بریا او پرمختګ ژوند بڼه کلتور او هنر

هارنام کوور؛ د اوږدې ږيرې لرونکې نجلۍ

ژباړه: عایشه حیدري

هرنام کوور Harnaam Kaurد هندي توکمه برېټانوۍ ده او اوس په بریټانیه کې اوسېږي. نوموړې د اوږدې ږیرې له امله خورا ډېره مشهوره ده او له همدې امله یې نوم د ګينس د نړیوالو ريکارډونو په کتاب کې ثبت شوی دی.

_91065862_hi035157726.jpg

هرنام کوور د ۱۹۹۰ زېږدیز د نومبر په ۲۹مه زېږېدلې ده او د ۲۰۲۰ زېږدیز د نومبر د میاشتې په ۲۹مه یې د عمر دېرش کلونه پوره کېږي. د هغې ۱۵ سانټي ميټره اوږدې ږيرې په نړۍ کې اوازې خپرې کړې دي او اوس ډېر مینه‌وال لري. هغه وایي ځکه یې ږيره نه ده کمه کړې چې غواړي د خپلې ږيرې پر مټ د هغو خلکو ته ځواب ورکړي چې د هغې ظاهري څېره یې مسخره کوله.

_91065866_harnaamkaur-youngestfemalewithafullbeard-0402160228.jpg

هغه زیاتوي، زه په دې ویاړم چې زما نوم د ګينس د ريکارډونو په کتاب کې ثبت شوی دی، که رښتیا ووایم له ډېر پخوا څخه مې غوښتل چې دغه خبره نړيوالو ته ورسوم او هر ځای کې یې اعلان کړم خو اړ وم چې د ګينس په کتاب کې د دغې خبرې د رسمي کېدلو په تمه شم.

ad_142483873-e1444738816866.jpg

د یادونې وړ ده چې ۱۲ کلنې کې هرنام کوور په یوې داسې نادرې ناروغي اخته شوه چې د هغې په بدن او وینې کې د نارینه د هورمون د ترشح لامل شوه. دا ډول ناروغي د دې لامل کېږي چې د ښځو پر مخ ویښتان ډېره وده وکړي او د نارینه ځانګړتیاوې پکې پیاوړې شي.

هغه مهال چې هرنام کوور د ښوونځي زده‌کوونکې وه، دا چې څېرې او ظاهري بڼې یې له نورو نجونو سره توپیر درلود د خپلو ټولګیوالو او د ښوونځي د نورو زدکوونکو له لوري پرې ملنډې وهل کېدې، هغې هغه مهال پریکړه وکړه چې خپله څېره د یو نه بدلېدونکي حقیقت په توګه ومني او هڅه یې وکړه چې خپلې دغې ځانګړنې څخه په سمه توګه ګټه واخلي. هرنام د هغو خلکو لپاره یوه بیلګه ده چې له خپلو نیمګړتیاوو څخه رنځېږي، هغوی ته د نوي ژوند او نوي پیل لپاره هیلې ورکوي او د هغوی روحیه پیاوړې کوي.

barcroft-2.jpg

وروسته تر دې چې د هرنام نوم د ګينس د ريکارډونو په نړيوال کتاب کې ثبت نو موډلینګ ته یې مخه کړه، او اوس د موډلینګ په برخه کې فعالیت کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ