فوټبال؛ زین‌الدین زیدان ریال ماډریډ لوبډله پرېږدي

د فرانسې د فوټبال ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی، چې په بېلابیلو نړیوالو کلبونو کې یې هم سیالۍ کړې دي، اوس د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکی دی، ددې لوبډلې څخه د روان پړاو په پای کې جلا کیږي.

د راپورونو له مخې د فوټبال د روان پړاو، چې ډېر ژر به پای ته ورسیږي، ریال ماډریډ لوبډله پرېږدي او زین‌الدین زیدان د ریال ماډریډ کلب مسئولینو ته هم دا پيغام رسولی.

ګُل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې زیدان د ریال ماډریډ کلب ته ویلې، چې د ۲۰۲۰ـ ۲۰۲۱م کال د فوټبال پړاو تر پای ته رسېدو وروسته ریال ماډریډ لوبډله پرېږدي.

 

 

یوونټوس هغه لوبډله ده، چې د زین‌الدین زیدان سره یې د تړون په موخه چمتوالی ښوودلی.

 

د زین الدین زیدان لوبې

 

۱ـ د ۱۹۸۹ ـ ۱۹۹۲م کال پوري یې کانیس لوبډله کې ۶۱ لوبو کې ۶ ګولوهنې وکړې.

۲ـ د ۱۹۹۲ ـ ۱۹۹۶م کال پوري یې بورډیکس لوبډله کې ۱۳۹ لوبو کې ۲۸ ګولوهنې وکړې.

۳ـ د ۱۹۹۶ ـ ۲۰۰۱م کال پوري یې یوونټوس لوبډله کې ۱۵۱ لوبو کې ۲۴ ګولوهنې وکړې.

۴ د ۲۰۰۱ ـ ۲۰۰۶م کال پوري یې ریال ماډریډ لوبډله کې ۱۵۵ لوبو کې ۳۷ ګولوهنې وکړې.

۵ـ د ۱۹۹۴ ـ ۲۰۰۶م کال پوي یې فرانسې ملې لوبډله کې ۱۰۸ لوبو کې ۳۱ ګولوهنې وکړې.

 

ریال ماډریډ لوبډله د زیدان تر روزنې لاندي

 

زین الدین زیدان په ۲۰۱۶م کال کې د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکی شو، په ۲۰۱۸م کال کې ورڅخه د بېلابېلو مسائیلو په تړاو جلا شو، خو تر څو مودې وروسته ورسره بیا یوځای شو او دا دی تراوسه د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکی دی او یوځلې بیا یې د جلا کېدو راپورونه خپریږي.

د ویکپيډیا د معلوماتو له مخې زیدان تر دې دمه پورې د ریال ماډریډ لپاره په ۲۶۱ لوبو کې د روزونکې دنده پر مخ وړې، چې له ډلې یې ۱۷۲ لوبې ګټلې، ۳۶ لوبې یې بایللې او ۵۳ لوبې یې بیا مساوي پای ته رسېدلې دي.

 

وروستي مطالب