ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

د ځمکې پر مخ جنت یو حالت دی، نه یو ځای

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

په ژوند کې مې د خپلو تجربو پر بنسټ دا زده کړي، هغه څه چې خلک یې د ځمکې په سر جنت نوموي یو حالت دی، نه یو ځای، بلکې هغه وضعیت دی چې ژوند کې تېروي. کله چې تاسو خپل ذهنیت ته وده ورکړئ، د زړه غوښتنې مو تطهیر کړئ، روغتیا مو لوړ حد ته ورسوئ او معنویت مو ډېر کړئ، ستاسو تجربه د ژوند له لیدلو او د ژوند له تېرولو بدلېږي.

که دا مهم کار ونه کړئ هېڅکله به مو ورته پام نشي. دا خبرې لکه د یوه عجیب او غریب بوډا سړي غوندې ښکاري. په یوه لېونۍ نړۍ کې، ټولو عاقلو انسانانو ته د لېونو خیال کوي. ستاسو ټوله ښادي او غټې بریاوې ستاسو له هغه عشق سره تړون لري چې له ځان سره یې لرئ تړون لري.

ستاسو نیم هوښیار ذهن د هغه څه لپاره، چې نورو خلکو د ماشومتوب په وخت کې درته ویلي، ستاسو شجاعت ډېر کم ښیي او ستاسو مشري پټوي.

“که واقعاً غواړئ د ژوند په جادو کې لوبه وکړئ، د دې مورد په اړه ښه فکر وکړئ”

راتلونکی یوه بښنه ده،نه یو حق

هېڅکله خپله قهرماني او هوساینه مو په تعویق کې مه اچوئ. داسې کېدای شي چې ژوند مو په یوه ساعت کې له منځه لاړ شي. انسان یو هیله‌مند موجود دی، هره ورځ پېښې، مړینې او ناروغۍ منځته راځي. دا د انسان طبیعت ده چې فکر کوي چې دا پېښې هېڅکله منځته راتلونکې نه دي.

په دې حال کې ټول عاقله انسانان، ډېرې خبرې د ژوند د ناپایدارۍ په هکله موږ ته رازده کوي. دا لیدلوری ولرۍ او له خپلې ورکې سره اړیکه ټینګه کړۍ.درک کړۍ چې ورځې به مو يوه ورځ پای ته ورسېږي او له هر ښکلې سهار څخه په تېرېدلو پایته نږدې کېږئ. خپل استعدادونه او قدرتونه په تعویق کې مه اچوئ او حتماً د ژوند له دې مسافرت څخه خوند واخلئ.

کله چې عظمت ته د رسېدلو لپاره کوښښ کوئ، خوښ و اوسئ. ډېره د غم وړ خبره ده چې ډېری کسان مخکې له دې چې ډېر زاړه شي له خپل ژونده خوند نه اخلي. ژوند ډېر یو ښه سفر دی. هو، موږ زړه ماتېدل تجربه کوو، خو ژوند عمدتاً ښه دی.

هر قهرمانانه داستان، یو بد سړي، غمجنو پېښو او همدارنګه اخري بریاوو ته اړتیا لري، چې د لیدلو ارزښت ولري. د ژوند لنډوالي ته فکر وکړئ. خوښي تر هغو پورې په تعویق کې مه اچوئ، چې په بانک ډېرې پیسې ولرئ.دا ټولې بهانې دي، دا بهانې لرې کړئ، ممکن سبا نشي. له خپلو ټولو سهارونو څخه خوند واخلئ او په دې نړۍ کې د خپل حضور قدر وکړئ. داسې رفتار وکړئ چې وایي تل ژوند کوئ،کله چې مو د ژوند اخر رارسېږي، پوهېږئ چې ښه ژوند مو درلود.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ