د ژبې بندیدو له جدې ستونزې داسې ځان خلاص کړئ

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: شرافت همت
زه چې کوچنی وم، د ژبې د بندیدو ستونزه راته پیداشوه او دومره جدي وه چې ان خلکو سره له خبرو یې وویستم، د خلکو د تمسخر وړ یې وګرځولم او نهایت یې اندېښمن کړی وم.
زه دې ته ډېر خفه وم چې ما نشوی کړای خپلې خبرې په سم ډول انتقال کړم، پداسې حال کې چې ما د خبرو کولو ډیر شوق او له هغه وخته لوی هدفونه لرل او غوښتل مې په ژوند کې ډېر وړاندې لاړ شم، خو دا راته لوی خنډ ښکارېده.
ما ته به هغه څوک ګران وو، چې زما خبرې به یې اورېدې او راپورې خندل به یې نه، خو داسې خلک ډېر کم ول او زه د ملګرو له مجلسونو بې برخې پدې پاتې کیدم چې ریشخند کېدلم او ما دا شی نشو زغملی.
راځم اصلې موضوع ته، ارواپوهنه ټینګار کوي چې تاسې هغه څه ته چې ستاسې لپاره ګټور وي، خو ویره ترې لرئ، ډېر نږدې شئ.
مونږ که دا خبره د یو فرمول په حیث پخپل ژوند کې په ځان عملي کړو نو باوري خبره ده چې ډېر مخکې تللی شو.
زما انګیزه، زما کلک هوډ او په ژوند کې د ډیر پرمختګ غوښتنه وه او همغه وو چې مات نشوم او پر ځان مې کار پیل کړ.
د ژبې بندیدل داسې ندي چې د اخته کس د ژبې په وړاندې د خبرو کولو پر وخت کومه مانع رامخته کیږي، بلکه دا د جرآت نهایي کموالی او تر ډیر زیات تاثیر لاندې راتلل هم بلل کیدای شي او دا تاثیر ځکه پیداکیږي چې هغه خلک چې ژبه یې نښلي له خبرو کولو مخکې ویره لري چې خبرو کې به بند شي او خلک به ورته کم نظري وکړي.
زه الحمدلله اوس لدې ستونزې خلاص یم پداسې حال کې چې ما هیڅ درمل ونه کارول او نه مې د ځان مشخص علاج وکړ، خو زه نهایت باوري وم چې زه به دا ستونزه حلوم او یو وخت به د یوه ښه ویناوال په حیث راڅرګندېږم، چې اوس هم د همدې هدف لپاره خپله څه انرژي او څه وخت مصرفوم. تاسې به داسې خلک لیدلي وي چې کله یا ډیر زیات غوسه شي او یا ډیر زیات تر تاثیر لاندې راشي نو په خبرو کې بندیږي او یا خبرې نښلي.
انزیټي یا ویره او تر تاثیر لاندې راتلل تر څه حده یو طبیعي حالت دی، چې په هر انسان کې وي، خو که دا ستونزې زیات تبارز وکړي نو بیا ابنارملټي ده او باید په جدي حل لارو یې غور وکړو.
معمولاً معنوي شیان لکه باورونه او نور ډیر څه حتا زمونږ په جسمی ستونزو تاثیر لري او هم یې ښه کولای او هم زیاتولی شي.
په نړۍ کې هره ستونزه حل لري او مونږ هرې ستونزې ته حل لارې پیداکولای شو، یوازې شرط یې دا دی چې مونږ باید واقعاً په ځان کې د مثبت بدلون د راوستلو احساس ولرو.

55810962 274125580194956 2669289244949741568 n د ژبې بندیدو له جدې ستونزې داسې ځان خلاص کړئ
ډاکټر شرافت همت، زلمی لیکوال

اوس په هغو لارو چارو خبرې کوو چې د ژبې د بندیدو ستونزې په ختمیدلو کې راسره مرسته کولای شي، خو دا یادونه ضرور کوم چې دا یوازې زما خپلې تجربې دي او باوری یم چې مربوطو کسانو سره ډیره مرسته کولای شي:
– له یادې ستونزې سره مخ خلک باید پر ځان پوره باور ترلاسه کړي او د باور د پیداکولو لپاره د نورو هغو خلکو ډاډ او تشویق ډیر ضرور دی چې دوی ته مهم دي. که پدې ستونزه کې راګیر خلک وستایل شي او وهڅول شي او کوچنۍ لاسته راوړنې یې هم لویې وګڼل شي، نو دا کار په هغوی کې پر ځان باور او د پرمختګ انګیزه پیداکوي او بالاخره په تدریجي ډول ددې ستونزې د حلولو هڅه پیلوي.
– د داسې خلکو خبرې باید قطع نکړی شي او داسې احساس ورکړل شي چې خبرې یې ډیرې مهمې دي، که داسې وشي، هغه خبرو ته واداره کیږي او په ضمن کې د الفاظو په سم ډول اداکولو ته متوجه کیږي او د خبرو پر وخت تر تاثیر لاندې راتلل او دروني ویره یې له منځه ځي، ځان مهم احساسوي او پر ځان باور پیداکوي، پدې برخه کې سم چلندونه ډیر مهم دي او اخته کس هم باید په هغو ټولو لارو چارو فکر وکړي چې څنګه دروني ویره او تاثیر ختم کړي او په حوصلې سره خپلې خبرې وکړي.
– د ژبې په بندېدو کې د دروني ویرې او د تاثیر لاندې راتلو خبره ځکه غټ عامل بلل کیږي چې که یو څوک د ژبې تکلیف لري او له ځان سره خبرې پیل کړي، نو ژبه یې نه بندیږي خو که د خلکو په وړاندې غږیږي نو دې ستونزې سره مواجه کیږي، نتیجه دا شوه چې ستونزه پر ځان د باور په کموالي، دروني ویرې او تر تاثیر لاندې راتللو کې ده او که دا شیان له منځ یوړل شي، نو یقیناً چې اخته کس به خپلې خبرې پرته له ژبې بندېدلو ووایې.
– خبرې باید په حوصله، کرارۍ او سکتې اخیستلو سره وکړي او د هغه لفظ نه مخکې، چې په ویلو یې معمولاً ژبه بندیږي، باید یو لنډ pause واخلي او یاد لفظ د هر توري په سم ډول اداکولو ته متوجه وي او حوصلې سره یې ووایې.
– په متبادلو الفاظو او کلیماتو باید فکر وکړي او استفاده یې کړي، ځکه دغو خلکو ته د ځینو کلیماتو ویل سخت وي او ژبه یې پکې بندیږي، نو د هغو کلیماتو له ویلو باید خودداري وکړي چې ژبه یې پکې بندیږي (هغه کس چې ژبه یې په کومه کلیمه بندیږي، مخکې له تکراره یې پوهیږي چې دا کلیمه سمه نشي اداکولای)
– هر کله چې خبرې پیلوي، باید مخکې ترې یوه ژوره ساه واخلي او ځان باید داسې عادي وښیي چې هیڅ تر تاثیر لاندې ندی، پدې صورت کې دا کس فرصت پیداکولای شي چې په کراره لهجه هر لفظ په ځنډ تکرار کړي او د ژبې له بندیدو خلاص شي.
– باید په مجالسو کې فعاله ونډه واخلي او ځان له ټولنې جلا نکړي او هر چیرته چې د خبرو فرصت وي باید وغږیږي.
– د دغې ستونزې لرونکي خلک باید په ځان کې نور هنرونه وروزي او هیڅکله د مایوسۍ احساس ونکړي، تر څو استعداد او وړتیا یې خلکو ته ښکاره او د خلکو د پام وړ وګرځي، پدې کار سره دوی ځانونه مهم احساسوي او په تدریجي توګه د دغسې ستونزې حل ته هم ډیر متوجه کیږي.
– هر کله چې دوی خبرې کوي، باید خپلو ټولو خبرو او کلیماتو ته دقیق متوجه شي او کله چې متوجه شو بیا زه باوري یم چې دا ستونزه په تدریجي ډول کمه او بالاخره ختمیږي.
– مهمه خبره دا ده چې دا خلک باید وستایل شي په ځانګړي ډول د ښو خبرو او پدې برخه کې د تکړه والي یاده دې یې وشي څو د کمترۍ له احساسه خلاص شي او خبرې په هر مجلس کې په پوره باور سره وکړي.
– کله چې داسې خلک لاسته راوړنې ولري، ډیر هیله من کیږي او تمه یې پیداکیدلای شي چې ستونزې ټولې حلیږي، که په مجلس کې د خبرو ښه نوبت ورکړل شي او پسخند نشي.
– کله چې داسې خلک لاسته راوړنې ولري، ډیر هیله من کیږي او تمه یې پیداکیدلای شي چې ستونزې ټولې حلیږي، که په مجلس کې د خبرو ښه نوبت ورکړل شي او پسخند نشي، هغه د خوشالۍ احساس کوي او په ډاډمن ډول خبرې انتقالولای شي.
– دا خلک باید د ویناوالۍ په تکتیکونو او پدې لارو چارو پوه کړل شي چې د خبرو پر وخت تاثیر څنګه له منځه ځي.
– هڅه دې وکړي چې د ښو ویناوالو د خبرو طرز خپل کړي او یا داسې انداز چې دوی ورسره په ډاډمن ډول غږیدلای شي، مهمه خبره دا ده چې د تکړه ویناوالانو حتا عامیانه خبرو ته توجه وکړي او ډیر څه ترې خپل کړي، خو که خپل طرز د خبرو یې سم وو، هم ښه خبره ده، خو دا کار ډیر مهم دی.
– باډي لینګویج په خبرو کې بیخي زیاته مرسته کوي او سړی ورسره په ډاډمن ډول خپل پیغام او خبرې انتقالولای شي، مثلاً که دوی په کومه کلیمه کې نښلي د لاس په حرکت ځان ترې ویستلای شي او دوی باید د باډي لینګویج کارول خپل عادت جوړ کړي.
– د ټولو نه مهم شی باور دی، که دوی دا باور ولري چې دا ستونزه یې حلیدلای شي نو، ستونزه حل ده، هر څوک چې دا ستونزه لري، پورته ذکر شوي تکتیکونه دې وکاروي، زه هیله من او باوري یم چې انشاالله په ځان کې به په تدریجی ډول د دغې ستونزې کموالی احساس کړي او بالاخره به په کامل ډول جوړ شي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.