اپریل 14, 2021

قیرغیزۍ سندرغاړې یوې سندرې د مرګ له ګواښ سره مخ کړې

Advertisements

زرې اصیل بیگ (Zere Asylbek) د قزاقستان یوه مشهوره فیمینسټه( د نارینه او ښځینه وو د حقونو د برابرۍ غوښتونکې) ده.
هغه په یوه تازه ګام کې، د ښځو د حقونو د دفاع لپاره سندره ویلې، چې ورته د مرګ د ګواښ سبب شوې ده.
د قزاقي ښځو غږ
زرې اصیل بیگ ۱۹ کلنه ده او لږه موده کیږي، چې سندرغاړې شوې ده.
هغه د (نجلۍ) په نوم د یوې سندرې په ویلو ډېره مشهوره او د پام وړ شوه.
زرې اصیل بیگ د قرغیزستان د ښځو په غږ هم مشهوره ده.
هغې د یوې نوې سندرې په ویلو سره، چې د ښځو د حقونو د دفاع خبره پکې شوې، د مرګ د ګواښ پیغامونه ترلاسه کړي.
په دغه سندره کې نوموړې له خلکو غوښتي، چې د ښځو عقایدو او حقونو ته درناوی وکړي.
د سندرې په یوه برخه کې هغه وایي:( ولې زه باید د نورو په شان شمه؟ ماته ستا احترام چېرې دی؟)
قرغیزستان او ښځې
د قرغیزستان یوه داسې هېواد ده چې په کې د ښځو په وړاندې زور زیاتی تاوتریخوالی زیات دی. دغلته د ښځو تښتول او په زور ودول معمول دي. د قرغیزې ټولنې دودیز جوړښتونه ددې سبب شوي چې په ټولنه کې ښځو ته په درنښت ونه کتل شي؛ له همدې کبله د دوی تښتونه او پرې جنسي تېری ډېر ځله د رسنیو سرټکی وي.
د ارقامو له مخې، د قرغیزستان د ښځو او نجونو پینځمه برخه په جبري ډول ودونو ته مجبوریږي، یا د داسې ژوند لپاره تښتول کیږي.
یوه سندره، د مرګ سبب!
د قزغیزستان محافظه کارانو، د دغې سندرغاړې په سندره کې د هغې اغوستل شوې جامې پارونکې ګڼلي.
د دوی په وینا، دغه جامې په قصدي ډول پارونکي انتخاب شوي،څو ټولنیز هرج و مرج جوړ کړي.
له دغې سندرې وروسته، د ټولنیزو رسنیو له لارې سندرغاړې زرې اصیل بیگ ته د مرګ ګڼ پیغامونه استول شوي.
پیغام استونکو، اصیل بیگ ته ویلي چې یا دې د دغې سندرې د ویلو له کبله بښنه وغواړي، کنه وبه وژل شي.
زرې اصیل بیگ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له دغو پیغامونو وروسته د شپې یوازې نه پاتیږي، ځکه ډاریږي چې وبه یې وژني.
د مرګ عجیبې فتواوې
په اسلامي نړۍ کې، په هره لویه او وړه پلمه د خلکو تکفیرول یوه عامه ستونزه ده.
په افغانستان کې هم سخت دریځي ډېرځله په یوه کوچنۍ پلمه د یوه/ یوې چا د مرګ فتوا ورکوي.
څو کاله مخکې د افغانستان د حج او اوقافو وزیر د دیني عالمانو په یوه کنفرانس کې د تکفیرولو عام شوي دود ته په اشارې وویل: زه د اسلامیاتو په برخه کې دوکتورا او ۲۰ څېړنیز اثار لرم، چې په نړیواله کچه نوم او شهرت لري، خو زه باوري یم چې که کوم کلي ته لاړشم د یوه جومات طالب به د ږیرې نه لرلو له وجې زما د مرګ فتوا ورکړي!

وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ