سپورټ کرکټ کلتور او هنر مخکښان

په آی پي اېل کې ځوان لوبغاړي

د ای پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې چې د سپټمبر په ۱۹ مه په عربي متحده اماراتو کې پیل شوي، پکې د ځوانو لوبغاړو پایله مثبته ده.

د مثال په ډول د یو څو ځوان لوبغاړو یادونه کوو.

راشدخان ۲۲ کاله عمر لري، په آی پي اېل مطرح لوبغاړی دی او په ښه ایکانومي کې درېیم ځای لري.

واشېنګټن سونډر ۲۰ کاله عمر لري او آر سي بي لوبډله کې ښه بالر دی.

یس واشي جېسوال چې د ۱۹ کلنو لوبډلې ښه لوبغاړی دی او د راجستان په لوبډله کې لوبېږي.

جېسوال ۱۸ کاله عمر لري او یواځې یوه لوبه کې لوبېدلی او نور چانس نه دی ورکړل شوی.

عبدالصمد چې ۱۸ کاله عمرلري، له حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي الراونډري یې مثبته ده.

پرېیم ګرګ ۱۹ کاله عمرلري، له حیدراباد لوبډلې سره لوبېږي او تېره لوبه کې یې د چینای سوپرکېنګز پر وړاندې په ۲۳ توپونو نیمه سلیزه ووهله او د لوبې غوره  لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

ریوي بېشنوای ۲۰ کاله عمر لري، د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي او توپ اچونه یې په زړه پورې ده.

ابي شک شرما له حیدراباد لوبډلې سره لوبېږي، ۲۰ کاله عمر لري او الراونډري یې په زړه پورې ده.

دېفدت پاډیکل کیڼ لاسی توپوهونکی دی، ۲۰ کاله عمر لري او د آر سي بي لوبډلې سره اوپننګ ته راځي.

دی چټک لوبغاړی دی په ۴ لوبو کې یې ۳ نیمه سلیزې وهلي دي او د بنګلور لوبډلې ته یې چټک سټارټ ورکړی دی.

کاملېش نګرکوټی د کلکتې لوبډلې سره لوبېږي او ۲۰ کاله عمر لري، توپ اچونه یې ښه ده او لوبډله یې په لوبو کې د لوبولو تکل لري.

پرېتوي شاو د ډیلي کپېټلز اوپنر توپوهونکی دی، ۲۰ کاله عمر لري او تېره شپه یې د کلکتې خلاف په خپل ښکلي اوپننګ سره ۶۳ منډې وکړې.

شوبمن ګېل ۲۱ کاله عمر لري له کلکتې لوبډلې سره اعتمادي لوبغاړی دی او یوه لوبه کې یې له اویا زیاتو ناسوځېدلو منډو د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

شېوم ماوې هم ۲۱ کاله عمر لري او له کلکتې لوبډلې سره فسټ بالر  دی، چې یوه لوبه کې یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه اخیستې ده.

ippppp.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ