هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

د ذهني فشار ځیني عام لاملونه

لیکنه: سټیفني لاینزر
ژباړه: غازي عابد

د ذهني فشار یا سټریس لاملونو په اړه ډیرې څیړنې شوي او ډیر سببونه یې په ګوته شوي دي؛ چې په حقیقت کې دا ټول ثابت شوي سببونه او ورته مطابق موندل شوې حل لارې یې مناسبې دي.

دلته ځینې نور لاملونه شته چې ممکن ځیني یې له نورو سره توپير ولري او ستاسې لپاره نوي وي، که چیرته نوي وي، په دې هیله چې ورته متوجه اوسو، څو بیا تکرار نه شي.

۱- ډیر ځانته او خودخواه اوسېدل او یوازیوالی غوره کول.

۲- موقتي کارونه کول. مثلاً داسې درمل خورې چې موقت دې ښه کړي، یا داسې کار کوې چې موقت درته ګټه ورسوې، همداراز د ستونزې لپاره یوه ښه لار موندلی شې، خو ته یې په بې ضرورته موقته لاره تګ کوې.

۳- په زوره او بې پامه سره کلک دریدل. لکه په زوره چې روان یې د پښو حرکت کلک ودروې. یعنې یو کار کوې یا په لاره ځې بې ضرورته یو ناڅاپه ځای پر ځای کلک ودریږې، ددې ترڅنګ موټر چلوې په ناڅاپي ډول یې بریکونه ونیسې، چې دا کار دې بیا په وجود فشار راوړي.

۴- کم ښکاریدل او له خلکو سره ډیره کمه ناسته پاسته کول. که چیرته له خلکو ځان پټوې دا هم درته سټرس یا فشار در اچوي.

۵- د نورو لپاره او د نورو په واسطه غلط او بې فایدې استعمالیدل. ځیني اشخاص چې څوک څه رقم لوبوي هماغسې یې لوبوي، چې دا کار هم انسان له فشار سره مخ کوي.

۶- ډیر شور، ځوږ او عالمغال او نور ددې لامل کیږي چې خلک له یو ډول ذهني فشار سره مخ شي.

۷- له ډیرو تیزو ګروپونو او رڼاګانو سره د شپې له لورې مخ کیدل، لکه ځینی ډریوران یا موټر چلوونکي چې د بل موټر تیزو رڼاګانو سره مخ شي، نو دا هم ورته د فشار تر څنګ بیلابیلې ستونزې جوړوي.

۸- ډیر جدي او سیریز اوسیدل. تندی تل تروش او تریو نیول.
او داسې نور…
.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */