مارچ 8, 2021

د ژوند په اړه د لويانو خبرې چې ښايي درته الهام بښونکي اوسي

Advertisements

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ژوند ستاسو په لاسونو کې هغه درکړل شوې ډالۍ ده چې تاسو مکلف ياست په ښه وجه ترې خوند واخلئ. بسنه کوي چې ومنئ چې کولی شئ؟ د ژوندانه په لوړو او ژورو کې دا زده کوئ چې څنګه پرمختګ وکړئ. ماتې به خورئ او بېرته به درېږئ. هره تجربه که خوږه او په زړه پورې او که ترخه يا زړه خوړونکې وي؛ تاسو لويوي او غښتلي کوي. که د ژوند په اړه د لويانو او پوهانو زرينې کرښې تل مرور کړئ او ويې لولئ نو د برياليتوب دروازې به ډېر ژر ستاسو پرمخ پرانېستل شي.
همدا اوس غنيمت وګڼئ، د همدا اوس لپاره ژوند وکړئ او د ژوند له هرې شېبې څخه خوند واخلئ. د ژوند په اړه د لويانو خبرې کمې مه ګڼئ، دغه خبرې الهام بښونکې دي. په دې ليکنه کې به تاسو ته د نړۍ د مختلفو پوهانو او لويانو خبرې وړاندې شي:
زموږ د ژوند ترټولو لويه ورځ هغه ده چې د خپلو ټولو کړنو او چلندونو مسوليت په غاړه واخلو.
جان. سي. مکسول
ژوند د حل کولو لپاره يو مسئله نه ده، بلکې هغه واقعيت دی چې بايد تجربه يې کړو.
سورن کي ر کګارډ
د هغه څه په اړه چې موږ فکر کوو، هرو مرو به ورسره مخ کېږو؛ نو که د بدلون غوښتونکي يو بايد خپل ذهن پرانېستی پرېږدو.
وين ډاير
ستاسو د ژوندانه ۱۰ سلنه برخه هغه پېښې دي چې ورسره مخ کېږي او ۹۰ سلنه پاتې هغو ته د ځواب ويلو چلند او ځواب ويل دي.
لو هولټر
باور وکړئ چې ژوند د ژوندي پاتې کېدلو او دوام ورکولو ارزښت لري.
ویلیام جیمز
د ژوندانه يوازينۍ ناتواني بد او منفي چلند دی.
سکاټ هاميلتون
ژوند د خپل ځان کشفول نه بلکې د خپل ځان جوړول دي.
جورج برناردشاو
ژوند واقعا ساده دی، موږ هڅه کوو چې پېچلی يې کړو.
کنفسيوس
زموږ د ژوند اصلي موخه د نورو سره کومک کول دي. که نشئ کولی چې نورو ته خير ورسوئ، نو حد اقل هڅه وکړئ چې ضرر خو ورته ونه رسوئ.
دالايي لاما
په ژوندانه کې درې څيزه تلپاتې دي: تغيیر، انتخاب او اصول.
سټفان کوی
د ژوند ترټولو تلپاتې او مهمه پوښتنه دا ده: د نورو لپاره څه کوې؟
مارتين لوترکينګ
تغيير د ژوند قانون دی او هر هغه څوک چې تېر حالت يا راتلونکې ته سترګې وتړي، نو قطعا به اوسنی حالت له لاسه ورکړي.
جان اف کنډی
يوازې هغه حيات يا ژوندي پاتې کېدل ارزښت لرونکي دي چې د نورو لپاره مو تېر کړی وي.
البرت انشتين
کله چې ژوند اسانه او ساده شو، موږ ټول غريب او شتمن بايد خپل حواس راټول کړو؛ که نه د هغو ستونزو سره چې ډېر ژر به موږ ورسره مخامخ شو؛ چمتووالی به ونه لرو.
النور روزولت
ژوند له تجربو څخه ډک دی، هرڅومره ډېره تجربه چې ترلاسه کړئ؛ غوره ده.
رالف والدو امرسون

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ