مارچ 5, 2021

ولسي شاعر او ليکوال، شهيد زين العابدين پردېس وپېژنئ

لیکنه: عزيز پردېس
زين العابدين ( پرد ېس ) د حاجي سعدالدين ( خوږياڼي ) ځوى په ( ۱۳۰۷) لمريز كال
كې د د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو د كمانګرو د كلي په يوه روحاني كورنۍ كې وزېږېد او په ( ۱۳۱۵ ) كال كې له خپلې كورنۍ سره د كندز ولايت چاردرې ته راغى، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د دغې ولسوالۍ د جميعت لېسه كې بشپړې كړې او ثانوي زده كړې يې د كرهنې برخه كې بغلان ولايت كې چې هغه مهال د قطغن مركز و سر ته ورسولې او دېرش كاله يې بيا په نوموړې څانګه كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې دندې ترسره كړې.
نوموړي له شعر او ادب سره بې كچې مينه درلوده او د خپل ژوند بهير كې يې په
سلهاو ملي رياليستيكي او ولسي شعرونه وويل، له بده مرغه د دغه شعرونو ډېره برخه د
وخت د طوفانونو په څپو كې لاهو شوه، خو له نېكه مرغه د ده كورنۍ په دې وتوانېده
چې د ارواښاد پردېس ځينې خواره واره اشعار راټول او د چاپ په ګاڼه سينګار كړي.
د پردېس لومړنۍ شعري ټولګه ( ولسي هېنداره ) په كال ۱۳۸۹ كې د ۳۴۲ پاڼو په لرلو
سره خپره شوه او بله شعري ټولګه يې د ( ولسي هېندارې دويم ټوک ) تر نامه لاندې په (۱۳۹۰ ) کال کې چاپ شوه .
د پردېس صيب ټوله شاعري پر ولسي واقيعتونو باندې ولاړه شاعري ده او د ده په
کلام کې رياليزم يا واقيعت ګرايي له ورايه برېـښي، هر کله چې يې کومې ولسي
نادودې او د وخت د چارواکو ناروا کړنې د خپلو خلکو پر وړانـدې ليدلي او يا
اوريدلي دي نو پر وړاندې يې درېدلى دى او له دغـه حالاتو نه يې نور اولس د
شعر په ژبه خبر کړى دى چې څو وارې د همداسې صفا وينا او انتقادي شعرونو له
امله د زمان او مکان چارواکو او زورورو لخوا نه بندي او وګواښل شو خو هغه
له خپل ملي هوډ نه په څنګ نه شو.
زين العابدين پردېس د هغه مهال يو له لومړنيو شاعرانو څخه وو چې د خپل ادبي
بانډار له نورو ملګرو سره يې په ډېرو شمالي ولايتونو کې لکه : کندز، بغلان ،
سمنګان، بدخـشان او ځيـنو نورو سـيمو کې د يو ادبې بهير بڼسټ کېښود، موږ
همدا او دده نور ملګري لکه: مرحوم سيد عبدالقيوم (عسکر)، ارواښاد کشمير(خروټ)
ارواښاد حاجي وزير احمد (حسين خيل)، ارواښاد زمرى (حسن)، ارواښاد محمداسماعيل (
ملزم )، ارواښاد ډاکټر طلا محمد (خادم )، ارواښاد نظرمحمد (کامياب)، ارواښاد اسدالله
(جميلي) ارواښاد عصمت الله (شرقي)، ارواښاد محمد صديق (پـسرلى) او ځيـنې نـور… په دغه سيمو کې د پښتو او د دري ادب د معاصرې دورې سـرلاري بللى شوو.

ولسي هنداره – لومړی ټوک

همدوى ول چې د وخت په هرې تودې موضوع او تازه پېښو باندې يې غونډې او مشاعرې
جوړې کړې او د ولس غوښتنې يې پکې منعکس کړې، همدا کسان وه چې په
شمال کې يې د هغه وخت ځينې چاپي خپرونې لکه: سپين زر جريده، د سپين زر بولتن، اتحاد جريده او د بدخشان تر نامه لاندې خپرونې يې پخپلو علمي او ادبي ليکنو او
شعرونو ښکلې او غښتلې کړې، هـمدغه راز يې د هېواد د نورو سيمو شاعران او
اديبان خپلو مشاعرو ته را وو بلل او دوى هم د نارنج ګل تر دوديزې مشاعرې
ورورسېدل، چې پدې توګه يې د هېواد له نورو اديبانو سره هم ادبي اوعلمي اړيکې ټينګې
شوې.
د زمان او مکان ظالمانو او مفسدانو خپلې کمۍ او نيمګړتياوې نور د پردېس صيب په کلام
کې ونه شوې زغملاى او بالاخره يو څو بدرنګه تور مخو د فرهنګ او د ادب وژونکو
څېرو دغه هستې نوره په خپل ولـس ونه لوروله او هغه يې د ( ۱۳۵۹) لمريز کال د
سلواغې په اتمه شپه له خپل کور نه ترور او بيا يې په شهادت ورسولو.
ځاى دې يې جنت فردوس وي.
د شهيد زين العابدين پردېس د ګډ ژوند ثمره ۸ زامن او ۵ لوڼې دي، چې څلور زامن يې د
انقلاب په څپو کې د دين او هېواد په لاره کې قرباني شول.
د شهيد پردېس اولادونو وشو کولی چې د نوموړي پاتې او خواره واره اثار راټول کړي،
چې تر دې دمه يې دوه شعري ټولګې د چاپ ګانه سينګار شوي.
همدارنګه د شهيد پردېس اولادنو او ځينو با احساسه فرهنګپالو لخوا په کال ۱۳۸۹ کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنېتر عنوان لاندې په کندز کې د يو ادبي بهير د بنسټ کېښودل شوه چې تر دې دمه د ادب او فرهنګ په برخه کې په کندز کې د نورو فرهنګي ټولنو ترڅتګ د پام کارونه کړي دي.
هېره دې نه وي چې د شهيد زين العابدين پردېس په نامه د کندز د چاردرې ولسوالۍ په خوږياڼيو کلي کې يو دولتي ښوونځی هم جوړ شوی دی چې دمګړۍ پکې په سلهاو تنه انجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.
د کلام نمونه
د خزان سيلۍ په تاخت راغله چمن ته
زه په منډه شوم روان دګل ديدن ته
خو افسوس چې ګړندى باد دخزان وو
څو چې زه ورسيدمه ګلشن وران وو
په چمن كې نه ګلان وو نه سنبل
بلبلان يې په فراق كې ژړيدل
ما ويل خدايه د ګلبڼ وه څه ګناه
چې په لاس شو د ظالم خزان تباه
په ګلانو خو دا باغ ټول معطر و
دا خو ستا د معرفت عظيم دفتر و
په دې فکر کې ولاړ هلته حيران وم
په راتلو خپل دغه باغ ته پښيمان وم
په ګلپاڼو كې نه تاب و نه توان
ريژيدلې په نري باد د خزان
چې ورپيښ په دا تالا والا بازار شوم
د پتنګ غوندې ستي په سره انګار شوم
چې ښكلا مې باغ نه تللې وليدله
دا خبره مې له خولې نه ووتله
ما ويل شته دى اخر هر څه ته زوال
بې له خدايه چې مدام دى په يو حال
مخلوقات له دنيا درومي پناه كيږي
بې له ښه نومه چې بيرته پاتې كيږي
كه څوك ځير شي داجهان ستر پوهنتون دى
پكې هر فصل جلا درس او مضمون دى
هغه څوك چې تيز نظر لري مدام
د موسم تغير نه ژر اخلي الهام
سخ زما په حال چې پاتې يم اوتر
د كال ټول فصلونه ځي رانه هـدر
اوس احتياج (پردېسه)زه سبا بيګايم
داچې وروسته پاتې شوى له هرچايم