزه.

۱۰ـ د بې لارې کېدلو خواته د نفس چمتوالی.
۱۱ـ په ځوانانو باندې د ټولنې لخوا فشارونه او د نیکې او ښه ټولنې نشتوالی.

۱۲ـ په دنیا او اخرت کې د الله د عذاب څخه بې خبره او بې پروا پاتې کېدل.

۱۳ـ د غربي عنعناتو تقلید، هر څومره موږ د نورو نه تقلید وکړو هغه هم د غلطو کارونو هغومره موږ ته زیان رسیږي.

۱۴ـ د مشهورو مفسدو خلکو سره محبت کول.

۱۵ـ ټلویزیوني چاینلونه او هغه ناوړه او جنسي پلیتۍ ته جذبونکې فلمونه لیدل.

۱۶ـ د رسنۍ مختلف وسایلو باندې د ځوانانو مبتلا کېدل چې د دوی د بې لارې کېدلو مهم عامل دی.

۱۷ـ له اولادونو سره د والدینو سخت چلند، یا هغوی ته ډېر ناز ورکول، باید په سمه توګه چلند وکړو او نه هم په اوږو پورته کړو.

۱۸ـ په ځوانانو باندې د مادیاتو غلبه او د نیکو اخلاقو او خویونو څخه لرېوالی.

۱۹ـ په دیني شعائرو کې تنبلي خصوصا د لمانځه په مهمه فریضه کې.

۲۰ـ په دین کې د جدیت څخه کار نه اخیستل، او د دین په هر کار کې وروسته کېدل.

۲۱ـ د وخت ضایع کول په بې ضایع کارونو، اسراف او بې ځایه خرچ کول، لکه ټوله ورځ فیسبوک کې بوخت اوسېدل.

۲۲ـ کبر او غرور، د دې سبب کېږي چې موږ بې لارې شو.

۲۳ـ نشه کول او یو تر بله په نشه یي توکو کې همکاري کول.

۲۴ـ د مفسدو خلکو پېښې کول او د هغه په شان جوړول، نو همدا کار وړو وړو موږ هم همداسې کوي

۲۵ـ له خلکو سره که بد اخلاقي او بد چلند وکړو دا مو عادت ګرځي او نور هم موږ بې لاریتوب ته وړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ