ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د صبر او زغم د پیاوړتیا لارې چارې

ژباړه: نسیمه محمدي

آیا صابر وګړی یئ که عصبي، په قطار کې اوږد انتظار،یا د یو ملګري ځنډ کول، یا د ژوند د شریک چې سستوالی او لټي یې خلک عصبي او په غوسه کوي….. او صبر، چې ستاسې په وس کې نه دی، ومنئ چې زغم لرونکي نه یئ! څنګه کولای شو صبر او زغم ولرو؟

د صبر او زغم د پیاوړتیا لپاره ځینې لارې چارې

کُلي یا عمومي هدف ووینئ. که چېرې د موټر چلولو د جواز تمدید لپاره په اوږده صف یا قظار کې په تمه ولاړ یئ، په یاد ولرئ چې دا کړنه هر پنځه کاله وروسته تکرارېږي. حتی یو ساعت په تمه پاتې کېدل د پنځه کلونو د ګټې اخېستنې لپاره، بده معامله نده. نو تل مو باید لید لوری راتلونکې ته وي.

ذهن مو پر نورو څیزونو متمرکز کړئ. کله چې بې صبره کېږئ، یواځې د هغه څه لپاره دی، چې په هغه متمرکز یئ. مثبت فکر کوونکي اوسئ تمرکز مه کوئ، په بدل کې د مثبتې پایلې په اړه چې په تمه یې یئ، فکر وکړئ.

د اوږد مهاله لپاره فکر وکړئ. بې صبري او تلوار د لنډ فکر پایله ده. یعنې نشئ کولای هغه څه ته د اوږد مهاله لپاره فکر وکړئ. دا پوښتنه له ځانه وکړئ،« که چېرې نن د فلاني کار لپاره دومره وخت صبر وکړم، یوکال نور توپیر کوي؟» دا هم دقیقاً یعنې په هغه موقعیت کې یې په سم او کره لید لوري وګورئ. کله چې دا چاره تر سره کړئ، د اضطراب او تشویش کچه مو ټیټیږي او د صبر او زغم تمرین کوئ.

پوه شئ چې صبر او زغم د پاداش او بدلې ارزښت زیاتوي. پخوانی متل دی، چې وایي« صبر تریخ، خو مېوه یې خوږه ده» دقیقاً همدا هدف رسوي. په خپله بریالیتوب یې غوره بېلګو څخه دی. بریالیتوب د دوام سره وخت غواړي، او په پایله کې صبر او زغم ته اړ دی.

له پرتله کولو ډډه وکړئ. بې صبري او بې زغمتوب معمولا د تېروتنې او بې ځایه پرتله کولو په پایله کې رامنځته کېږي. که مو یو له همزولو څخه د بریا پوړیو ته رسېدلی وي، چې ستاسو هیله ده، باید درک کړئ، چې ستاسې بریالیتوب د هغوی سره یو ډول ندی. ډېر کله کورنۍ ( مور او پلار) د اولادونو د ملګرو په برخه کې، چې په چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي، د خپلو اولادونو په وړاندې خپل زغم له لاسه ورکوي. هغه څه چې والدین ورته نه متوجه کېږي دا دي چې ممکن په ډېری نورو چارو کې دوی له خپلو همزولو وړاندې وي، بې انصافي ده چې تمه ولرو هغوی په ټولو چارو کې غوره اوسي.

د ملاتړي او اُلګو په لټه کې اوسئ. تاریخ د داسې بریاوو له کیسو او داستانونو بډایه دی،چې د صبر او زغم په پایله کې تر لاسه شوي دي. توماس اډېسن د رڼا د تولید لپاره کلونه د الکترونیکي محصول د کنترول لپاره هڅې وکړې. هلن کلر ډېر کلونه د هغو مسایلو د حل لپاره چې ډېرو ته آسان وو، سخت زیار وایست. د هغه خلکو په لټه کې اوسه، چې زغم یې تمرین کړی تر څو له هغو زده کړه وکړې.

د صبر او زغم تجربه کول او تمرین ساده او آسانه چاره نده مګر هغوی چې زغم لري تل په بېلابېلو لارو د هغې پاداش تر لاسه کوي. صبر او زغم هم د بل هر مهارت په څېر د یادولو وړ دی. زده کړئ چې ایمان او نه شتون یې تشخیص کړئ او پوه شئ، چې کوم وخت باید خپلې کړنلارې ته بدلون ورکړئ یا وروسته ودرېږئ او صبر وکړئ. یو ډول بریالیتوب ژر له منځه ځي مګر دوامداره بریالیتوب مینې، هڅې او همدارنګه زغم ته اړتیا لري.

سرچینه: beytoote.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.