فوټبال؛ زین‌الدین زیدان په رسمي توګه ریال ماډریډ لوبډله پرېښوده

د فرانسې د فوټبال ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی، چې په بېلابیلو نړیوالو کلبونو کې یې هم سیالۍ کړې دي، د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکی و، ددې لوبډلې څخه نور په رسمي توګه جلا شو.

د اسپانوي کلب «ریال ماډریډ» له لوري په خپره شوې اعلامیه کي راغلې، چې د ځینو بېړنیو ستونزو له امله زین‌الدین زیدان له خپلې دنډې استعفاء وکړه، خو د یادو بېړنیو ستونزو په اړه یې نور جذیات نه دي ورکړي.

دا چې زیدان د خپل تړون په اساس باید تر ۲۰۲۲م کال پورې له یادې لوبډلې سره پاتې شوی وای، خو دې کلب پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د یاد خبر تر یایید وروسته ویلې، موږ د زین‌الدین زیدان پرېکړې ته درناوی لری.

یاد کلب ویلي:

«موږ د زیدان د پرېکړې درناوی کوو او د هغه د مسلکیتوب، وقف، جذابیت چي په تېرو کلونو کي یې ددې کلب لپاره د لوبغاړي او روزونکي په حیث درلود د قدر وړ دی.»

 

 

 

د زین الدین زیدان لوبې

 

۱ـ د ۱۹۸۹ ـ ۱۹۹۲م کال پوري یې کانیس لوبډله کې ۶۱ لوبو کې ۶ ګولوهنې وکړې.

۲ـ د ۱۹۹۲ ـ ۱۹۹۶م کال پوري یې بورډیکس لوبډله کې ۱۳۹ لوبو کې ۲۸ ګولوهنې وکړې.

۳ـ د ۱۹۹۶ ـ ۲۰۰۱م کال پوري یې یوونټوس لوبډله کې ۱۵۱ لوبو کې ۲۴ ګولوهنې وکړې.

۴ د ۲۰۰۱ ـ ۲۰۰۶م کال پوري یې ریال ماډریډ لوبډله کې ۱۵۵ لوبو کې ۳۷ ګولوهنې وکړې.

۵ـ د ۱۹۹۴ ـ ۲۰۰۶م کال پوي یې فرانسې ملې لوبډله کې ۱۰۸ لوبو کې ۳۱ ګولوهنې وکړې.

 

ریال ماډریډ لوبډله د زیدان تر روزنې لاندي

 

زین الدین زیدان په ۲۰۱۶م کال کې د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکی شو، په ۲۰۱۸م کال کې ورڅخه د بېلابېلو مسائیلو په تړاو جلا شو، خو تر څو مودې وروسته ورسره بیا یوځای شو او دا دی تراوسه د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکی دی او یوځلې بیا یې د جلا کېدو راپورونه خپریږي.

د ویکپيډیا د معلوماتو له مخې زیدان تر دې دمه پورې د ریال ماډریډ لپاره په ۲۶۲ لوبو کې د روزونکې دنده پر مخ وړې، چې له ډلې یې ۱۷۳ لوبې ګټلې، ۳۶ لوبې یې بایللې او ۵۳ لوبې یې بیا مساوي پای ته رسېدلې دي.

 

وروستي مطالب