« ژوند چې شین شي له خندا نه» شعري ټولګه چاپ شوه

د عزت الله شمسزي د شعرونو درېیمه ټولګه ( ژوند چې شین شي له خندا نه) د افغانستان د ملي تحریک په مرسته له چاپه راووته. دا کتاب چې ټولټال دوه سوه مخه دی، ګڼ شمېرغزلونه، نظمونه او ازاد شعرونه په کې ځای کړل شوي دي.‌
پر کتاب سریزه د هېواد تکړه شاعر او کره کتونکي مصطفی سالک لیکلې ده. ښاغلي سالک لیکلی “شمسزی صیب د غزل استاد شاعر دی دده په غزل کې هم نوښت موجونه وهي او هم نوي ترکیبونه سترګکونه وهي، هم یې وزنونه روان دي او هم یې د طبیعت انځورګري کړې ده په لنډه توګه به ووایم چې شمسزي صیب د شاعرۍ په ډګر کې په بل شاعر پسې پل نه دی اخستی بلکې خپل سبک او خپله لاره لري.“ د سالک په وینا د شمسزي‌ په شاعرۍ کې د زمانې غم د یارانې غم ته ورغاړې وتی دی.
«ژوند چې شین شي له خندا نه» د عزت الله شمسزي درېیمه شعري ټولګه ده. تر دې وړاندې یې دوه نورې ټولګې
( دشپې په غېږ کې) پر ۲۰۰۳ کال او ( د ژوند پاڼې) پر ۲۰۰۹ میلادي کال چاپ شوي‌ دي.‌
« ژوند چې شین شي له خندا نه» له ښکلاو او مینه ناکو روایتونو مالامال ټولنه کې دیوه جنګ ځپلي شاعر د ژوند، مینې، سرګرمیو او اضطراب تصویرونه وړاندې کوي. شمسزی د شعرونو ترڅنګ نثر هم لیکلي چې تر اوسه یې درې کتابونه د لغمان د شاعرانو تذکره (د نښترو او ګرګرو څو سندرې) ۲۰۰۱، د (ارتباطاتو لارې چارې) ۲۰۱۱ او ( پر پښتو شاعرۍ د جنګ اغېزې پر ۲۰۱۳ میلادي کال چاپ شوې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ