ټولنیز ژوند روغه سټه

افغانستان کې د زیږون پر مهال مور او ماشوم ولې خپل ژوند له لاسه ورکوي؟

لیکنه: مریم محمدي

راټولونه: مریم محمدي

ولادت یا زیږون یوه طبیعي چاره ده، که ښځې د امینداورۍ پر مهال خپلې روغتیا ته پام وکړي، ښه خواړه وخوري، په کور کې ورسره بد چلند ونشي او د زیږون پر مهال ډاکترې یا قابلې ته ورسول شي، د مور او ماشوم ژوند خوندي کیږي.

خو افغانستان بیا د بې سوادۍ، ناوړه دود دستور، په کم عمر کې واده او د روغتیایي اسانتیاوو د نشتون له امله د نړۍ په کچه له جنوبي سوډان او کانګو جمهوریت وروسته درېیم هیواد دی چې د ماشوم زېږون پر مهال د میندو مړینه پکې زیاته ده.

د راپورونو په اساس د نړۍ په کچه هره ورځ له اته سوه څخه زیاتې ښځې د اومیندوارۍ او د زیږون پر مهال مري، خو په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د اومیندوارۍ او زیږون د جانبي عوارضو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

روان کال د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د نفوسو وجهي صندوق (UNFPA) راپورو خپور کړی چې په کې ویلي، لا هم په افغانستان کې ۵۰ فیصده ښځې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو پرته زیږون کوي.

یاده اداره زیاتوي، چې په افغانستان کې د کورنۍ د تنظیم په برخه کې له ۲۵ فیصدو څخه د زیاتو واده شویو ښځو د کورنۍ د تنظیم اړتیاوې نه پوره کیږي او تر اتیا فیصده ښځې د اومیندوارۍ د مخنیوي له عصري درملو څخه استفاده نه کوی.

کارپوهان وايي چې د زیږون یا هم امینداورۍ پر مهال د باسوده ښځو په نسبت د بې سواده میرمنو مړینه ډېره ده، ځکه باسوده ښځې کولای شي خپله معلومات تر لاسه کړي او د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

د عامې روغتیا وزارت وایي اوس مهال په ټول هیواد کې شاوخوا ۳ زره قابلې شتون لري، چې د ټول هیواد لپاره ۶ زره قابلو ته اړتیا ده.

یوه قابله د زیږون پرمهال څه مرسته کولای شي؟
– د ولادت په وخت کې له ډېرې خونریزۍ یا وینې له ضایع کیدو مخنیوی کولای شي.

– کله چې د ولادت پرمهال یا هم وروسته د مور فشار لوړ یا ټیټ وي قابله کولای شي، مناسب درمل ورته وکاروي تر څو یې فشار نارمل شي.

– کله چې د ماشوم خوله او پزه له پیدا کیدو وروسته بنده وي او تنفس ونه کړي، قابله کولای شي چې د مصنوي تنفس په ورکولو سره د ماشوم ژوند وژغوري.

ولې مور او ماشوم د زیږون پر مهال مري؟
– په افغانستان کې څلویښت فیصده ښځې د امیدوارې یا حمل پر مهال صحي خدمتونو ته لاسرسی نلري.

– نامناسبه تغذیه، په زیږونونو کې د واټن نه مراعاتول او د روغتیایي مرکزونو لیرې والی هم یوه بله ستونزه ده، مور او ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

– کورنۍ په دې اړه سمه معلومات نه لري، چې امیدوارو میندو څخه سمه پالنه وکړي د نورو سهلیتونو سربیره یې د امیدوارۍ او ولادت پر مهال یې روغتیایي مرکز ته بوځي.

– کیلوالو سمیو کې ډېرې ښځې په ناپاک ځای کې ولادت کوي.

– د زیږون په وخت کې میرمنه په دوه پښو کینوال کیږي.

– نوم (ناف) په ناپاکو اوغیرې صحي وسایلو باندې پرې کیږي.

د حمل په وخت کې د خطر نښې کومې دی؟
– له پنځمې میاشتې وروسته امیندوارې میرمنې ته پړسوپ پیدا کیدل.
– لوړ یا ټیټ فشار.
– شدیده سر دردي.
– په ۱۲ ساعتنو کې د ماشوم نه خوځیدل.
– خونریزي یا وینه راتلل.
– د ماشوم د اوبو تلل، چې رنګ یې شین بښنه یا هم زیړ بښنه وي.

حال لارې څه ده؟
– که یوه میرمنه له صحي مرکز نه ډېره لرې وي او نشي کولای ډاکتر ته مراجعه وکړي، په دې وخت کې باید د کورنۍ غړي د زیږون لپاره چمتولی ونیسي، داسې یوه میرمنه یا (دایه) دې ورته وغواړي چې د ولادت له ټولو قوانینو خبره وي.

– تر ټولو لومړی باید یو پاک ځای ورته انتخاب کړي، همدارنګه یوه پاکه رویجايي ( تکه) تیاره کړي.

– له کالیو نیولې هر هغه څه چې په دې وخت کې ماشوم ته په کاریږي ټول باید پاک وي.

– د ماشوم د نوم پرې کولو لپاره چې له کومې قایچي او تار استفاده کیږي هغه باید په ګرمو اوبو کې جوش شي، تر څو مکروبونه یې له مینځه لاړ شي.

– مور باید په ملاستې ولادت وکړي، نه په ناستې، د ملا لاندې باید دوه بالښتونه کیښودل شي تر څو په نارمل ډول زیږون تر سره شي.

– کله چې ماشوم پیدا شو په نس کې پلاسنتا یا هم په عامه اصلاح ورته د ماشوم جوړه وايي د یوې کلکې غوټې په توګه احساس کېږي، هغه ورته په لاس مساچ ورکړئ تر څو د ۳۰ دقیقو په جریان کې وغورځیږي.

– مهم خبره دا ده چې ماشوم له پیدا کیدو وروسته باید مور ورته شیدې وکړي، تر څو پلاسنتا زر وغورځیږي، او د وینې د تلو مخنیوی وشي.

– له زیږون وروسته د تبې د مخنیوي لپاره مور باید هر نیم ساعت وروسته ماشوم ته شیدې ورکړي، دا کار یې تبه کموي.

– که خونریزي د نس له مساچ سره کمه نشوه په دې وخت کې په یو تش کې یخې اوبه واچوئ او د مور په نس یې کیږدۍ تر څو رکونه خپل ځان راټول کړي او د وینې ضایع کیدو مخنیوي وشي، خو که چیرې بیا هم وینه کمه نه شوه، مور زر تر زره یو صحي مرکز ته ورسوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي